No-IMG

حکمتيار: د اسدالله هارون په خلاصون کي د اسلامي امارت له مشرانو د زړه له کومې مننه کوم

مننليک

بسم الله الرحمن الرحیم

حزب اسلامي افغانستان له هغو ټولو ذيدخله جهتونو او په ځانګړي ډول د افغانستان د اسلامي امارت له درنو مسئولينو د زړه له کومي مننه کوي او کور-ودانی ورته وايي چي د ګوانتانامو له وحشتناك زندان ئې؛ د حزب اسلامي افغانستان د مُتعهد او نامتو مُجاهد ښاغلي اسدالله هارون د خلاصون لپاره د هرې ذيربطه مرجع دړه ټکولې، مخلصانه هلې ځلې يې کړي، او دا چې هېواد ته د راتگ پر وخت يې د نوموړي لپاره د دروند، صميمي او گرم استقبال مراسم ترتيب کړي وو؛ پر همدي ملحوظ د حزب اسلامي افغانستان قدرمن مشرتابه او ټول درانه منسوبين په ياده برخه کي د ټولو ښاغليو د هڅو قدرداني کوي او له الله تعالیٰ غواړي چې د خير په کارونو کي دوی ته مزيد توفيق او ستر أجر په برخه کړي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک