No-IMG

شپیته اویا کلونه کیږي چې پهٔ وطن کې د یوو حکومت پښه نهٔ دهٔ ټینګه شوه

کهٔ وووایم چې د دوی لهٔ خاندانه یې راتاو کړم بیا به وایئ چې دعلما وو توهین یې وکړ اوکه نه وایم بلاګی (شوګر )مې جګیږي.

وا خدای مو پهٔ خوني او بادي بواسېرو مبتلا کړه دحکومت پهٔ وړاندې چې هرڅوک مسلحانه بغاوت وکړي مرګی یې رواده کهٔ کفري حکومت وي اوکهٔ اسلامي، ښهٔ وي اوکهٔ بد .

کهٔ رښتیا دنظام خوا خوږی یې داسې ورته ووایه. چې:

شپیته اویا کلونه کیږي چې پهٔ وطن کې دیوو حکومت پښه نهٔ دهٔ ټینګه شوه ، ته هسه وکړه چې د دغه تور تکرار مخه ونیسې کوشش وکړه چې سل یو نیم سل کاله دې حکومت دوام وکړي.

دا ورته ووایه چې د ښځینه خبریالانو د ماسک پهٔ موضوع کې تیر وتلي یاست .

پهٔ بازارونو کې یې مخ لوڅ دی پهٔ پارکونو لهٔ یوې نېمې ټیکری هم پرېوزي.

د انټرنټ او فسبوک پهٔ زمانه کې څوک د خبریالې د مخ کتلو ته وزګار نه دي.

د ملایانو سره چاپلوسي نه بلکې استغنی او بغاوت خوند کوي.

د دفاع ځوان وزیر صیب وفرمایل؛ موږ ته مشوره راکړئ چې دنیا مو څنګه پهٔ رسمیاتو وپېژني

مولوي صیبه !کوربان دې شم، بلا دې د حکومت ټولو دښمنانو ته ورپهٔ سرشه رب دې سل کلن کړه

خو داسې مشورې لهٔ دیني علما وو مه غواړه تا چې کومه پوښتنه کړې جواب یې نهٔ پهٔ قدري کې شته نه کنز کې ولا که یې د مطول پهٔ حاشیو کې هم څوک پیدا کړي.

سیاست پوهان به دې درغوښتي ؤ چې جواب یې درکړی وای.

لنډه داچې ولا که مې یوه وینا هم خوښه شوې وي

الله مو راوله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک