
ورور حکمتيار د هېواد له متعهدينو، فرهنگي، تعليمي او جهادي شخصيتونو سره وکتل
پنجشنبه؛ د سرطان ۹مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د ترکيه مېشتي متعهد مشر حاجي صاحب عبدالربي قریشي، له لندن مېشتي مُتعهد او فرهنګي شخصیت ښاغلي عبدالحکيم دولتزي، د حزب اسلامي د حمايه قطعې له قومندان ښاغلي حاجي اسلام الدين، د إسلامي پوهنتون له رئيس ښاغلي احمد ذکي، د ياد پوهنتون له علمي مرستیال ښاغلي محمد عارف ملکيار، د بريا نړيوال ټلويزيون له مالي او إداري مدير ښاغلي ډاکټر لطيف الله صادق، د کاپيسا ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي قمرالدين او دغه راز د کابل ولايت د مشهور جهادي شخصیت حاجي محمد هاشم کاکړ په مشرۍ له يو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل.
په دغو کتنو کې پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، إجتماعي، فرهنګي او دعوتي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.