No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏اسلامي امارت رسما د علماوو لویې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د هېواد علماوو په پرلپسې توګه د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کوله چې د اسلامي امارت مشرتابه یې غوښتنه ومنله.

‏مجاهد لیکلي، غونډه نیږدې راتلونکې کې کابل کې جوړیږي او د هيواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمیر علماء او قومي مخور پکې ګډون وکړي.

: ‏د افغانستان د علماوو لویه غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړیږي او درې ورځې دوام کوي.

کابل نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې له ټول هېواده شاوخوا ۳ زره علماء او قومي مخور برخه اخلي او خبري پوښښ به یې محدود وي.

‏د کابل نیوز د معلوماتو له مخې دا غونډه په ژوندۍ بڼه یوازې له ملي راډیو خپریږي خو جزئیات به یې د ورځې په پای کې د رسنیز کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریک کیږي.

: ‏د ریاست الوزراء مرستیال دفتر ویلي، د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه شوې، ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په هدف د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د سوداګرو یو ګډ پلاوی ازبیکستان ته سفر وکړي.

: ‏روغتیايي مسوولان وايي، ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی، چې ټاکل شوې په دغه پړاو کمپاین کې به نږدې لس میلیونه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان واکسین شي.

: ‏په عربي متحده اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره يې کتلي او ژمنه يې ورسره کړي، چې افغانستان کې به بانکي ستونزې حل کوي.

‏په دې لیدنه کې وېسټ ویلي، اوسمهال افغان سوداګر له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه دي او کولای شي، چې درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ توکي افغانستان ته انتقال کړي.

: ‏د کابل په بازارونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ځینو خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی او ګڼو هیوادوالو یې هرکلی کړی دی.

د کابل ښار یو شمېر هټیوال وایې، چې د  اوړو او غوړیو په بیو کې ټیټوالی راغلی خو د نورو موادو بیې لا هم پر خپل ځای دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼ هېوادوال د توکو د بیو له لوړوالي سر ټکوي.

په دې وروستیو کې روسيې هېواد پتېیلې چې افغانستان ته تېل او غنم ورکړي، د چارو شنونکي وايي، ښايي دا چاره ددې سبب شي چې د توکو بیې راولويږي.

: ‏د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن د دغه ولایت بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

 والي وايي، يو شمير باغیان چې په بلخاب کې یې خلک ځورول، ځپل شوي، اوس امنيت تامین شوی او خلک په بشپړ امنيت کې ژوند کوي.

: ‏د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د سرتېرو او د قومندان مولوي مهدي تر منځ د نښتو له راپورونو وروسته، اوس دفاع وزارت د دې نښتو د پای خبره کوي ‏ورته مهال د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال د بلخاب اهل تشیع له علماوو او مشرانو سره په لېدنه کې ټینګار کړی چې په‌دې ولسوالۍ کې ملکي کسانو ته زیان و نه رسېږي.

‏بل‌خوا د بښنې نړیوال سازمان، د بشر حقونو د څار سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي تر څنګ یو شمېر نړیوالو بنسټونو په بلخاب کې د ملکي خلکو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

: ‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عابد په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال له مرستندویه ادارو وغوښتل چې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته مرستې برابرې کړي. د نوموړي په وینا، د زلزلې په سیمه کې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او خلک سرپناه ته اړتیا لري.

: ‏د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په اسلام‌اباد کې د سویس سفارت له مرستیال سره چې په یوه سفر کابل ته راغلی دی، لېدلي دي. ښاغلي عبدالله په یوه ټویټ کې لیکلي، د دې لېدنې پر مهال یې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړي.

: ‏په میدان وردګ ولایت کې د یوې سرګلولې د چاودنې پر مهال یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا پېښه پرون د دې ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې رامنځ‌ته شوې ده.

: ‏زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا شل زره مېرمنې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په خوست او پکتیکا کې زرګونه مېرمنې روغتیايي خدماتو او مرستو ته اړتیا لري.

: ‏ملګرو ملتونو له نړیوالو له افغان خوارځواکو ماشومانو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې له دوی غوښتي چې په نړۍ کې له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې وکړي.

: ‏د تکواندو اسيايي لوبو کې، افغان لوبغاړي حکمت الله زین خپل اندونیزیایي سیال ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي، دغو لوبو کې تر دې دمه افغان لوبغاړو درې د برونزو مډلونه ګتلي او سبا دوه نور افغان لوبغاړي هم خپلو سیالانو سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

: ‏د هلمند درې تنو اوسېدونکو په هېواد کې د بېکارۍ د پای ته رسېدو لپاره په متفاوته بڼه اعتراض کړی او له هلمند څخه کابل ته پلي راغلي دي.

دوی وايي،  چې د دوشنبې په ورځ د یوې اونۍ پلي تګ وروسته له هلمند څخه کابل ته راورسېدل.

‏د هلمند ولایت دغه درې کاریګر وايي، چې دوی د یاد ولایت د ۶۰۰ کاریګرو په استازیتوب راغلي او غواړي په ورته اقدام سره په هېواد کې خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړي.

: ‏رییس بانک انکشاف اسلامی با زلزله زده‌گان اخیر افغانستان همدردی نشان داده است.

داکتر محمد الجاسر با قربانیان و متضررین زلزله اخیر در پکتیکا و خوست همدردی نشان داده و آن را فاجعه‌ی بزرگ خوانده است.

‏الجاسر وعده‌ی حمایت از افغان‌ها را سپرده و بر افزایش فعالیت‌های بشردوستانه بانک متذکره تاکید ورزیده است.

: ‏در یک کلب شبانه در افریقای جنوبی ۲۰ تن جان باخته است.

بر بنیاد گزارش‌ها؛ در شهر لندن کشور مذکور ۲۰ جسد در یک کلب شبانه رقص دریافت شده است.

پولیس این کشور گفته است که در پیوند به این قضیه تحقیقات را آغاز نموده و اما تا حال علت آن معلوم نیست.

: ‏رییس جمهور ترکیه با رهبران فنلند و سویدن دیدار می‌کند.

بر اساس گزارش‌ها؛ رجب طیب اردغان رییس جمهور ترکیه با روسای کشورهای سویدن و فنلند دیدار می‌کند.

قرار است کشورهای عضو ناتو در پایان ماه جاری در هسپانیه نشستی برگزار کنند و روی عضویت فنلند و سویدن در ناتو گفتگو کنند.

: ‏جرمني ـ د جي سیون هېوادونو کنفرانس کې د برېټانیا او کاناډا د صدراعظمانو په یو بل نیوکې:

بوریس جانسن:

ته د ملت په پیسو لویه طیاره کې ګرځې.

جسټن ټروډو:

زما د سفر طیاره ډېره وړه ده، ستا طیاره لویه ده.

: ‏د طلوع نیوز خبریال سعید شینواری: جي سیون هېوادونو د چین د یوه لار یو کمربند پروژې د ماتولو لپاره ۶۰۰ ملیارد ډالري پروګرام تصویب کړ.

له دې ښکاري چې د چین یو کمر بند او یوې لار پروژې ته د ډاکټر غني ورګډېدو غرب ته خوند نه و ورکړی.

: ‏د سریلنکا اقتصادي بحران:

حکومت ښوونځي وتړل او مامورینو ته یې له کوره د کار کولو امر وکړ.

خلک به یې له دې وروسته تیلو لپاره د نوبت په پار ټوکن اخلي.

: ‏پاکستان ـ لاهور: یو سوداګر نیول شوی چې د مردارو چرګانو غوښه یې پلورله.

د هغه ذخیره کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه مرداره غوښه موندل شوې.

: ‏د چین د فلزي ګروپ (ایم‌سي‌سي) د عینک مسو کان پروژې په افغانستان کې له وروستیو زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. دغه ګروپ یاده مرسته د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلې ده. په یاده مرسته کې وریجې، اوړه، غوړي او چای شامل دي.

: ‏یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې امریکا د اوکراین لپاره د توغندیو د دفاع پرمختللی سیسټم پېري.

: ‏د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

: ‏د اروپايي پارلمان یوه غړي مایک والاس پر امریکا او ناټو نیوکه کړې، چې افغانستان کې یې د شل کلن حضور پر مهال په پرلپسې توګه بشري حقونه نقض کړي او ددې هېواد زېربناوې یې له منځه وړې دي.

‏نوموړي د پارلمان یوې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې لویدیځ یوازې د بشري حقونو په نقض کولو بسنه نه ده کړې او په خبره یې اوس غواړي د بېلابېلو فشارونو په واردولو سره افغانان له لوږې نابود کړي.

‏نوموړي ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام له لوږې سره مخ افغانانو ته د خوړو برابرولو لپاره درېیمه برخه پيسې لري او امریکا او اروپا چمتو نه دي نورې پیسې ورکړي؛ په داسې حال کې چې د یوکراین جګړې ته د وسلو د استولو لپاره بې حده زیات امکاناتو ورکړې ته تیار دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک