No-IMG

خواخوږی نیکه

     ول نیکه مو د ژوند وروستۍ شپې ورځې زموږ کره تېرې کړې، زه هغه مهال تنکی ځلمی وم، اول چې نیکه زموږ کره راتلی دایې راباندې کره کړه چې زه زهایمر او د حافظې کمزوري لرم، پنځه وخته به مې لمانځه ته پاڅوې او جومات ته به مې رسوې، هسې نه لار ورکه کړم. ما به همداسې کول، خو هغه به زما له یادونې پرته هر لمانځه ته تیار و او ما ته به انتظار و چې جومات ته ورسره ولاړ شم.

     دا مهال زما پلار چرته په سفر تللی و، چې راغی نیکه مو وفات شوی و، کور کې به مو پلار هر وخت د ده خبرې او مجلسونه راته کول، یوه ورځ مې پلار ته د نیکه همدا د زهایمر کیسه وکړه، مال سره له دې به هم هغه هر وخت لمانځه ته تیار او نور زیات لمنځونه به یې هم کول! پلار مې راته موسکی شو، ول زویه هغه هیڅکله د زهایمر ناروغي نه لرله... هغه په دې توګه غوښتل تا پنځه وخته جومات ته روږدی کړي. هغه اصلا ستا په بېلاري وېریدی...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک