No-IMG

آیا ښځینه عالمانې لرو؟

محمد اياز ترنک

 

د زاړه امارت تر سقوط دوې میاشتې وروسته مې په کابل کې د ام المومنین حضرت عایشې رضی الله عنها په نوم د نجونو دیني مدرسه جوړه کړه، په لومړیو کې ډېرې سختۍ وې، د ښځینه استادانو د کمښت تر څنګ ځینې خلک د مدرسې جوړولو مخالفت کاوه، ویل: له طالبانو خلاص شوو اوس طالبانې په څټ کې را سپروئ.

په هر صورت د الله جل جلاله مرسته وه چې د ستونزو غوټې یوه په بلې پسې خلاصې او ورو ورو له نورو هېوادونو څخه داسې ښځینه عالمانې راغلې چې په بهرنیو مدرسو کې دیني زده کړې کړې وې. په وروستیو کې مدرسې دومره وده وکړه چې نږدې نهه سوه شاګردانې او پنځلس دیني استادانې یې درلودې.

زما د مېرمنې په ګډون په دوی کې ځینې داسې عالمانې هم وې چې قران کریم یې حفظ، د حدیثو او تفسیر دورې یې کړې او زموږ تر ځینو کلیوالو ملایانو ډېرې ښې په عربي پوهېدلې. په مدرسه کې دارالافتاء هم وه، چې د شاوخوا سیمې ښځې به ورته راتلې او دیني مسائل به یې پوښتل.

په افغانستان کې داسې ډېري ښځینه مدرسې وې، چې ګڼ شمېر نجونې ترې فارغې او سلګونو ښځینه دیني عالمانې ورکې په تدریس لګیا وې. د دومره ډېرو ښځینه عالمانو پر موجودیت سترګې پټول او مطلق حکم کول چې موږ په افغانستان کې ښځینه دیني عالمانې نه لرو، یو ډول بې انصافي او د هغو مسلمانو خویندو احساسات ځپل دي چې کلونه کلونه یې خپل خوږ عمر د دیني علم پر زده کړه لګولی دی.

موږ ښځینه دیني عالمانې لرو، خو غم دا دی چې دیني مشورې ورسره نه کېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک