No-IMG

د افغان تاريخ د پاره بد زيری

لطفآ دغه موضوع رسنیزه کړي، ګوندي د چاروتکو ډبرین زړه ته لار وکړي او ددې تاریخي جرم مخه ونیول سي!!!

له څو ورځو اوازه وه چي د کندهار د ميرويس نيکه د کورنۍ دربار [نارنج تاريخي ماڼۍ] کي يوه ډله پر خپل سر مدرسه جوړیږي، د بده مرغه دغه خبره رشتيا سوه او د ازادۍ راډيو خبريال صادق رښتيني په يوه راپور کي ليکي:

"ازادي رادیو د کندهار د زاړه ښار له سیمي داسي انځورونه تر لاسه کړي چې ښکاري د دې تاریخي ودانۍ په ساحه کې د یوې مدرسې د جوړیدو چاري روانې دي.

په کندهار کې ط الب چارواکې په دې اړه په رسمي ډول څه نه وایي، خو یوې سرچينې ازادي رادیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا مدرسه د ط البانو د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکې په امر جوړیږي.

د نارنج ماڼۍ چې د سکندر مقدوني د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې تاریخي قدامت یې ۲۳۴۳ کاله ته رسیږي.

د تاریخ پوهانو په وینا دا ماڼۍ چې په لومړیو کې د مقدوني سکندر پوځی اډه او وروسته په شاهي دربار بدله شوه، د هوتکیانو د حکومت پرمهال ادبي دربار وو".

دا ماڼۍ د هوتکیانو تر مهاله جوړه وه ددې دورې وروستي پاچا شاه حسین هوتک هم کاروله. وايي دلته به شاعرانو ادیبانو اونیزي مشاعرې او د کره کتني غونډې کولې، ارواښاد پوهاند حبیبي پټه خزانه هم د همدغه مهال زیږنده ګڼي.

منډيګک تاريخي بنسټ له مرکزي او ولايتي ادارې څخه ددې کار درېدل او له دې ځايه بل مناسب ځای ته د مدرسې بدلېدل ددې تاريخي ودانۍ د تخريب مناسبه لار بولي، په دې هيله چي دولتي ادارې ژر متوجه سي.

لطفاً د تاريخ ددې سترې ودانۍ چي بايد يونيسکو ئې د نړۍ په مهمو ودانيو کي وشمېري؛ په ژغورولو کي مرسته وکړئ!!!

Please share this topic !!!

Bad news for the history of Afghanistan:

A few days ago, it was rumored that a group led by Mirwais Khan Hotak [Orange Palace] was building a madrassa in Kandahar, but unfortunately this order was fulfilled.

The old city of Kandahar is located on the eastern side of Mount Sarpoza, which is still in ruins. The Orange Palace was built about 2300 years ago during the reign of Alexander the Great.

Manchari, the poet of Ghazni, remembers the old Kandahar city more than a thousand years ago.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک