No-IMG

وطندوسته مشران!

اسدالله مبارز

 

د امريکا (United States Department for Justice) پر 28 شمالي کوريايي او 5 نفرو چينايي کسانو باندې د پيسو وينځلو (Money Laundering) تور پورې کړ. امريکا پخپل راپور کې کاږي چې شمالي کوريا د چين پر مټ کوشش کوي چې خپل اټومي پروګرام ته پيسې له دې لارې پيداکړي.

شمالي کوريا ډير عجيب ملک دی, ډير نادر ډول حکومت او نظام لري خو يو شی چې زه يې پکې وينم هغه د وطندوستۍ فوق العاده احساس دی. تاسې يې دغه احساس د دوی د اټومي پروګرام څخه قياس کړئ.

شمالي کوريا په 2006 کال کې د اټومي پروګرام لومړۍ ټيسټ وکړ, له اعلان سره سم پرې امريکا او ملګرو ملتونو اقتصادي بنديزونه ولګول خو دوی بيا دوام ورکړ. په 2009, 2013, 2016 او 2017 کلونو کې يې بيا ټيسټونه وکړل. بالاخره پرې د اوباما ادارې سخت بنديزونه ولګول چې يو يې پرې د تيلو بندول ول. د  The Guardian د راپور له مخې هيڅ هيواد نشوای کولې چی شمالي کوريا ته دې تيل صادر کړي.

شمالي کوريا په شا نشوه, د Business Insider د 2018 کال د راپور په حواله دوی د پيسو انټرنيټي غلا (Cyber Warfare) ته لاس واچول چې پر مټ يې څو تکړه هيکرانو د کرپټوکرنسي (ډيجيټلي روپيو) روپۍ لاسته راوړي, له دې ورهاخوا يې د بنګله ديش مرکزي بانک, د هندوستان کاسموس بانک او د چيلي د ATM پر شبکه يې انټرنيټي بريد وکړ. د Forbes يوه راپور په حواله شمالي کوريا نږدې 670 ميليونه ډالر د انټرنيټي غلا په واسطه خپل اټومي پروګرام لپاره ترلاسه کړي.

او اوس يې تازه د امريکا د راپور له مخې 2.5 ميليارده ډالر د چين په مرسته د شيل کمپنۍ د فعاليت پيل کولو څخه لاسته راوړل. له امريکا يې لار ورکه کړې, د ټرمپ ادارې تازه د نومونې او شرمولو (Naming and Shaming) ستراتيژي څخه کار واخيست. له يادې ستراتيژي له مخې د پيسو وينځلو په تازه واقعه کې د ملوث خلکو نومونه رسوا کېږي چې آينده کې ترې بانکونه او مالي ادارې د کار کولو څخه ځان وساتي.

زه نه وايم چې شمالي کوريا سم يا غلط کار کوي خو د وطن پخاطر روان کړی کار لپاره ددوی هڅې او تر بنديزونو سربېره هم پر مخ بيول ډير جالب دي.

پرمختللي هيوادونه هسې پرمختګ نه دی کړی بلکې په راس کې يې دغسې وطن ته ژمن خلک لري چې د وطن په خير کار پيل کړي بيا يې تر پايه رسوي, له هيڅ بنديز او ممانعت پرواه نکوي. زمونږ هيواد دې هم خدای د دغسې يو څو نفرو څخه برخمن کړي چې د هيواد پرمختګ لپاره له هيچا و نه ويرېږي او د ټولو ممانعتونو او بنديزونو سربېره يې خدمت وکړي خو دا هر څه هغه وخت شوني دي چې د وطندوستۍ سپيڅلی احساس موجود وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک