No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک وايي، چې د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

: ‏کورنیو چارو وزارت د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانیو او کشفي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د کابینې د هغې پریکړې د تطبیق لپاره، چې ګنې په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، مارکیټونو، سرایونو او وسایلو کرایه او پلور منع دی، څارنه او مخنیوی وکړي.

‏یاد وزارت وايي، چې د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره د قانون مطابق سخت چلند وکړي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت وايي، د تخنیکي ټیم د معلوماتو له مخې د کابل ښار کارته پروان سیمه کې پر درمسال د وروستي برید د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره ۷۵ لکه افغانۍ نغدي مرسته شوې.

: ‏امریکایي چارواکي او طالبان د افغانستان د غصب شویو ارزي ذخایرو په اړه خبرې کوي.

د ‏واشنگټن پوست د راپور له مخې د بایډن اداره غواړي څو په افغانستان کې د لوږې او اقتصادي ناروین د مخنیوي لپاره د افغانستان بانک د کنگل شویو ارزي ذخایرو څخه داسې کار واخیستل شي چې یاد ذخایر د طالبانو لاس ته ورنشي او کنټرول پرې ونلري.

‏هممهاله د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امیر خان متقي په مشرۍ د افغانستان بانک او د مالیې وزارت د مسولینو‌ پلاوي قطر ته سفر وکړ چې هلته به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانگړي استازي او‌ د خزانې وزارت له چارواکو سره پر بانکي او سیاسي مسایلو خبرې وکړي.

: ‏باختر خبري اژانس ویلي، د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر د دیني علماوو لويې غونډې ځای ته تللی او د غونډې ښه والي لپاره يې مسوولانو ته لارښوونې کړې دي.

ټاکل شوې، په کابل کې د دیني علماوو ستره غونډه سبا (پنجشنبې) ورځ پیل شي، چې پکې به ګډونوال پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

: ‏د رئیس الوزراء مرستیال ملاعبدالسلام حنفي وايي، چې د «افغانستان د علماوو لویه غونډه» کې به دیني عالمان او قومي مخور د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په اړه پرېکړې او بحثونه وکړي.

: ‏د افغانستان د علماوو لویه غونډه سبا پنجشنبه پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې  جوړیږي.

د رئیس الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي او د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د دیني علماوو لویه غونډه د پنجشبې په ورځ پيلیږي.

‏دوی زیاته کړه، چې د علماوو لویې غونډې د جوړېدو لپاره نظامي کمېټه، د تشریفاتو کميته، مالي او فرهنګي کمېټې تشکیل شوې دي.

دوی همداراز څرګنده کړه، چې د علماوو لویې غونډې د ګډونوالو راتګ به نن هم دوام ولري.

: ‏د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په انلاین ډول ناسته شوې، چې پکې پر بشري مرستو، اقتصادي بیارغونې، افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې او د نیمګړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.

: ‏یک دختر ۱۶ ساله در تخار خودکشی کرد.

مقام‌های محلی ولایت تخار می‌گویند صبح امروز یک دختر شانزده ساله در مرکز ولسوالی اشکمش این ولایت با شلیک گلوله به زنده‌گی اش پایان داد.

ملا لعل محمد زرقاوی، ولسوال اشکمش علت خود کشی این دختر را خشونت‌های خانواده‌گی خوانده است.

: ‏د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د هلمند د کجکي بند برېښنا له کندهار ښار سره وصل شوې ده. ځايي چارواکي وايي، له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا مزي رغولو چارې چې څه باندې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې نن بشپړې شوې دي.

: ‏امریکا بر ۷۰ شرکت تحریم‌های تازه وضع کرده است.

وزارت خزانه‌داری امریکا در اعلامیه‌ی نگاشته است که واشنگتن بر ۷۰ شرکت و ۲۹ شخص تحریم‌های تازه وضع نموده که میان آن شرکت دفاعی روسی بنام روستیک نیز شامل می‌باشد.

هدف از این تحریم‌ها تضعیف ساختن روسیه در ساخت‌وساز سلاح خوانده شده است.

: ‏بلغاریا حدود ۷۰ دیپلومات روسی را از خاک آن کشور اخراج می‌کند.

کریل پتکوف، نخست وزیر بلغاریا می‌گوید که بر بنیاد شواهدی به دست داشته شان دیپلومات‌های مذکور ماموریت جاسوسی را انجام می‌دادند.

‏مقامات بلغاریایی گفته اند که از این افراد در قبال امنیت داخلی شان احساس خطر می‌کنند و در اوایل ماه جولای آنان را به مسکو می‌فرستند.

: ‏از اثر آتش‌سوزی در کلمبیا ۵۱ زندانی جان باخته است.

بر بنیاد گزارش‌ها؛ در جنوب غرب کلمبیا در یک زندان حین اعتراض آتش‌سوزی صورت گرفته که در نتیجه ۵۱ زندانی جان باخته و ۲۴ تن دیگر زخم برداشته است.

‏مسوولین گفته است، رویداد هنگامی رخ داد که زندانیان معترض به هدف جلوگیری از پیش‌آمد پولیس دست به آتش زده بودند.

: ‏کاناډایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په لویدیځ کې له یو بانک څخه د غلا پر مهال دوه غله وژل شوي دي. د کاناډا د سانیچ سیمې د پولیسو مشر ویلي چې درېیم شکمن غل تر اوسه پورې نادرکه دی او دوی یې د پیدا کولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي.

: ‏د کانونو وزارت ویاند عصمت برهان:

نه د پاکستان حکومت او نه هم ددغه هېواد له کومې کمپنۍ سره د ډبرو د سکرو د صادراتو کوم تړون لرو.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې کابل نه په کلدارو ارزانه کویله راروانه ده چې د کال ۲،۲ میلیارده ډالر بچت په کې کوو.

: ‏ایرانی ولسمشر د پاکستاني ځواکونو د ګډې قومندانۍ مشر ندیم رضا ته:

په کابل واکمن دې د پراخ بنسټه حکومت په تشکیل ثبات او پراختیا ته لاره پرانیزي.

: ‏د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان آی او ایم:

له ۲۰۱۴ نه تر اوسه ۵۰ زرو نه زیات انسانان امریکا او اروپا ته د قاچاقي تګ په هڅه کې مړه شوي دي.

وایي، تر ټولو خطرناکه لار د روم سمندر ده چې ۱۹ زره ځوانۍ یې خوړلي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجکي سیال امام علي رحمان سره تر لیدنې وروسته ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د وضعیت د عادي کولو لپاره هر ډول هڅې کوي.

‏پوتین ویلي چې تاجکستان په افغانستان کې وضعیت په ښه ډول ارزولی شي او کولای شي تشخیص کړي چې څه باید ترسره شي څو سیمه باثباته وي او هیچا ته ترې خطر متوجه نشي.

پوتین همداراز ویلي چې روسیه غواړي په افغانستان کې ټول قومونه د دې هیواد په چارو کې ونډه ولري.

: ‏ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلینډ له غړیتوب سره موافقه وکړه. د ناټو سرمنشي د هسپانیې په سرمشریزه کې د ترکیې دا فیصله اعلان کړه. تر دې مخکې ترکیې په ناتو کې  د دغو دوو هیوادونو غړیتوب پدې دلیل ویتو کړی و چې گواکي دوی د کردانو د سازمان PKK ملاتړ کاوه.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي، په افغانستان کې د روان وضعیت مسوولیت د امریکا او ناټو په غاړی دی، ځکه په دغه هېواد کې يې د خپل شل کلن حضور پرمهال یوازې ورانۍ او وژنې کړې دي.

‏ابراهیم رئیسي په افغانستان کې پر دایمي ثبات ټینګار کړی او وايي، دغه هېواد کې د یوه داسې حکومت غوښتوونکي دي، چې ټول لوري پکې ګډون ولري.

: ‏د هند د اقلیتونو ملي کمېسیون په یوې اعلامیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د سیکهانو او هندوانو د مذهبي ځایونو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي او په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

‏افغانستان کې د سیکهانو او هندوانو د مذهبي ځایونو پر خوندیتوب داسې مهال ټینګار کېږي، چې موده وړاندې د کابل کارته پروان سیمه کې د سیکهانو پر درمسال برید شوی و، چې داعش ډلې يې مسوولیت په غاړه اخیستی و.

: ‏ایمانویل مکرون غافل از موجودیت مایکروفون به جوبایدن از کمبود نفت شکایت میکند. او در حاشیهٔ اجلاس G7 به بایدن میگوید کشورهای دیگر جای نفت روسیه را پُر کرده نمیتوانند و عربستان سعودی نیز قادر به بالا بردن صادراتش در زمان اندک نیست.

: ‏د اروپايي ټولنې غړې هانا نیومن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لويې جرګې تالار کې له ښځو پرته د ا.ا غونډې مشروعیت نه لري.

نوموړې ویلي، له داسې غونډو باید ښځې محرومې پاتې نه شي او باید ورته راوبلل شي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره یا یوناما په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو له امله د ملکي تلفاتو، د خلکو بې ځایه کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو د راپورونو په اړه اندېښمنه ده.

: ‏ناټو په رسمي ډول فینلنډ او سویډن ته بلنه ورکړه څو د دې سازمان غړي شي.

تر دې مخکې ترکیې په ناټو کې د سویډن او فینلنډ له غړیتوب سره موافقه کړې وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک