No-IMG

غوره ټاکنه ده او مناسبه ټاکنه ده او حق ايله حقدار ته وسپارل شو !!!

هرې ډلې ته خپل غړي او ملګري داسې په تول برابر، وړ، بااستعداده، مناسب او پوه انسان ښکاري، څرنګه چې مور او پلار ته خپل بچي د نړۍ تر ټولو ښايسته اولاد ښکاري.

همدا وجه ده چې هيڅ په دنده مقرر شوي شخص ته نه په جمهوريت کې او نه هم اوس په امارت کې د هغه د ډلې ملګرو کمه نه ده ويلې/ليکلې، بلکې ځينې خو يې داسې افراطي ستاينه کوي، ته به وايې چې ياد شخص الله تعالی پيدا کړی هم د همدې پوسټ (دندې) د اشغال لپاره دی.

په هر حال دا هم زمونږ د افغانانو ازلي نيکمرغي ده چې په دندو تل اهل او مستعد کسان مقرر شوي دي، خو دا چې نتيجه بيا بيخي چا ته د ښودلو نه ده، نو دا به ممکن کوم امتحان وي.

جالبه دا ده چې زه د ډېرو ځوانانو په علمي استعداد، وطن پرستۍ او امانتدارۍ هغه وخت خبرېږم چې يو چېرې مقرر شي!

تاسو هم دغسې ياست او که يوازې له ما سره دغسې پېښېږي؟

مقرر شوی لا نه وي چې په فيسبوک کې يو شور جوړ شي هله مبارکي راکړئ عالَمه چې فلان، بستان او علان، د زمانې فیلسوف، د امت أمين، د هېواد عاشق او وغيره وغيره په فلانکي ځای کې مقرر شو...!

غوره ټاکنه ده او مناسبه ټاکنه ده او حق ايله حقدار ته وسپارل شو.

زه د هغو دوستانو په شخصيت طعن کول او يا يې تنقیص نه غواړم، بلکې فقط او فقط غواړم د يو چا د تقرر پر مهال دغه د تملق او چاپلوسۍ دود بايد بند شي. مونږ بې ځايه ستاينو او بې مورده إعجاب دې ځای ته رسولي يو چې دا دی حال مو ورځ تر بلې خرابیږي.

هيله ده هغه دوستان چې مقرر شوي دي، هغوی دې هم دا مسئله درک کړي چې دغه ډول تملقي او چاپلوسانه خبرې يې هيڅ درد نه دوا کوي، بلکې د خلکو توقعات ورته تر هغه اضافه کېږي؛ د کومو د پوره کولو چې دوی توان نه لري. او باور دې وکړي چې که سبا دوی له دندو ليرې شي، همدغه چاپلوسانه پوسټونه به د هغه چا په اړه هم کېږي چې د دوی پر ځايونو مقررېږي.

مينه او مننه

مشوره

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک