No-IMG

ورور حکمتيار د هېواد علمي، ادبي، سياسي او جهادي شخصيتونو سره وکتل

دوشنبه؛ د سرطان ۶مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن دوشنبه په څو جلا-جلا کتنو کې له ښاغلي عبدالله مؤمني (په هرات ولايت کې د «إنتشارات مؤمني» په نوم د مشهور خپرندويه مرکز مسئول)، له سياسي او ټولنيز فعال ښاغلي انجينير ګل‌آغا حسني صاحب‌زاده او همدا راز په ننګرهار کې د ح‌ا د ولايتي دفتر د أمير ښاغلي معلم عبدالعلي هدايت په مشرۍ د ياد ولايت له ګڼ شمېر جهادي قومندانانو، قومي متنفذينو او علماءو سره وکتل.

په دغو کتنو پر يو لړ مهمو سياسي، إجتماعي، أمنیتي او فرهنګي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار ياد پلاوي ته له هرکلي او ښه راغلاست وروسته د حزب اسلامي افغانستان  د نامتو غړي او مُجاهد ښاغلي اسدالله هارون د خلاصون په اړه وويل:

 الحمد لله چې ښاغلی هارون راخلاص شو، اوږده موده يې په زندان کې تېره کړه، تر هغه وړاندې د القاعده او داعش په‌شمول ټول زندانيان خوشې شوي وو، د خليل‌زاد په شمول دلته چې هر څوک راغلي د نوموړي د خلاصون په اړه مو جدي يادونه ورته کړې، خو متأسفانه چې هغوی تر پايه پر خپلو ژمنو وفا ونه‌کړه، د اإإ مسئولينو او پلاوو ته مو هم په وار وار ويلي وو، وروستي ځل هغوی ډاډ راکړ؛ چې امريکايانو وعده کړې، إن شاء الله خوشې کوي يې؛ چې الحمدلله نن ورځ يې موږ او تاسې د خلاصون شاهدان يو.

قدرمن مشر زياته کړه:

زندان يوه مدرسه ده، يو پوهنتون دی چې الله تعالیٰ د لويو لويو کارونو له‌پاره خپل منتخب کړي بنده‌ګان په کې روزي، کله چې الله تعالیٰ وغوښتل يوسف عليه السلام ته د أمورو واګې وسپاري، نو هغه يې زندان ته ولېږه، که څه هم هارون په جسمي لحاظ کمزوری شوی، خو په روحي لحاظ پياوړی ښکاري، إراده يې نوره هم مضبوطه شوې، د اإإ له مسئولينو مننه کوو او کور ودانی ورته وايو چې له هغه يې دروند استقبال وکړ.

نوموړي دا هم وويل:

که فعلي حکومت په واقعي ډول او په تمامه معنیٰ د يو إسلامي نظام د جوړېدو له‌پاره کار کول وغواړي، نو موږ يې په څنګ کې ولاړ يو، په بدل کې يې هېڅ نه‌غواړو، بسنه کوي چې واک د صالحو افرادو لاس ته ورشي، هغه زياتوي؛ موږ په دې باور يو چې د فعلي نظام په نېک‌نامۍ او بدنامۍ کې ورسره شريک يو، موږ که وغواړو، يا نه؛ خو نېک‌نامي او بدنامي مو سره شريکه او تړلې ده.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا چې ستر ستر آرمانونه مو پوره شوي، ناټو او امريکايي زبرځواک مات شو، واک او اقتدار د افغانانو لاس ته پرېوت، خو بايد متوجه وو؛ چې لا هم ستونزې شته، مات شوی دښمن په کمين کې دی، له شرارتونو لاس نه اخلي، د إمارت مسئولينو ته مو مشوره او توصيه داده چې ملت په تصاميمو کې شريک کړئ، څو نظام خپل وګڼي او دفاع يې وکړي، د ټولو ملي مسائلو په ارتباط د ملت روا غوښتنو ته بايد إعتناء وشي، ملي بيرغ، ملي سرود او ورته نور موارد چې انتخاب يې يوې درنې او ملي إجماع ته اړتيا لري، بايد او جداً رعايت شي، حکومت بايد د بهرني مشروعيت پر ځای ډېر تأکيد په داخلي مشروعيت وکړي، که يوازې همدغه مواردو ته د ديني او ملي ارزښتونو په رڼا کې توجه وشي، نو باور مو دادی چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې مو ټولې حلېدای شي.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک