No-IMG

د کندهار د نارنج تاریخي ماڼۍ مه نړوئ!

عبد الباري جهاني

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي امارت درنو مشرانو السلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ.

خبر سوم چي د کندهار د نارنج  تاریخي ماڼۍ، او یا یې کومه برخه، نړول کیږي او پر ځای باندي یې مدرسه جوړیږي.

درنو مشرانو! زه یقین لرم چي تاسي به د دې تاریخي ماڼۍ په کلتوري او  تاریخي اهمیت پوهېږئ. دا یوه عادي تاریخي آبده نه بلکه د افغانستان د ناموس او آزادۍ څخه د دفاع یو ستر سنګر دی. دې تاریخي ماڼۍ یو وخت له افتخاره د ډک مورچل حیثیت درلود. د مغولو، صفویانو او د نادرشاه افشار په څېر فاتحانو او یرغلګرو په مقابل کي زموږ د درنو او ویاړلو اولسونو د ناموس څخه د دفاع مورچل وو.

تر دې ټولو خبرو چي را تېر سو؛ د نارنج ماڼۍ یوه تاریخي آبده ده. هغه یوه عادي کنډواله نه ده چي څوک یې په بولدوزرانو ونړي او پر ځای باندي یې یا مدرسه او یا یوه شخصي بنګله ودروي. هغه یوه آبده ده او تاسي ته په کار وه چي په دې آبده کي مو علمي او تاریخي پلټني کړي وای او د دې ماڼۍ هغه اهمیت مو، چي ښايي تر اوسه پوري به لا نه وو څرګند سوی، خپلو اولسونو او بهرنیانو ته ښودلی وای.

درنو مشرانو! تاسي د ودانیو، مدرسو او جوماتونو د جوړولو لپاره د کندهار په هره برخه کي شاړي مځکي لری. هره وداني چي په نظر کي لری لطفاً یې هلته جوړه کړی. د وطن له تاریخي افتخاراتو سره ټوکي مه کوی. ستاسي دغه کارنامې راتلونکو نسلونو ته پاتیږي. پرېږدی چي اقدامات او کارنامې مو د راتلونکو نسلونو لپاره پند سي نه دا چي، خدای مه کړه، د عبرت سبب وګرځي.

زه د یوه شاعر او لیکوال او یوه فرهنګي په حیث، سخت خواشینی یم. کوښښ وکړی چي خپل سپین ږیري او د وطن خواخوږي خواشیني نه کړی.

و ما علینا الّاالبلاغ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک