No-IMG

حکمتيار: په ټولو افغانانو غږ کوو چي د پكتيكا زلزله ځپلي ولس مرستي ته راوړاندي شي

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 3 سرطان 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 31 قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ 32 آل عمران: 31- 32  صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

اجازه راكړئ؛ د دې آيتونو له ترجمې او تفسير وړاندي څو مهم ورځني مطالب له تاسو سره شريك كړم:

د پكتيكا، خوست او غزني؛ پراخي سيمي؛ او گڼ شمېر كلي؛ سختي زلزلې وځپل، يوه له سترو او ورانوونكو زلزلو؛ چي پراخ مالي او ځاني تلفات ئې درلودل؛ د شهيدانو او زخميانو دقيقه شمېره لا معلومه نه ده؛ ډېر لا تر ورانو دېوالونو او چتونو لاندي پاته دي؛ ابتدائي او تخميني شمېرې ښيي چي نږدې درې زره شهيدان او زخميان لري؛ له زيانمنو او غمجنو كورنيو سره په دې ستر غم كي شريك يو، هغوى ته تسليت وړاندي كوو؛ له الله تعالى ورته اجر او صبر غواړو، الله تعالى دي شهيدانو ته جنت او مجروحينو ته عاجل او كامل صحت وركړي. په ټولو افغانانو غږ كوو چي د دوى مرستي ته راوړاندي شي؛ د جگړي پر دواړو لوريو غږ كوو چي كه دومره غيرت او درايت نه لري چي د تل لپاره جنگ متوقف كړي؛ لږ تر لږه تر هغه دي جنگ ودروي چي دا ستر ناورين پاى ته ورسېږي. هغه بې درېغه جنگي مصارف چي پر جنگونو ئې لگوي؛ پر مظلومو افغانانو دې ولگوي.

هغو بې رحمو اشغالگرانو ته چي له دروغجنو او غولوونكو شعارونو سره راغلي وو؛ او ويل ئې له افغانستان به بل سويس او جاپان جوړوو؛ خو داسي وران او نيستمن افغانستان ئې تر شا پرېښود چي دې زلزلې ئې واقعي انځور د ټولي نړۍ په وړاندي كېښود؛ په دريو پراخو ولايتونو كي په زرگونو وران شوي كورونه داسي دي چي دېوالونه ئې د خټو او چتونه ئې د لرگيو تيران او د خټو بامونه دي؛ له استعمارگرانو په ميراث پاته شوى ټول افغانستان همداسي دئ!!

الله تعالىٰ دي له دوى د مظلومو افغانانو انتقام واخلي؛ الله تعالىٰ ذوالانتقام دئ او د مظلومانو انتقام حتماً اخلي.

برادران و خواهران عزيز!

در جريان بيست سال اشغال؛ برخى از مناطق كشور؛ چون باميان، داى كندى و پنجشير؛ آرام و فارغ از جنگ بودند؛ نه مقاومتى عليه اشغالگران را در آن شاهد بوديم و نه مخالفت با دولت؛ فرياد ها و شعار هاى سهم و مشاركت معنىٰ دار قبيله و قوم خاصى در حكومت را نيز از هيچ كسى نه شنيديم؛ بلكي عده اى از وضعيت راضى بودند و در اقتدار شريك و عده اى ديگر خاموش و ساكت. اگر كسى در مخالفت با اشغالگران و حمايت از مجاهدين صدائى بلند كرده؛ توسط مزدوران استعمار در همين ولايات سركوب گرديده؛ اما امروز؛ برخى با تمام توان و طاقت شان تلاش دارند اين مناطق را ناآرام و كانون جنگ هاى نيابتى؛ در پوشش حق خواهى ها و سهم معنىٰ دار در حكومت سازند؛ آن هم از سوى كسانى كه در گذشته با طالبان تعهد و بيعت داشتند؛ و اما با وجود تعهد با طالبان؛ هيچگاهى و در هيچ بخشى از اين مناطق؛ عملياتى عليه اشغالگران نداشتند؛ پس از سقوط حكومت قبلى؛ و سلطه طالبان بر كابل، به برخى از اين ها؛ مأموريت او پست هايى اختصاص يافت و تا زمانى كه بر اريكه قدرت بودند؛ نه اعتراضى داشتند و نه شكايتى؛ اما امروز از همين ها و به نمايندگى از آن ها از جنگ طلبان ديگر؛ صداى قيام مردمى و شعار هاى جنگ قومى مى شنويم؛ به اهالى اين مناطق توصيه و سفارش برادرانه و دلسوزانه داريم كه از جنگ افروزان حمايت نكنند؛ آتش اين جنگ خانه هاى شما را مى سوزاند و فرزندان شما را به كام مرگ مى فرستد؛ و سودش به نيروهايى خارجى مى رسد كه منافع شان را با ادامه جنگ و بى ثباتى در افغانستان گره زده اند؛ عاملين داخلى اين جنگ افروزى ها؛ در خدمت اجنبى اند و جنگجويان اجير؛ نه به منافع شما مى انديشند و نه به هيچ هدف انسانى و اسلامى تعهد و باورى دارند.

برادران و خواهران عزيز!

مردم در مجموع و اعضاء حزب اسلامى به گونه خاص از ما مى پرسند: در برابر توطئه هايى كه به هدف تحميل جنگى ديگر نيابتى؛ به راه افتاده؛ چه كنيم و چه موضع و روشى اختيار نماييم.

به ايشان مى گوييم: جنگ نيابتى و به حمايت مالى و نظامى نيروهاى اجنبى؛ نه تنها راه حل نيست؛ بلكه تكرار تجارب ناكام و خونين قبلى است؛ مخالفين مسلح؛ با تركيب كنونى و سوابقى كه دارند و سياست هايى كه داشتند و اعمال مى كنند؛ با هيچ معيار و ملاكى؛ بديل مناسب؛ عوض إمارت اسلامى نيستند؛ اكثريت اين ها؛ در دو دور اشغال؛ و در 44 سال گذشته؛ در كنار دشمنان بودند؛ از سوى اشغالگران بر اريكه قدرت نصب شده اند و امتحانى بد داده اند؛ و امروز نيز طرحى جز تكرار همان تجارب خونين قبلى ندارند.

بايد متوجه بوده و از تاريخ آموخته باشيم؛ زمانى كه جنگ در يك كشور؛ رنگ قومى و قبيلوى به خود مى گيرد؛ اقليت ها؛ قبل از ديگران و بيشتر از ديگران؛ شديد ترين صدمه ها را متحمل مى شوند؛ هيچ رهبر و زعيم هوشيار و عقلمند؛ اقليت ها را به چنين جنگى نمى كشاند؛ و هيچ اقليت عقلمند؛ قدرت طلبان جنگ افروز را زعيم خود نمى گيرند؛ لطفاً زمام امور تان را به زعامت طلبان نو خاسته، بى تجربه و خادم اجنبى نسپاريد.

ملت ما و تمامى افغان هاى متعهد به اسلام و كشور؛ نمى توانند در برابر جريانات حساس و همه شمول كشور؛ بى تفاوت و نظاره گر باشند و بگذارند عوامل بيگانه به سرنوشت و مقدرات كشور شان بازى كنند؛ آنان كه در برابر هر اشغالگر محكم و استوار ايستاده اند و به بهاى جان و مال و فرزندان شان؛ از كشور و ارزش هاى دينى و ملى و استقلال و آزادى خود مردانه وار دفاع كرده اند؛ امروز نيز در برابر عاملين جنگ خواهند ايستاد.

با آن كه حزب اسلامى سهمى در اين حكومت ندارد؛ و خواهان آن هم نيست؛ و حكومت هاى ائتلافى را راه حل نمى پندارد؛ فقط اين را مى خواهيم كه كشور از بحران نجات يابد و ملت ما داراى حكومت اسلامى منبعث از اراده مردم باشد؛ به إمارت اسلامى گفته ايم و مكرراً مى گوييم: براى برون رفت از بحران؛ چاره اى جز اين نداريم كه: نخست مرجع با صلاحيت  تصميمگيرى؛ ممثل واقعى إراده ملت بسازيم و ثانياً؛ قانون اساسى جديد؛ مبتنى بر ارزش هاى اسلامى و ضامن تأمين عدالت اجتماعى؛ به مفهوم واقعى آن؛ داشته باشيم؛ صلاحيت تسويد و تصويب قانون اساسى نيز بايد به همين مرجع عالى تفويض گردد؛ و فرد فرد ملت؛ به آن تمكين كند. چگونگى نظام، تركيب حكومت، نحوه مشاركت در قدرت، وضع سياست هاى داخلى و خارجى حكومت، نقش احزاب سياسى و ساختار مجاز و مشروع آن ها، معضلات سرحدى با همسايه ها؛ و تمامى قضاياى مهم ملى؛ كه اجماع ملى را ايجاب مى كند؛ بايد از سوى همين شورىٰ مقتدر و ممثل ملت؛ تصويب و نهائى شود؛ تصاميم فردى، انحصارى، گروهى و قبيلوى؛ در اين قضاياى مهم ملى؛ نه تنها پذيرفتنى و عملى نيست؛ بلكه به تشنج، بى ثباتى و جنگ ها مى انجامد.

اميدواريم روزى فرا رسد كه افغانستان فارغ از جنگ، حكومت قابل قبول براى همه؛ منبعث از إراده ملت؛ خادم مردم و متعهد به ارزش هاى دينى و ملى؛ داشته باشيم. إن شاء الله چنين روزى حتماً فرا مى رسد.

وروڼو خوېندو!

د خطبې د پيل آيتونو په اړه مي عرائض دا دي: الله تعالى فرمايي:

ورته ووايه (اې پيغمبره!) : كه په رښتيا له الله سره مينه لرئ؛ نو زما متابعت وكړئ؛ چي الله له تاسو سره محبت وكړي او گناهونه مو درته وبخښي؛ او الله ډېر مهربان بخښونكى دئ. ورته ووايه: د الله او د پيغمبر اطاعت وكړئ؛ كه ئې مخ واړاوو؛ نو الله له دغو كافرانو سره محبت نه كوي.

يعني له الله سره د محبت دعوى له هغه چا منل كېږى شي چي عملاً د پيغمبر متابعت كوي؛ هغه چي د پيغمبر متابعت نه كوي؛ نه الله له ده سره محبت كوي او نه دى له الله سره مينه لري؛ د الله ولي او دوست هغه دئ چي په عمل كي د الله د پيغمبر متابعت كوي. يعني د الله او پيغمبر اطاعت د ايمان نښه ده او عدم اطاعت ئې د كفر نښه.

يعني مؤمنان د الله تعالى او د هغه د پيغمبر په اطاعت مكلف دي؛ د ايمان اساسي تقاضىٰ دا ده چي د ژوند په ټولو چارو كي به د الله تعالىٰ او د هغه د پيغمبر اطاعت كوو؛ د پيغمبر اطاعت په اصل كي د الله تعالى اطاعت دئ؛ پيغمبر همغه څه وايي چي الله تعالىٰ ورته ويلي؛ صحابه داسي وو چي د هري وحي له اورېدو وروسته به؛ بيا بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راتلل او پوښتل به ئې: آيا الله تعالىٰ نوې وحي او لارښوونه رالېږلې؟

د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته به مسلمانانو هغو صحابه وو ته مراجعه كوله او د خپلو پوښتنو ځوابونه به ئې ترې كول؛ چي په قرآن او حديث به تر نورو زيات پوهېدل او هغوى ته به ئې ويل: آيا د فلان قضيې او مسئلې په اړه مو له رسول الله صلى الله عليه و سلم څه اورېدلي؟ د صحابه وو او تابعينو له دور وروسته؛ مسلمانانو هغو ائمه وو او فقهاءو ته مراجعه كوله چي په قرآن او حديث تر نورو زيات پوهېدل او په تقوىٰ، اخلاص او بصيرت مشهور ول؛

هغه مهال؛ په دريو پېړيو كي؛  نه څوك د پير او مرشد په نامه يادېدل او نه د ملا، مولوي، آيت الله، حجت الاسلام و المسلمين، نور المشائخ، شمس العارفين، شيخ القرآن و الحديث په نامه، نومونه او القابونه ساده او لنډ ول او له هر راز ستايني، تكلف او مبالغې منزه؛ خلفاءو ته اميرالمؤمنين ويل كېدل او په خپل لنډ لقب به يادېدل؛ لكه عمر بن الخَطَّاب، عثمان بن عفان، علي بن ابي طالب، عبد الله بن عباس؛ حتىّٰ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ابو القاسم ويل كېدل؛ بايد متوجه وو چي صلى الله عليه و سلم هم ستاينه نه بلكي ده ته هغه دعاء وه چي الله تعالىٰ ئې لارښوونه كړې؛ معنىٰ ئې دا ده: د الله تعالىٰ له لوري دي پر ده درود او سلامونه وي؛

هغه مهال پر خپلي قبيلې فخر كول حرام او د شرم او عار خبره؛ او د جاهليت نښه گڼل كېده؛ هيچا د خپلي قبيلې له پلوه پر بل د لويي او فخر احساس نه كولو؛ عرب او عجم، تور او سپين، برابر وو. نه كومي قبيلې ته د ستانه په سترگه كتل كېدل او نه د سپېره په سترگه؛ الله تعالى هغوى ته دا لارښوونه كړې وه او دوى ئې په معنىٰ او مفهوم ښه پوهېدلي وو چي ټول انسانان د يوه پيغمبر او يوه پلار – مور؛ يعنى آدم او حواء عليهما السلام اولاد دي.

وروڼو خوېندو!

بريتانيا د اسلامي نړۍ په ټولو اشغال شوو مستعمراتو كي؛ په عامه توگه؛ او په افغانستان، پاكستان او هند كي په خاصه توگه؛ د خپلي سلطې د دوام لپاره څو خطرناكي استعماري منصوبې پلي كړې:

قومي او مذهبي شخړي او منازعات ئې رامنځته كړل؛ كله به ئې د سني او شيعه جوماتونو ته او كله د سيك او هندو درمسالونو ته سپكاوى اړولو او په دې توگه به ئې نه يوازي د اشغالگرانو په خلاف د دوى د يووالي مخه نيوله؛ بلكي په خپلو منځونو كي به ئې جنگول

هغه ئې په اقتدار كي شريك كړي او پراخي زمكي ئې وركړې چي د دوى ملگرتيا ئې كړې؛ ډېرو ته په زرگونو جريبه زمكه؛ دومره چي له هر يوه ئې ستر فيوډال جوړ كړې او پر يوې سيمي او قوم ئې مسلط كړى. دا همغه كار وو چي امريكا په تېرو شلو كلونو كي وكړ.

د خپلو مستعمراتو فوځ ئې له هغو جوړ كړى چي تر خپل هېواد او ولس ئې بهرنيو بادارانو ته ډېره وفا او اخلاص درلود؛ د همدغو خانانو او فيوډالانو زامن ئې په نظامي ښوونځيو كي روزلي او په دې فوځ كي ئې د افسرانو په توگه گمارلي. دا فوځونه نه يوازي د انگرېزانو په شتون كي د دوى تر فرمان لاندي له خپل ولس سره جنگېدلي؛ بلكي د انگرېزانو له وتلو وروسته هم د دوى په چوپړ كي پاته شوي.

انگرېزانو ډېر داسي پيران جوړ كړي، شهرت ته ئې رسولي، په خپلو مستعمراتو كي ئې مستقر كړي؛ بې خبره عوام ئې؛ د پراخو غولوونكو تبليغاتو په مټ؛ دې ته چمتو كړي چي دغو ديسانت شوو پيرانو ته د مذهبي شخصيتونو په سترگه وگوري. هر يوه ته ئې داسي جعلي شجرې جوړي كړې چي تر پيغمبر عليه السلام، او خلفاء راشدين؛ ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم پوري ئې رسولې؛ داسي څه ئې هغوى ته منسوب كړي چي قريشو به خپلو مړو او ژونديو بتانو ته منسوبول؛ په ربوبيت او الوهيت كي ئې شريكول، د غيب علم، په عالم كي د تصرف واك، د خداى او بنده تر منځ وسيله، د حاجتونو تر سره كول، د دعاءگانو اجابت، په خپله مستقيماً او پر الله تعالى ئې قبلول؛ او دا هر څه د قرآن خلاف او هغه څه چي قرآن راغلى د دې لپاره چي د دې شركي او خرافي باورونو جرړي وباسي. قرآن راغلى چي خلكو ته ووايي: نه به له الله تعالىٰ پرته بل ته سر ټيټوئ او نه به بل ته لاس اوږدوئ؛ هره ورځ به پنځه ځله، د خپلو لمونځونو په هر ركعت كي؛ له الله تعالىٰ سره دا ژمنه تكراروئ چي: يوازي ستا عبادت كوو او يوازي له تا مرسته غواړو: إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ ؛ اسلام راغلى چي خلكو ته ووايي: نه به د قصرونو طوافونه كوئ او نه د قبرونو، نه به طاغوت لمانځئ او نه احبار او رهبان، ركوع او سجده به مو يوازي د الله تعالىٰ په وړاندي وي او طواف به مو يوازي د الله تعالىٰ د كور طواف.

شوروي اتحاد او د دوى كمونستو مزدورانو هم جعلي پيران جوړ كړل؛ د خاد مأمورين ئې وگمارل چي اوږدې ږيري پرېږدي، د ملنگانو او شيخانو جامې واغوندي، په حساسو او كليوالو سيمو كي مستقر شي؛ مريدان ځانته پيدا كړي او د استخباراتى مأمورينو په توگه عمل وكړي؛ كه تاسو د انگرېزانو او د كمونستانو د اقتدار په موده كي د زېږېدلو او ديسانت شوو جعلي پيرانو دوسيې وپلټئ نو حتماً به ئې د مأموريت دوسيې د خاد او د بريتانيا انټليجينټ سرويس په دفترونو كي ومومئ.

وروڼو خوېندو!

دا داسي ستونزه ده چي ټول پيغمبران او د توحيد لوري ته هر بلونكى ورسره مخامخ شوى؛ د دوى په خلاف د مخالفت او خصومت لومړۍ جبهه؛ تل د دغو له لوري پرانستل شوې؛ قرآن د واقعي او مخلص داعي او ټگمار او مكار مرشد د ژر او ښه پېژندو لپاره داسي لارښووني او معيارونه د مؤمنانو مخي ته ايښې چي په رڼا كي ئې په آسانۍ سره كولى شي؛ صادق او كاذب تفكيك كړي او د ټگمارانو په دام كي له پرېوتو وژغورل شي؛ ځيني ئې دا دي:

د صادق داعي بلنه؛ د الله تعالى لوري ته وي او د ټگمارانو بلنه د ځان لوري ته؛

هر پيغمبر ته ويل شوي؛ خپلو مخاطبينو ته ووايه:

وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ 109   الشعراء: 109

له تاسو د خپل دعوت په بدل كي؛ هيڅ اجر او عوض نه غواړم؛ زما اجر يوازي پر رب العالمين دئ.

او قرآن ټولو مؤمنانو ته لارښوونه كوي چي يوازي د هغه چا متابعت وكړي چي دوه صفتونه ولري: له تاسو هيڅ اجر او بدله نه غواړي او په سمه لار روان وي.

اتَّبِعُوا مَنْ لا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُمْ مُهْتَدُونَ 21   يس 21

قرآن وايي: عيسىٰ عليه السلام خپل قوم ته وويل: يقيناً چي الله تعالى هم زما رب دئ او هم ستاسو رب؛ نو د هغه عبادت وكړئ؛ او همدا مستقيمه او سيده لار ده.

إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ 51 آل عمران 51

الله تعالىٰ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته فرمايي:

قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 188  الأعراف 188

ووايه: نه د ځان لپاره د گټي (رسولو) واك لرم او نه د ضرر او تاوان (دفع كولو) توان، مگر هغه څه چي الله ئې وغواړي او كه په غيب پوهېدى نو ډېر خير او ښېگڼه به مي تر لاسه كړې وه او تاوان به نه رارسېدو، زه خو مؤمنانو ته له يوه خبردارى وركوونكي او زېرى وركونكي پرته بل څه نه يم.

يعني پيغمبر عليه السلام ته امر شوى چي خلكو ته دا خبره په واضح الفاظو اعلان كړه چي زه نه د ځان لپاره د گټي رسولو څه واك لرم او نه د ضرر او تاوان دفع كولو، د دې واك په بشپړه توگه له الله تعالىٰ سره دئ، كه ځان ته كومه گټه رسولى شم يا كوم ضرر دفع كولى شم نو دا همغه دي چي الله تعالىٰ غوښتي، د دې پرېكړه هم د الله تعالىٰ له لوري كېږي.

زه له غيب خبر نه يم، كه په غيب پوهېدى نو تل او په هر كار كي به مي خير او ښېگڼه په برخه كېده او هيڅكله به كوم تاوان نه رارسېدو. څوك چي په غيب پوهېږي په هر كار كي به گټه كوي او د تاوان له هر مورد به خوندي پاته كېږي، دا ځكه چي هغه پوهېږي څه ورته گټه لري او څه ورته تاوان، د گټي ځاى ته ځان رسوي او د تاوان له ځاى ځان ساتي، خو تاسو وينئ چي زه د نورو انسانانو په څېر له كړاوونو، ستونزو، بيماريو او ناخوالو سره مخ كېږم، دا ښيي چي زه له غيب خبر نه يم. گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ نه يوازي دا خبره اعلانوي چي په غيب نه پوهېږي بلكي دلائل ئې هم وړاندي كوي.

د شرك او له توحيد د انحراف پيل او بنسټ؛ په دوو غلطو باورونو ودرېدلى: 1- له الله تعالىٰ پرته بل ته د غيب علم منسوبول او 2- او بل ته د عالم په چارو كي د واك منسوبول؛ په دغه آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي دا دواړه غلط باورونه نفي كړي او خلكو ته ووايي: په غيب نه پوهېږم او د عالم په چارو كي دومره واك او اختيار هم نه لرم چي ځان ته كومه گټه ورسوم يا كوم ضرر دفع كړم؛ مگر همغه چي الله تعالىٰ غوښتي.

قرآن فرمايي: په زمكي او آسمانونو كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ او په دې هم نه پوهېږي چي كله به بيا راژوندي كېږي. حتى د جبرئيل عليه السلام په څېر مقربه فرشته هم.

قُلْ لا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلا اللَّهُ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ 65   النمل 65

پيغمبر عليه السلام د ځان او خپلي كورنۍ غړو لپاره زكات او صدقات اخيستل تحريم كړي؛ يوازي د تحفې اخيستل ئې جائز كړي او هغه هم داسي چي يا به تحفه وركوونكي ته د ده تر تحفې ښه شىء وركوي او يا لږ تر لږه د هغه تحفې ته ورته شىء.

د دې قرآني لارښوونو په رڼا كي كولى شئ؛ هغه صالح مرشد او لارښود تشخيص او غوره كړئ چي د متابعت او ملگرتيا وړ وي او الله تعالى پرې راضي كېږي او د ټگمارو په دام كي له لوېدو وژغورل شئ

دعاء كوو چي الله تعالى د صالحانو ملگرتيا راپه برخه كړي او د ټگمارانو په لومو كي له پرېوتو مو وژغوري. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک