No-IMG

د ذغالو تر صادراتو پورې!

اسد مبارز

 

اصلاً آسټرلیا په نړۍ کې د ذغالو (کُولې) تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی؛ بل لور ته چین بیا د ذغالو ستر واردونکی هیواد دی. له آسټرلیا څخه چین تر ټولو ډیر ذغال صادروي یا په بله معنی دا چې د چین د ذغالو اړتیا تر اوسه یوازې له آسټرلیا څخه پوره کېږي.

څه موده وړاندې د صحت نړیوالې ادارې (WHO) اعلان وکړ چې دوی غواړي د کرونا وایرس د خپرېدو له امله چین هیواد کې بررسي وکړی چې آیا چین دا وایرس په قصدي او که په سهوې سره نړۍ ته خپور کړی دی. آسټرلیا د نورو هیوادونو په شمول د WHO ادارې له دې اعلان څخه ملاتړ وکړ. چین د آسټرلیا ملاتړ کې د ذغالو واردول بند اعلان کړل.

آسټرلیا د چین ددې پریکړې په اړه هیڅ و نه ویل؛ خو چین د خپلو اړتیاوو له خاطره دوه اونۍ بعد بیرته آسټرلیا ته مخه کړه تر څو ذغال وارد کړي، آسټرلیا پرې نوي شرطونه او نوې بیې کیښودې چې چین ته د منلو نه وو. چین د خپلو اړتیاوو له خاطره بالاخره پاکستان ته مخه کړه او پاکستان بیا خپل ذغال ډیر نلري نو له افغانستان څخه یې د ذغالو واردول پیل کړل.

په اغلب ګومان چې پاکستان ته د چین وروستي پور ورکولو شرطونه ګرچي محرم ساتل شوي خو داسې ښکاري چې د ذغالو دوامداره صادرات هم پکې شامل دي. پاکستان پخپله ذغال ډیر نلري او کوم چې لري د هغې کیفیت د صادراتو په اندازه نه دی نو ځکه له افغانستان څخه پر لیبارټري چیک شوي ذغال واردوي.

که چیرې مونږ د پاکستان پر ځای مستقیم چین سره د ذغالو سودا وکړو څو ګټې کوو؛ لومړۍ دا چې چین به مجبور وي مونږ څخه ذغال په ډالرو واخلي چې دا مستقیم زمونږ پر کرنسۍ مثبت تأثیر کوي او دویم دا چې هغه ګټه به هم مونږ وکړو کومه چې پاکستان زمونږ د ذغالو په سر له چین څخه کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک