
آخر سړی ګیله من شی!
دوکتور عمر عماد
څه موده مخکی د الجزیری مسیحئ خبریاله شیرین ابو عاقلة ووژل شوه ، څو ورزی د الجزیری ټول چینلونه د همدی خبر لپاره ځانګړی شوی وه ، او حتی د اوکراین د جګړی خبرونه یی نه نشرول، او لا تر اوسه پوره دا خبر پکی ژوندی دی.
څه موده وړاندی د مراکش یو ماشوم په څاه کی غورځیدلی وو ، د ټولو عربی رسنیو د سر ټکی همدا وو او د الجزیری چینل یی تر څو ورځو خبرونه شیبه په شیبه په ژوندی بڼه خپرول.
څو کاله مخکی په اسرائیلو کی اور ولګیده د غربیانو نه مخکی عربانو ورسره غمرازی او مادی همکاری وکړه.
د فرانسی د یوی متعصبی او پاروونکی مجلی په دفتر برید وشو او لس یوولس کسان پکی ووژل شول ، نو د عربو او عجمو ولس مشرانو پاریس ته د ( فاتحی) لپاره ورغلل...
همداسی نوری ډیری بیلګی هم شته چه لس مخی نړیوال یو د بل سره په طبیعی او یا غیر طبیعی ناورین کی خواخوږی، او د مادی مرستو ژمنتیا او وړاندیزونه کوی.
خو زمونږ د بی وزله ولس په ناورین چه په سلګونه خټین کورونه زلزلی د خاورو سره خاوری کړل ، او د غم نه هیریدونکی او زړه لړزوونکی داستانونه یی جوړ کړل، هیچا هم حتی هغه د تمساح درواغجنی اوښکی هم تویی نه کړی!!!
یا حی یا قیوم ذاته !
مونږ پرته له تا بله هیڅ اسره نه لرو، ته مونږ ته دا قدرت او بصیرت راکړه چه خپل وطن په خپلو مټو جوړ او د بی رحمو له احتیاجه خلاص شو.