No-IMG

انسانيت دی او انسانیت په خپل ذات کې ښکلا ده

له واړه موټره د ښکته کېدو پر مهال ځوان له شا سيټ سپين ږيري موټروان ته کرايه ورکړه، موټروان د پاتې لسګون ورکولو په خاطر خپل ښی لاس د سينې جيب ته داخل کړ، لا يې پيسې ترې راويستې نه وې چې ځوان ورته له شا پر اوږه کېښود، د ګوتو په فشار يې پوه کړ چې درسره وي دې!

موټروان د موټر د چت په ښيښه شا ته وکتل، په سترګو سترګو کې يې له ځوان مننه وکړه، دوه طرفه مسکاوې او په سترګو سترګو کې نيک احساساتي تبادله شول، موټر ودرېد او ځوان ترې ښکته شو، خو سپين ږيري د عقب په ښيښه تر ډېره ځوان د مننې په پار تعقيب کړ.

د مرستو ډېروالی او کموالی مهم نه دی، مهم شی د انساني کرامت نه پيمالول او د مرستو د توزيع پر مهال د انساني نزاکتونو رعايت دی، د نزاکتونو همدا رعايت؛ انسانيت دی او انسانیت په خپل ذات کې ښکلا ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک