No-IMG

په افغانستان کي د هندوانو او سیکهانو تاريخچه

عبد الباري جهاني

 

په افغانستان کي هندوان، د احمدشاه بابا له زمانې څخه ډېر پخوا، ان تر پنځو سوو کالو مخکي، د دې هیواد په مختلفو سیمو، په تېره بیا کندهار، ننګرهار، پکتیا، اوروزګان او نورو سیمو کي اوسېدلي دي. د خوست او اوروزګان د ولایتونو هندوانو خو داسي پښتو ویله چي د محل له اوسېدونکو سره یې هیڅ توپیر نه کېدی. سیکهان هم له څه باندي دوو سوو کلونو راهیسی د افغانستان په بېلو بېلو سیمو، په تېره بیا کابل او ننګرهار کي هستوګنه لري او زیاتره په تجارت، صرافی او بزازي لګیا وي.

د هندو او سیکه مظلومانو سراومال، د ۱۹۹۲ کال څخه وروسته، هغه وخت له جدي ګواښ سره مخامخ سو چي د حکومت، یا بهتره ده ووایو د بې حکومتۍ او چور او تالان، چاري د مجاهدین کرام لاسته ولوېدې. دې وضعیت تر اوسه پوري دوام کړی دی. هرکله او په هر ځای کي چي سیکهان او هندوان،  سر اومال ته د خطر له وجهی، له هیواده تېښتي ته مجبور سوي دي نو مسلمانانو، په تېره بیا مجاهدو قوماندانانو او مقتدرینو یې کورونه، جایدادونه، درمسالونه او ګوردوارې غصب کړي او د دې مظلومانو حق یې په هر صورت ځانونو ته حلال بللی دی. څرنګه چي په دې وروستیو شلو کلنو کي، د ډیموکراسی!!!! له برکته، حکومتونو هم د قوماندانو او زورواکانو له وېري، هیڅ نه سوای کولای نو هغوی هم په خلاص لاس د دې مظلومانو وهلو او جایدادونو غصبولو ته دوام ورکړی دی.

کلونه کیږي چي پر هندوانو او سیکهانو باندي حملې رواني دي او تقریباً ټول یې له وطنه څخه کوچېدلو ته مجبور کړي دي. څوک یې پر داعش، څوک یې پر عام مذهبی تعصب، څوک یې د پاکستان پر پالیسی او تحریکاتو تاوانوي. بهانه چي هر څه وي هغه به وي خو خلکو ته هم ډیموکراسي!!!! او هم د طالبانو اوسنی نظام مستقیم مسوولیت لري. اسلامی اِمارت، د تېر شل کلن نظام یا بې نظمۍ په څېر، د هندوانو او سیکهانو له حقوقو څخه هیڅ دفاع نه ده کړې او په کابل کي د سیکهانو پر ګوردوارو باندي د وروستیو حملو څخه ښکاري چي  هغوی هم د دغو مظلومانو د ساتلو لپاره هیڅ پلان نه لري او یا نه غواړي چي ویې لري.

د ډاکټري انارکلي وروستی وینا به، چي په تور، سره او زرغون لباس کي یې کړې وه، ډیرو کسانو اورېدلې وي. زه تعجب کوم چي دا سیکهان او هندوان، له دې دومره ظلمونو، وحشتونو او بې انصافیو لیدلو سره سره، د دې هیواد پر کوم ځای مین دي چي لا هم ورپسي ژاړي او لا هم ځانونه افغانان بولي. زه ګومان کوم چي حیران باید نه سو بلکه د افغانستان ټول اتباع باید، د افغانانو په حیث، د شرم او خجالت احساس وکړو.

زه په ۲۰۱۱ کال کي، د افغانانو په بلنه، اوکراین او ماسکو ته تللی وم. د ماسکو سیکهانو او هندوانو د یوه عصري هوټل یو بشپړ صالون نیولی او موږ څه باندي څلوېښتو تنو افغانانو ته یې مېلمستیا کړې وه. ماسکو هغه وخت د نړۍ تر ټولو قېمتي ښار وو. سړی، د دوی په شمول، د دې څه باندي سل کسیزي مېلمستیا د لګښت تصور کولای سي. لګښت خو په هر صورت؛ خو کله چي ما خپل شعرونه او بیا د بهګت کبیر منظومي ترجمې ډیکلمه کولې د سیکهانو په ږیرو کي اوښکي بهېدلې. د دوی لیدلو زما پر احساساتو دومره غلبه وکړه چي یوه شېبه مي آواز بند سو. د لر او بر ویب سایټ مسوول عبدالله احسان خپل یوه ملګري ته په ډېر تعجب وویل چي دا سیکهان او هندوان خو په خپلو منځونو کي هم په پښتو خبري کوي! دیا سینګه، چي ځان پښتون بولي یو له هغو سیکه شاعرانو څخه دی چي ډېر پښتانه شاعران  په پښتو شعر کي سیالي نه سي ورسره کولای.

پنځه شپږ کلونه مخکي، په یوه واده کي، د ډوډۍ پر یوه مېز باندي، له یوه ځوان هندو سره ناست وم چي په ډېره روانه پښتو یې خبري کولې. ده راته وویل چي افغانستان یې نه دی په یاد؛ ځکه چي پلار یې په ډېر ماشومتوب کي هندوستان ته بېولی او مکتب یې هم هلته لوستی او بیا وروسته امریکا ته راغلی دی. ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا پښتو دي چېرته زده کړې ده. په ډېر تعجب یې راته وویل چي « خپله ژبه خو به څوک نه هېروي» !!!! دغه ګړی چي دا کرښي لیکم اوښکي مي نه ټینګیږي.

د همدغه ځوان هندو پلار په کندهار کي په لالو مشهور وو. د عمر وروستۍ شپې یې دلته په ویرجینیا کي تیري کړې. خپل مشر زوی کپور ته یې وصیت کړی وو چي که زه هر وخت مړ سوم او زه دي سوځلم نو په لرګیو کي به یو دوه لرګیه د کندهار وي.

ډاکټر ریګناټ یا راګو نات، چي اوس زما په څېر بوډا او رنځور دی، او اوس هم په کندهار کي ژوند کوي، او د خلقیانو له نظام څخه یې بیا تر اوسه پوري ټولي سړې او تودې لیدلي او ګاللي دي او له وطن څخه نه دی مهاجر سوی؛ د وطن پالني داسي سمبول دی چي زه یې د نامه له یادولو سره، د یوه افغان په حیث، د شرم او خجالت او د ده له وطن پالني سره د حسادت احساس کوم. که له دې مظلومانو سره د افغانانو د ظلم او وحشت علت مذهبی تعصب او اسلامي جذبه وای نو سړي به څه نه ویلای خو کله چي یې علت د هغوی کمزوري او تر څنګ یې د هغوی د شته منیو، جایدادونو او درمسالونو او ګوردوارو غصبول او ترلاسه کول وي سړی، د افغان په حیث، د شرم او خجالت احساس کوي.

اعلیحضرت امان الله خان به د افغانستان لپاره ډېر نور ګټور کارونه هم کړي وي خو له هغو څخه یو یې د هندوانو او سیکهانو سره د عامو مسلمانانو او حکومت د سلوک بهترول وه. هغه، د ۱۹۲۴ کال د لویی جرګې په ترڅ کي، یوه دینی عالم ته، چي په منوریت او ترقي پسندی هم مشهور وو او د هندوانو څخه یې د ورکړل سویو حقوقو د بیرته اخیستلو پېشنهاد وکړ، په ډېره تونده لهجه جواب ورکړ او وې ویل چي « که موږ له هغوی څخه ورکړل سوي امتیازات بیرته واخلو دا موږ ته هیڅ ګټه نه لري او برعکس ښايي په هندوستان کي د هندوانو او مسلمانانو موجود اتفاق او همدردی ته تاوان ورسوي. اعلیحضرت امان الله خان وویل چي موږ نه سو کولای پر هندوانو باندي د ټیکې وهل په زور تحمیل کړو او یا یې د جامو ټاکلی رنګ ورته تعین کړو بلکه یوازي به د دیني علماوو د مراعت په خاطر هغوی ته ووایو چي سپیني بګړۍ دي نه تړي. اعلیحضرت وویل چي هندوانو د نورو افغانانو په څېر د خپلي خاوري د ناموس او شرافت څخه دفاع کړې ده او د نورو افغانانو په څير دوی هم له وطن سره مینه ثابته کړې ده او د انګرېزانو سره په غزا کي زموږ سره اوږه پر اوږه درېدلي دي او حتی د افغانستان تر نورو اتباعو یې لا هم په دې لاره کي یو ګام اضافه پورته کړی دی او اضافه بار ته یې اوږه ورکړې ده. »

له بده مرغه چي موږ افغانان، لکه څرنګه چي په هر څه کي شاته روان یو، هندوانو او سیکهانو ته د حقوقو د ورکولو او له هغوی سره د انساني سلوک کولو او همدردی څرګندولو پر ځای له هغوی سره دښمني کوو او هغه هم یوازي او یوازي له دې امله چي هغوی تر موږ کمزو ری، تر ټولو وړوکی مذهبی اقلیت او د جایدادونو او شته منیو څښتنان دي. سړی نه پوهیږي چي افغانان لا په کوم غیرت افغاني افتخار کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک