No-IMG

د خپلې ځوانۍ د پيل راهيسي په خپلو اخلاقو کار کول پکار وي

سپک عادتونه ، سپک اخلاق ، بي غيرته خلصتونه ، مړې سترګې ، وګي سترګې، خير ګرې سترګې، مطلب پرسته طبيعت، وچه حوصله او خوشک ذهنيت  دا ټول هغه صفات دې چې د يو ځوان شخصيت کوږ او کمزوری جوړوي، دا صفات د خلکو په زړونو کې ستاسې وقار کموي حيثيت مو صفر کوي او کله نه کله انسان د جرم مرتکب کوي .

شايد د دې په نقصان انسان لنډمهاله پوهه نشي خو اوږدمهاله ژوند لپاره ډېر مضر وي .

د دې مقابل کې ښه صفات ستاسې شخصيت جوړولی شي ،شايد تاسې پرې يو کال نيم کې پوهه نشئ خو ستاسې په ژوند کې ضرور دسې وخت راځي چې تاسې ته فايده درکړي .

لکه مثال : وسيع طبيعت ، خدمتګار طبيعت ، پاک ستره اوسېدل ، احترام کول ، د مشر او کشر سره د خبرې انداز پيژندل ، موړ طبيعت ساتل (خير ده يوه ورځ يې غوړه مه خوره خو خپل حيثيت پرې مه وژنه ) ډېرې طمعې نه کول ، زياتې ټوکې ټکالې نه کول ، بې ځايه خبرې نه کول ، په خپل مزاج کې خاموشي پيدا کول ، ملګرو سره هر وخت غيږې نه باسل ، وسيع مزاج لرل ، حوصله غټول ، په خپل طبيعت جبر کول ، د زړه له اخلاصه سخاوت کول او چې وس مو وي په هوټل کې د پيسو په کاته کې ځان سست سست نه کول ) دا ټول به ستاسې په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راولي او په مستقبل کې به تاسې ته پکار راشي .

په الله به هم ګران شئ او د الله په بندګانو به هم ګران شئ ‌.....!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک