No-IMG

ایا ډېجیټل یا برښنایي اشکال او جوړښتونه مال او پیسې دي؟

تر ټولو لومړی د پکتیکا, پکتیا اوخوست په ولایتونو کې د وروستیو زلزلو قربانیانو ته د الله (ج) څخه د مغفرت غوښتنه کوم, کورنیو ته یې صبر جمیل غواړم او لکه د ټول افغان اولس په څير ځان ورسره پدي لوی غم کې شریک بولم.

ډيجېټ په لغت کې عدد او رقم ته وایي.

ډېجیټل د بریښنایي تکنالوجۍ په واسطه د اعدادو او ارقامو یا ډيټا د تولید, ذخیرې او پروسیس په نتیجه کې یو رامنځته شوی جوړښت او شکل دی چې فزیکي موجودیت نه لري.

نوموړي ډېجيټلي جوړښتونه او ارقام هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې نورو ته يې د استعمال حق ورکړل شي, د خاصو شمیرو په واسطه مشخص او په ډيجیټلي توګه یې د ساتلو او ذخیره کیدو امکان وي. چې پدې صورت کې اخستونکی یې د استعمال او په بل چا د پلورلو حق لري. ځنې شرکتونه دا ډيجیټل جوړښتونه د خپلو تولیداتو د خرڅلاو او نورو اهدافو لپاره استعمالوي.

لدې امله چې دا ډيجېټل جوړښتونه یا اشکال لکه د پیسو په څیر له یو بل سره مشابه او ورته دې نو د ځنو خلکو له خوا ورته ډيجیټل پیسې هم ویل کیږي.

ایا دا ډيجيټلي اشکال او محصولات لکه بیټ کوین او نور د شریعت او قانون له نظره مال او شتمني ګڼل کیدای شي که نه?

په شریعت او قانون کې مال هر هغه حلال څیز ته ویل کیږي چې خلک ترې ګټه اخستلای شي او په عرف کې ارزښت او قیمت ولري. په حنفي فقه کې بیا د مال په تعریف کې پر فزيکي قبض تاکید شوی دی.

که څه هم ډېجيټلي جوړښتونه په فزیکي توګه نشي قبض کیدای خو په انلاین او مجازي توګه یې د قبض امکان شته او کیدای شي له برښنا, د تیلفوني خبرو د وخت او د انټرنیټي خدماتو سره هم مقایسه شې او پدې اړه پرې د بحث امکان شته.

خو ایا ډېجيټلي اشکال د پیسو ځای نیولی شي?

ددې ډيجيټلي اشکالو لکه بیټکوین او نورو ډيجيټلي جوړښتونو او محصولاتو تولید او عرضه د اشخاصو او افرادو سره ده او د حکومتونو او مرکزي بانکونو تر ادارې لاندې نه دي او د هغوی له کنترول څخه پرته په مستقله توګه استعمالیږي.

د بیټ کوین او اکثرو دیجیټلي یا برښنایي جوړښتونو او تش په نوم روپیو لومړني عرضه کوونکي معلوم ندي. پيرونکي نه پوهیږي چې دا برښنایي روپۍ د چا له خوا جوړې شوې دي, په کوم مقدار عرضه شوي دي او ایا په جوړولو او عرضه کولو یې کنترول او نظارت شته او په راتلونکې کې به څومره نور مقدار بازار ته عرضه شي.

د هیوادونو مرکزي بانکونه هم د دې ډَول روپیو په جوړولو او بازار ته په عرضه کولو کنترول نلري. تر اوسه د السلوادور پرته بیټکوین یا نور ډيجېټلي اشکال او جوړښتونه د هیڅ هیواد او هیڅ مرکزي بانک له خوا د پیسو په توګه منل شوي نه دي.

پدې برسېره دا برښنایي جوړښتونه ثابت ارزښت نه لري او نرخونه یې په افواهاتو او اوازو ولاړ دي. که چیرې د یو ملک مرکزي بانک د دې ډَول روپیو چلند ممنوع کړي په نړیواله سطحه یې ارزښت غورځیږي او هغه خلک جې دا روپۍ يې اخستې دي تاوان کوي.

ددې او نورو دلایلو له امله پدې ډَول برښنایي جوړښتونو کې پانګه اچونه قمار ته ورته ده, د ملک څخه خارجي اسعار بهر ته لیږدوي, د ملک د اقتصاد, زراعت او صنعت په برخه کې پانګې اچونې سره هیڅ مرسته نه کوي او پدې برښنایي اشکالو کې پانګه اچوونکي د ټګۍ په صورت کې هیڅ داسې قانوني مرجع نلري چې هلته خپل حق وغواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک