No-IMG

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د لویې جرګې خیمې شاوخوا د خال خال ډزو تر اورېدل کېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې امنیتي ځواکونو پر یوه شکمن ځای ډزې کړې او د غونډې په شاوخوا کې هیڅ ستونزه نشته.

نوموړي ویلي، وضعیت کنټرول دی او څوک دې اندېښنه نه کوي.

: ‏د ا.ا ځواکونو نن د لویې جرگې تالار ته نږدې ۳ وسله وال بریدگر وژلي او یو بل یې نیولی دی.

د سرچینو په حواله؛ دغو وسله والو د پولي تخنیک پوهنتون مخامخ بلاکونو ته تر ننوتلو وروسته د ا.ا پر ځواکونو د لاسي بم برید کړی و.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې امکان لري شیخ هبة الله د دیني علماوو لویه غونډه کې ګډون وکړي.

: ‏ملا محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د علماوو لویې غونډې ته:

پر افغانستان د اسلامي امارت د ولکې شاوخوا یو کال اوړي خو تر دې دمه نه کوم اسلامي هېواد په رسمیت پېژندلي یو او نه هم غیر اسلامي.

:‏ د علماوو په نننۍ غونډه کې د بامیان ولایت استازي او دیني عالم سید نصرالله واعظي له ا.ا په جدي توګه غوښتنه وکړه څو د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې پرانیزي.

نوموړي وویل چې بهرنیانو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او د وتلو پرمهال یې هوایي ډګر کې د افغانستان بیت المال او الوتکې تخریب کړې.

 ‏د علماوو په غونډه کې سید نصرالله واعظی د نجونو پر مخ د تعلیم د دروازو د پرانیستل کیدو غوښتنه وکړه.

: ‏مولوي مجیب الرحمن انصاري د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې:

په افغانستان کې د اوسني امنیت ساری په ټوله نړۍ کې نه لیدل  کیږي، اوس مهال په کار ده چې ټول په ګډه د نظام د بقا لپاره کار وکړو.

د علماوو غونډه دې داسې فتوا ورکړي؛ څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې دریږي، باید سر یې له تنې جلا شي او له منځه یوړل شي.

: ‏د افغانستان د دیني علماوو لویې غونډې مشر مولوي حبیب الله حقاني د خپلې وینا پر مهال د خپلمنځي مخالفتونو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اسلامي امارت چارواکي دې یووالی ټینګ وساتي او په خپل منځ کې ټولو لویو او کوچنیو مخالفتونو ته د پای ټکی کېږدي.

: ‏د افغانستان د علماوو لویه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په وینا سره پیل شوې ده.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې رئیس الوزراء د خپلې وینا په ترڅ کې د اوسني حاکم اسلامي نظام پر تقویې ټینګار کړی دی.

‏د علماوو په دې ناسته کې د ټول افغانستان څخه ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مخورو برخه اخیستې ده.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د دیني عالمانو په ناسته کې ویلي، اسلامي امارت هر ډول مشورې ته چې نظام پیاوړی کوي، اړتیا لري.

‏ښاغلي مجاهد زیاته کړې، هغه مشورې چې د شریعت پر بنسټ وي، د منلو وړي دي او دیني عالمان کولای شي په جرات سره مشورې ورکړي، څو د اسلامي امارت پالیسي پیاوړې شي.

د هغه په خبره، نظام به د دیني عالمانو تر سرپرستۍ لاندې وي او دا نظام نه غواړي چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن واوسي.

: ‏پس از پایان نشست عالمان دین در روز نخست، آقای مجاهد در یک نشست خبری حاضر شد و گفت که این نشست براساس خواست عالمان دین برگزار شده و اجندای نشست هم مربوط به اشتراک کننده است.

: ‏عبدالسلام ضعیف، یک تن از اشتراک‌کننده‌گان نشست عالمان دین در تویتی نگاشته است که صدای شلیک‌ سلاح‌های سبک و دست‌کم سه شلیک سنگین در جریان این نشست شنیده شد، اما هم اکنون وضعیت عادی است.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه ټویټ له لارې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د امریکا نږدې ۵۵ مېلیونه ډالرو له بشرپاله مرستو هرکلی کړی او له امریکا یې غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې راخلاصې کړي.

: ‏حسین لطفی، تکواندوکار افغان در رقابت آزاد کوریایی جنوبی حریفان فرانسوی و هندی اش را شکست داد.

مسوولان فدراسیون تکواندو می‌گویند که آقای لطفی با کسب این دو پیروزی، به مرحله یک چهارم نهایی راه یافته و قرار است با حریف کوریایی‌اش رقابت کند.

: ‏مقام‌های محلی در ولایت نیمروز می‌گویند که یک کودک افغان در نتیجه تیر اندازی نیروهای مرزی ایران در مربوطات گذرگاه پل ابریشم این ولایت زخم برداشته است.

ملا محمد ابراهیم هیواد، قوماندان کندک پنجم سرحدی ولایت نیمروز  می‌گوید که این کودک در حال جمع‌آوری زباله بوده است ‏به گفته او، کودک زخمی شده در شفاخانه ولایتی زرنج تحت تداوی قرار دارد.

از سوی هم ایران ادعا می‌کند که یک نیروی انتظامی این کشور توسط سربازان امارت اسلامی کشته شده است.

‏مقام‌های محلی نیمروز اما این ادعای ایران را رد می‌کنند.

به گفته مقام‌ها، در روزهای پسین هیچ رویداد امنیتی در مرز با ایران رخ نداده است.

: ‏ذبیح الله مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نجونو زده کړې مهمې دي او دا ستونزه حل ته اړتیا لري. د مجاهد په خبره افغان حکومت په دې لټه کې دی چې ژر تر ژره د ستونزې حل ته لار پیدا کړي او په خبره یې دا د میلیونونه نجونو د راتلونکې او برخلیک مسئله ده.

: ‏د ا.ا د سترې محکمې رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني په کابل کې د عالمانو سترې غونډې ته ویلي چې دا د ټولو عالمانو مسوولیت دی چې په خپلو جوماتونو، کلیو، مدرسو او هر ځای کې خلکو ته ووایي چې د اسلامي نظام مخالفت ناروا عمل دی چې باید ځای ترې وساتي.

: ‏د کندهار ولایتي اداره:

پاکستاني لوري سره پرېکړه شوې دغه هېواد ته د اختر د قربانۍ ۴۰ زره پسونه صادر شي.

وایي، پاکستان به هره ورځ ۱۵۰ بې اسناده کسانو ته د اوښتو اجازه هم ورکوي چې ۵۰ به په کې درملنې ته روان ناروغان وي.

: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: ‏د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې  د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

‏په دغه ناسته کې چې د افغانستان بانګ او ماليې وزارت لوړ رتبه مسؤلین شامل وو له امریکايي لوري سره پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر امریکايي پلاوي ته  په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو ‏معلومات وړاندي کړل او د افغانستان وضعیت یې د امنیتي پلوه فوق العاده ښه او مثالي وباله. محترم متقي د امریکا له وروستۍ ۵۵ میلونه بشري مرستې چې له زلزله ځپلو سره یې اعلان کړې مننه وکړه او  یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او ‏پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي تر څو وکولای شو پرمختګونه ولرو.

محترم مقتي د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چې نوی حکومت پر کړو ژمنو ولاړ دی او ‏هیڅ چاته  اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو په ضرر استعمال کړي، متقي د افغانستان سرحدات د حکومت په کنټرول کې او خوندي وبلل.

د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې غواړي د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات ‏غوښتونکي دي. ښاغلي ویسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې او شفافې توزیع ستاینه وکړه او یو مثبت پرمختګ یې وباله،امریکايي استازې همدا رنګه وویل چي په افغانستان کې د مسلح مخالفت ملاتړ نه کوي او  مخالفت یې د افغانستان په زیان وباله. ‏دغه زار په ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شوې شتمني په تړاو د خپل حکومت د عدليې وزارت او قانون پوهانو سره د کړو خبرو اترو یادونه وکړه.

‏باید وویل شي چې د ترسره شویو دوه ورځنیو ناستو په ترڅ کې د مخدره موادو د مخنیوي، بدیل معشیت، او معتادینو د درملنې په تړاو هم مثبتې او مفصلې خبرې وشوې، د وروستۍ ناستې په پای کې ښکېلو اړخونو له مجلس څخه خوښي وښوده او په راتلونکي کی یې د دغه ډول ناستو په تداوم هوکړه وکړه.

: ‏بریټانیا: اوکراین سره ۱ میلیارد پونډه نوره نظامي مرسته کوو.

: ‏په بهرنیو چارو کې د پاکستان د حکومت سلاکاره حنارباني کهر: پر افغانستان باید لګېدلي بندیزونه کم شي.

: ‏د ایران انتظامي قومنداني: غیر قانوني افغانان چې ځانونه یې په ټاکلې نېټه ثبت نه کړل، سر له شنبې به په زور وشړل شي.

: ‏هند له افغانستانه د سیکانو په ایستلو پیل وکړ.

تازه یې ۱۱ کسانو ته ویزې ورکړي او نن یې پرواز کړی دی.

په دې کسانو کې د هغه سیک هیوادوال د کورنۍ غړي هم دي چې څو ورځې وړاندې د درمسال حمله کې ووژل شو.

: ‏د اوکراین ولسمشر زیلنسکي: روسانو سره جګړې او موډرنو توغندیو لرلو لپاره د میاشتې پنځه میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو.

: ‏ملګري ملتونه:

د سوریې ۱۰ کلنه جګړه کې ۳لکه کسان وژل شوي، ۱۳ نیم میلیونه بې کوره شوي او ۱۱ میلیونه انسانان یې عاجلو نړیوالو مرستو ته اړ دي.

: ‏سوریه لوهانسک و دونسک، جمهوریت‌های شرقی اوکراین را به رسمیت شناخته است.

در پی این اقدام سوریه رییس جمهور اوکراین ولادیمیر زیلنسکی هر نوع رابطه دیپلوماتیک با سوریه را تحریم کرده است.

: ‏یمن کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د یمني رسنیو راپور له مخې؛ د لهاج ولایت امنیه قوماندان صالح السعید پر کاروان برید شوی چې له کبله یې د یوه پوځي په ګډون شپږ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

یمني چارواکو ویلي، تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

: ‏جورجیا کې د سیلانیانو لپاره الماس پل پرانیستل شو.

هلته د څالکا سیمې په داشباشي دره کې د غرونو تشې تر منځ د زړورو سیلانیانو او پلي کسانو لپاره الماس پل پرانیستل شوی، چې ځینې برخې یې په ښيښه پوښل شوې دي.

یاد پل ۲۴۰ متره اوږدوالی لري او له ځمکې ۲۸۰ متره لوړ رغول شوی دی.

: ‏اوکراین ۱۴۴ زندانی را با روسیه تبادله کرد.

وزارت دفاع می گوید ۹۵ تن از بازداشت شده‌گان سربازان اوکراینی هستند که پس از محاصره طولانی در کارخانه آزوف ستیل توسط نیروهای روسیه بازداشت شده اند.

این وزارت زمان و مکان این تبادله را بیان نکرده است.

: ‏بیش از ۱۰۰ تن در سوریه کشته شده است.

سازمان ملل می‌گوید، به شمول زنان بیش از ۱۰۰ تن در کمپ الهول سوریه کشته شده است.

سازمان ملل افزوده است که اکثر کشته شده‌گان خارجی‌ها هستند.

: ‏کاپیتان تیم کریکت انگلستان با بازی‌های جهانی کریکت خدا حافظی کرد.

ایون مورگن ۳۵ ساله می‌گوید، پس از این در بازی‌های جهانی کریکت سهم نمی‌گیرد.

مورگن در ۱۲۶ بازی کاپیتانی تیم کریکت انگلستان را به عهده داشته که از این جمع ۷۶ بازی را به سود تیم‌اش به پایان رسانیده است.

: ‏الجزیره لیکي چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي، خو میلیونونه افغانان یې له لوږې سره مخ کړل.

: ‏سیګار یو ځل بیا له امریکایي حکومت غوښتي چې د افغان جګړې او هلته د حکومت د سقوط حقایق دې نه پټوي.  فوربس د سیګار  ادارې له قوله ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورسره د راپورونو په جوړولو او د سقوط او تخلیې ماموریت اړوند معلومات نه شریکوي.

: ‏یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي. یونسیف وایي چې په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.

: ‏د امریکا او ایران غیر مستقیم مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې پای ته رسېدلي دي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، لکه اروپايي ټولنه چې هیله منه وه مذاکرات هومره ښه مخ ته لاړل نه.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال وایي چې په سوریه کې روان وضعیت له ترهګرو سره د امریکا د اړیکو جوړولو د هڅو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دا پوځي ایتلاف له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي له روسیې سره مخامخ کېدو ته په چمتووالي بوخت وو.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې له افغان لوري سره د مذاکراتو پيل په دې مانا نه دی چې دوی په رسمیت پېژندل کېږي خو مذاکرات او پالیسي به دوام کوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغان خاورې تېره ورځ د دوی پر یوه سرتېري ډزې شوې او وژل شوی دی. ددغه وزارت  ویاند وایي چې افغان لوری دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د دوام لپاره هڅه وکړي او په خبره یې د ایراني عسکر وژونکی دې محاکمه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک