
غزل – پير محمد کاروان
شیطان به خاندي خو انسان او پرښتې ژاړي
ستا په ماتم کې، د وطن بُوره ادې ژاړي
د ژوندون متن اوښکې اوښکې په سلګو یې لولم
لفظونه مات کلمې کولپ دي او جملې ژاړي
د کلي پورې غونډۍ ټوله هدیرو، ونیوه
د کلي زړه چاودلی ماتې دروازې ژاړي
چې ماشومان به یې په غېږه کې للو للو وو
هغه د ژوند هغه د مینې افسانې ژاړي
پر خوبَولي کلي راغله زلزله د مرګي
ګَړنګ ته ویښې غورځېدلې ازانګې ژاړي
دا سپینې تورې ماشومانې راته و خندوې
خدایه د دې وطن غریبې ورځې شپې ژاړي
د صبر سور ګلاب د شنو پلوشو هیله بویه
کاروانه نن دې که غزلې قصیدې ژاړي
۲ سرطان ۱۴۰۱ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
*دخوست پکتیکا او پکتیا د زلزلې قربانیان دې الله وبښي، غمجنې مور وطن ته دې الله لویه تسلي نصیب کړي. الله دې پر دې غمجن وطن د مینې، خوشحالۍ او عزت زمانه راولي.