No-IMG

د علماوو غونډه؛ هیله او اټکل

دوکتور عمر عماد

 

له کومی ورزی چه نوی حکومت راغلی، نه په ښکاره کوم چارواکی او نه کوم عالم دا خبره کړی چه د نجونو تعلیم او یا د ښځو کار ناروا دی، او نه په کوم معتبر کتاب کی دا خبره راغلی ده ، بلکه ټول په ښکاره همدا یوه خبره کوی چه مونږ پداسی یو میکانیزم کار کوو چه په هغی کی ددواړو موضوعاتو شرعی شرطونه په پام کی نیول شوی وی، خو د اوریدو له مخی د پردی شاته دری څلور ځواکمنو او بانفوذه علماوو ددی کار مخالفت کاوه، نور د قیادت غوڅ اکثریت موافق وو او دی .

نو زه  هیله لرم، او اټکل کووم چه:

 د علماوو په بله ورز غونډه کی به د (الامارة الاسلامیة ونظامها) د لیکوال ددی پوښتنی په ځوابولو سره چه ګویا ( عصری تعلیم فرض کفایی دی او دغه فرض د سړیو په تعلیم پر ځای کیږی نو ددی څه حاجت دی چه ښځی ورته له کوره بهر شی؟ ) هغه میکانیزم تصویب شی چه چارواکو یی همیشه د تیارولو وعدی ورکړی دی، او رسما به د ښوونځیو د بیا پرانیستلو نږدی نیټه اعلان شی.

 ددغی غونډی څخه ځما هیله او اټکل همدا دی، ځکه ځما په فکر حکومت ددی نه ستره ننګونه په مخ کی نه لری.

او که خدای مه کړه  دا موضوع بیا هم همداسی ګنګه او تشه وعده پاتی شی، دا به نو بیا د ولس پر مخ  دناهیلئ هغه درنه څپیړه وی چه خورا نامطلوبی پایلی به ولری.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک