د بوډا يمني ایمان تازه کوونکې کیسه
یو سعودي مېشتی یمنی کیسه کا چې کفیل مې د زکات پیسې راواخیستلې او په غریبو کورنیو پسي روان شوو، د زکات پیسې یې پنځه پنځه زره په لفافو کې بندې کړې وې، موږ له یوه کلي راووتلو او د جده - جازان په سرک روان شوو، په سپېره دښته کې مو په سرک یو بوډا ولید چې روان و، هغه (70) کلن برېښیدی، خو بدن یې قوي او ښه تکړه و، ملګري مې وویل: دا سړی په دې دښته کې څه کوي؟ ډریور مو وویل: دا به خامخا یمنی وي او په غلا سعودي ته راوښتی دی.
د سړي خوا ته مو موټر ودروه، سلام مو ورته وکړ او ومو پوښتی چې څوک یې؟ هغه وویل: یمنی یم، موږ ول: چرته روان یې؟ ول: بیت الله ته روان یم، ومو پوښتی چې په قانوني توګه راغلی یې؟ ول: نه په غلا راغلی یم، ملګري مې ورته وویل: په قانوني توګه ولې نه راتلې؟ ول هلته (2000) ریال غواړي او زما سره (200) ریال دي، سل مې تر دې ځایه د موټر کرایه کړل او سل راسره پاتي دي. ملګري مې ورته وویل: څومره موده کیږي چې راروان یې؟ ول شپږ شپې، روژه مو ده که بوزه؟ هغه ویل: روژه مې ده!
ملګري مې ورته وویل: ته تقریبا په پنځو امنیتي پوستو راتېر شوی یې، هغوی څه نه درته ویل؟ هغه وویل: په الله قسم زه د هغوی خواته راتېریدلم، خو غږ یې هم نه دی راته کړی، ما ورته وویل: ته به دلته مزدوري ته راغلی یې؟ ول په الله قسم که مزدوري ته راغلی یم، عمرې ته راغلی یم، د بیت الله لیدلو شوق لرم او مکې ته ځم، ملګري مې ورته وویل: په دې څو شپو کې د لاري پولیسو هم نه یې نیولی؟ هغه وویل: دا نیم ساعت مخکي یې پرېښودلم، (50) کیلومتره وړاندې یې ونیولم، پوستې ته یې راوړم، هغوی ته مې قسم وکړ چې عمرې ته ځم او خوشی یې کړم.
له ځان سره مې وویل: سبحن الله! الله جل جلاله پولیس هم ورته اېل کړل چې بیت الله ته یې نږدې کړي، ملګري مې د زکات د پیسو دوه لفافې راوایستلې او ورته کړه یې: واخله دا د زکات پیسې دي، پیسې یې ورواخیستلې او جزاک الله یې راته وویل، هغه په دې نه و خبر چې لفافو کې څومره پیسې دي، ورته ومې ویل: لفافې خلاصي کړه او پیسې په کمربند کې کیږده ، چې خوندي شي، چې خلاصي یې کړې او ویې لیدلې چې (10000 ) ریال دي، موږ ته یې وکتل او ویې ویل: دا ټولې مو ماته راکړې؟! موږ ورته وویل: هو، سړی کيناست حالت یې ښه نه شو او بېهوښي غوندې پرې راغله...
موږ له موټره ورښکته شوو اوبه مو پرې وپاشلې، لیږ ځنډ وروسته سړی لیږ ښه غوندې شو، خو په ژړا شو او ژړا کې یې همدا خبره کوله: دا ټولې پیسې زما دي، دا ټولې پیسې زما دي، لنډه دا چې ملګري مو وویل: راځئ موټر ته یې وخیږوو او یو څه یې مخته يوسو، یو څه مخته ولاړو سړی ارام او ښه شو، ما ورته وویل: اکا! دومره زیات مو ولې وژړل؟ ول: زویه! یمن کې یو کورګی لرم، څنګ ته یې زما لیږ ځمکه وه، هغه مې د الله لپاره جومات ته وقف کړه، ما او زامنو مې په ډېره سختي سره په کاڼو او خټو جومات ورساوه، خو د جومات د ننه کار او فرش لپاره مو هیڅ وس نه لاره.
ما او زما ملګرو د يمني بوډا دې کیسې ته سخت ډېر وژړل، ملګرو ته مې وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د چا چې اخرت لوی غم وګرځي، دنیا به یې ټوله په خدمت کې وي، ملګري ته مې اشاره وکړه چې دوه لفافې نورې هم ورکړه او ټول مو (20000) ریال ورکړل، سپینږیري د سلګیو او اوښکو په بدرګه او عجیب کیفیت سره دعاوې راته کولې او په داسې حال کې مو رخصت کړ چې موږ ټول غریو نیولي، ستوني مو نښتي او اوښکې مو روانې وې.
سپينږيری يمنی ځکه بېهوښه او په ژړا شو چې د الله لپاره وقف کړي جومات تکمیلولو ته یې پیسې پیدا کړې او ورسره د عمرې لګښت، په الله جل جلاله مخلصانه باور او توکل، د مومن لویه پانګه ده او څوک چې الله ته ځان وسپاري الله د هغه دی او د چا چې الله مل شي هغه هر څه وګټل، دې کیسې زه ډېر زیات اغېزمن او خوشاله کړم، الحمد لله زموږ په زمانه کې له ډېرو بدمرغيو او فتنو سره داسې کسان هم پیدا کیږي چې روژه په خوله په سپيرو بيدياو کې د الله د کور لور ته په شپو شپو پیاده مزلونه کوي او خدای ورکړې او ورکوونکې شتمني د الله په لاره کې لګوي.