No-IMG

حکمتيار: اسلامي امارت له مهمو ملي قضاياوو سره مخامخ دئ او مشورو ته ضرورت لري

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 10 سرطان 1401)

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ...   آل عمران 110    صدق الله العظيم

الله تعالىٰ فرمايي:

(اې مؤمنانو!) تاسو تر ټولو غوره امت ياست؛ چي د خلكو لپاره راايستل شوي يئ؛ چي په معروف گمارنه كوئ، له منكر مخنيوى كوئ او پر الله ايمان لرئ؛.....

دلته مؤمنانو ته ويل شوي! ستاسو د غوره والي څو اسباب دي: امر بالمعروف، نهي عن المنكر او پر الله ايمان؛ خو كه دا ځانگړتياوي او خصوصيات مو له لاسه وركړل؛ نو له دې لوړ او اوچت مقام راپرېوځئ او پر نورو خپل امتياز له لاسه وركوئ؛ بيا به تاسو د مخكينيو اهل كتاب په څېر شئ. اهل كتاب څنگه وو؟ په دوى كي كم شمېر ئې ايمان درلود، اكثر ئې فاسق وو، ايمان لرونكو د فاسقانو مخنيوى ونكړ، له همدې امله له هغه مقام عزل شول او دا دنده تاسو ته وسپارل شوه. كه تاسو د دوى په څېر په داسي دوو ډلو ووېشل شئ؛ اكثر مو فاسق او معدود شمېر مو مؤمن او صالح وي؛ خو د فاسقانو مخنيوى ونكړئ؛ پاى به مو د دوى په څېر شي.

او هغه پايله قرآن داسي بيانوي:

فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ 165   الأعراف 165

خو كله چي دوى هغه څه هېر كړل چي پند پرې وركول كېدو؛ نو هغه مو وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان مو د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي فسق ئې كاوو.

يعني د هغوى كار هغه ځاى ته ورسېدو چي د ټولني اكثريت دين ته شا كړه، له أمر بالمعروف او نهي عن المنكر ئې ډډه وكړه او په دې اړه ئې خپل مسئوليت اداء نه كړ؛ يوازې يوې وړې ډلي دا كار كولو؛ نو الله تعالىٰ هغه خلك وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان ئې د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي فسق ئې كاوو.

دا فاسقان څوك ول؛ دوى يا هغه وو چي دا كار ئې نه كولو او د فسق او فساد په وړاندي بې تفاوت ول؛ او يا هغه چي ظاهر ئې د نيك انسان وو او عملاً په فساد اخته نه ول خو په حقيقت كي فاسقان ول او د فسق او فساد په وړاندي ئې حساسيت او نفرت نه درلود؛ كه ئې د فساد او خيانت توان تر لاسه كړى وى نو عملاً به ليدل شوي وو چي دوى فاسقان دي؛ يعني ځيني خلك داسي وي چي ظاهر ئې نېك برېښې؛ خو دا ظاهر ئې ايماني بنسټ نه لري؛ پر ايمان او عقيدې نه وي ولاړ؛ كه فساد ئې نه دئ كړى وجه ئې دا وه چي د فساد كولو توان او فرصت ئې نه دئ تر لاسه كړى؛ كه د خيانت او فساد فرصت ورپه برخه شي وبه گورئ چي هغه تر نورو زيات فاسق او فاسد دئ.

 فَلَمَّا عَتَوۡاْ عَن مَّا نُهُواْ عَنۡهُ قُلۡنَا لَهُمۡ كُونُواْ قِرَدَةً خَٰسِ‍ِٔينَ ١٦٦ وَإِذۡ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبۡعَثَنَّ عَلَيۡهِمۡ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَن يَسُومُهُمۡ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلۡعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ ١٦٧

نو كله چي دوى (ټول يا اكثريت ئې) له هغه څه سرغړاوى وكړ چي ترې منع شوي ول؛ ورته ومو ويل: رټل شوې بيزوگاني شئ (مسخ شول). او همغه مهال ستا رب دا خبره په ډاگه كړې وه چي پر دوى به د قيامت تر ورځي داسي څوك مسلط كړي چي په بد عذاب به ئې اخته كوي. يقيناً چي ستا رب په عذاب وركولو كي سريع دئ او يقيناً چي هغه مهربان بخښونكى دئ.

يعني د دوى سرغړاوى مزيد عام او پراخ شو او ټول پرې اخته شول؛ نو ځكه الله تعالىٰ د دوى په اړه پرېكړه وكړه چي د رټل شوو بيزوگانو په څېر مسخ شي او د قيامت تر ورځي داسي څوك پرې مسلط كړي چي په بد عذاب به ئې اخته كوي. دا ځكه چي الله تعالىٰ د ظالمانو په نيوني او مؤاخذې كي سريع دئ او د توبه كوونكو لپاره مهربان بخښونكى.

قرآن دا أمر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټولو مؤمنانو الهي فريضه گڼي او فرمايي:

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 71   التوبة 71

او باايمانه نارينه او باايمانه ښځي؛ ځيني ئې د ځينو نورو دوستان دي، په معروف أمر كوي، له منكراتو ممانعت كوي، لمونځ قائموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت كوي، همدا دوى دي چي ډېر ژر به الله پرې رحم وكړي، يقيناً چي الله باحكمت عزتمن دئ.

له دې آيتونو معلومېږي چي أمر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټولو مؤمنانو الهي فريضه ده؛ كه څوك منكرات گورئ او په لاس، ژبه او زړه ئې ممانعت نه كوي، نو يوه ستره فريضه ئې پرېښي.

يعني چي په اسلامي نظام كي نه يوازي د بيان آزادي تضمين شوې؛ بلكى حق ويل د هر مؤمن وجيبه او فريضه گڼل شوې؛ داسي فريضه چي كه اداء نشي نو پر دې ټولني به حتماً الهي عذاب نازلېږي؛ دا عذاب به يا داسي وي چي ظالمان به پر ټولني مسلط او د دوى په لاس به ټولنه تعذيب كېږي؛ يا به بهرنى دښمن پرې مسلط كېږي او يا به قحطي، لوږه او فقر او مسكنت خپل تور وزر پرې غوړوي او يا به په وچ كاليو، طوفانونو، زلزلو تعذيب كېږي.

وروڼو خوېندو!

د بيان آزادي يو مسلم شرعي او انساني حق دئ؛ هيڅوك ئې د سلبولو حق نه لري؛ حدود ئې شريعت او قانون ټاكي؛ نه ئې حكومتونه د سلبولو صلاحيت او حق لري او نه حُكام؛ د اسلامي لارښوونو له مخي نه زعامت او واكمني چا ته دا امتياز او اختيار وركوي چي ځان ته د هر څه ويلو او كولو حق وركړي او نور د دوى د خوښي خلاف خبرو له ويلو منع كړي؛ او نه حكومتونه؛ د دواړو؛ ملت او حكومت حق او دنده سره ورته دي؛ عام وگړي د بيان په اړه همدومره آزادي لري چي حُكام ئې لري؛ له هر لږ او ډېر توپير پرته؛ د أمر بالمعروف او نهى عن المنكر دنده؛ يوازي په حُكامو پوري محدود او منحصر نه ده؛ دا د ټول امت دنده ده؛ دا د هر مؤمن حق او وجيبه ده چي كله له حُكامو غلطي وگوري د مخنوي او تصحيح هڅه وكړي.

ژوندى تاريخي مثال ئې د عمر رضي الله عنه هغه وينا ده چي د مهر په اړه ئې په جومات كي او د خپلي خطبې په ضمن كي وفرمايل: د مهر په اخيستلو كي له غُلُّو ډډه وكړئ؛ غوښتل ئې مقدار ئې كم كړى شي؛ يوه مېرمن؛ چي په څېرې كي ئې د فقر نښي څرگندي وې؛ پاڅېده او وئې ويل: يا عمر! الله تعالى موږ ته د دومره مهر تر لاسه كولو حق هم راكړى چي د قنطار (يوې خزانې) په اندازه وي؛ او ته ئې د كمولو أمر او غوښتنه كوې!! د قرآن په دې آيت ئې استناد وكړ:

وَإِنْ أَرَدْتُمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنْطَارًا فَلا تَأْخُذُوا مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا 20   النساء 20

آيا پوهېږئ چي عمر رضي الله عنه د هغې په ځواب كي څه وويل؟ وئې ويل: عمر خطا شو او دې مېرمن حق وويل؛ واى د عمر پر حال چي پر هغه څه نه پوهېږي چي دا مېرمن پرې پوهېږي!!

خلفاء راشدينو رضي الله عنهم په خطبو كي خلكو ته ويلي: كه تاسو خپلو حُكامو ته حق ونه وايئ؛ په تاسو كي خير نشته او كه اُمراء ستاسو خبره ونه مني په دوى كي خير نشته.  

همدا د بيان آزادي ده چي ټولنه د اصلاح لوري ته بيايي او د فساد مخنيوى كوي؛

د پراخو گټو يوه بېلگه ئې د سكرو د پلور بيع ده؛ له اوږدې مودې راايسي په ډېري وړيا بيع په بهرنيانو پلورل كېدل؛ په دې وروستيو كي خبره مطبوعاتو ته راووتله؛ پاكستاني رسنيو موضوع افشاء كړه؛ كه دا كار نه وى شوى نو همداسي به د نړۍ وال ماركيټ تر بيعي پنځمه برخه ټيټ پلورل كېدل؛ د بيان آزادي باعث شوه چي نږدې درې برابره لوړه وټاكل شي.

دا هسي يوه مثال دئ؛ خو خپل اهميت لري؛ په كار ده د ډبر سكرو د پلورلو پر ځاى له هغه د برېښنا د توليد په ارتباط استفاده وشي؛ ټيكنالوژي ئې هم ارزانه تر لاسه كېدى شي او په لنډه موده كي فعالېدى شي؛ په دې سره به موږ له شمالي گاونډيو د برېښنا له پېرلو او هر كال په سلگونو مليونه ډالر لگولو وژغورل شو.

حتى كولى شو د تاجكستان سكاره وپېرو او نه يوازي د برق په توليد كي ترې استفاده وكړو بلكي وئې پلورو.

تاجكستان د برېښنا له پلوه غني ده؛ سكرو ته ضرورت نه لري؛ پر پاكستان ئې پلوري. بيع ئې هم زموږ تر سكرو نزدې درې برابره زياته؛ په داسي حال كي چي كيفيت ئې د افغانستان  تر سكرو ټيټ دئ. موږ ئې بايد له تاجكستان وپېرو او پر نورو ئې وپلورو.

وروڼو خوېندو!

د لويي جرگې په خيمې كي د يوې بلي غونډي شاهد يو؛ تر دې وړاندي دلته په وار وار ډول ډول غونډي شوې؛ حكومتي غونډي، د اساسي قانون تصويب غونډه، له امريكا سره د امنيتي تړون اړوند غونډه، د انتخاباتي كمپاينونو غونډي، گوندي غونډي، تبليغاتي غونډي او همداسي نوري غونډي.

د اوسنۍ غونډي په اړه چارواكي وايي: دا د علماءو په غوښتنه جوړه شوې، غړي ئې له ولسواليو او ناحيو د ولس په خوښه غوره شوي، اجندا ئې په دوى پوري مربوط ده د حكومت له لوري كومه اجندا نه ده وركړى شوې؛ حكومت يوازي امكانات ورته برابر كړي او امنيت ئې تأمين كړى؛ په چارو كي ئې مداخله نه كوي؛ او د دوى پرېكړو ته به درناوى كوي.

اما دا چي حقيقت څه دئ؛ هم ولس پرې پوهېږي، هم د غونډي برخه وال او هم حكومت او مسئولين ئې.

ښه خو دا وه چي حكومت دې غونډي ته واضح اجندا ټاكلې وى او په صريحو الفاظو ئې ويلي وى:

حكومت له ځينو مهمو ملي قضاياوو سره مخامخ دئ؛ د خپلو حاميانو او موافقينو مشورو ته ضرورت لري، د همدې لپاره ئې دا غونډه رابللې.

د يوه مقتدر پارلمان جوړول او د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويبول ئې د بحث له اساسي محورونو وى؛ حكومت ته د داخلي او خارجي مشروعيت تر لاسه كولو لاري چاري، د وسله والو مخالفينو په ارتباط تگلاره، له سياسي احزابو سره تعامل، د نجونو تحصيل، او دې ته ورته نور مهم مسائل په كې څېړل شوي وى.

آيا په دې سره حكومت او واكمنو كوم تاوان كولو؛ چي ټول حقائق ئې د ولس او نړۍ والو په وړاندي ايښي وى؟ او همدا خبري ئې كړې وى؟! په ټولي نړۍ كي معمول ده چي واكمن حزب؛ د خپل گوند غړي او موافقين رابلي او په مهمو مسائلو كي ترې مشورې اخلي؛ هر گوند ځان ته مقتدره شورىٰ لري؛ او په ټولو گوندي او ملي چارو كي همدا شورىٰ ورته تگلاري ټاكي.

إمارت اسلامي دې ته اړ دئ چي ووايي: ولي په دې غونډي كي مېرمني حضور نه لري؟ ولي سياسي گوندونه او مخالفين نه دي بلل شوي؟ په دې او دې ته ورته قضاياوو كي بايد خپل ليد لورى، دريځ او دلائل ئې وړاندي كړي، هم خپل غړي پرې قانع كړي او هم ولس او نړۍ وال؛ نه خو په زور كلي جوړېږي او نه د حقائقو په كتمان سره كومه مثبته نتيجه تر لاسه كېدى شي. پيغمبر عليه السلام فرمايلي: صدق انسان ژغوري او كذب ئې تباه كوي

د داسي سترو غونډو لپاره چي مصارف ايجابوي او ډېر امنيتي ځواكونه ئې د امنيت په تأمينولو مصروف كېږي؛ سنجول شوې، مناسبه، مشخص او رغنده اجندا نه ټاكل او ويناوال خپلي مخي ته پرېښودل؛ داسي ستونزي رامنځته كوي چي جبران ئې ډېر گران او ناشونى شي. په ځانگړې توگه چي پر ويناوالو ئې د عالم نوم پروت وي؛ خپلي خبري د خداى، پيغمبر او شريعت خبري گڼي او فتوىٰ وركوي. فتوىٰ ئې هم داسي چي د مخالفينو سرونه غوڅول د دين تقاضىٰ او د عالم فريضه بولي. په داسي حال كي چي شريعت موږ ته د دښمن، باغي، مفسد فى الارض، مخالف او معترض په اړه بېلي بېلي او متفاوتي لارښووني كړې؛ جنگ يوازي د جنگ كوونكو په خلاف او سر يوازي د هغه چا غوڅول چي د بل سر ئې غوڅ كړى وي؛ هغه هم د مقتول د وارث په غوښتنه؛ په اسلامي نظام كي حكومت او مسئولين ئې يوازي د هغه چا په خلاف د وسلې كارولو حق لري چي د نظام او ولس په خلاف ئې توره ايستلې وي او وسله وال اقدامات كوي؛ د باغي په اړه وايي: د جنگ په ميدان كي وژل كېدى شي، كه وتښتېدو بايد تعقيب نشي، كه تسليم شو يا اسير ونيول شو؛ له وژلو ئې بايد ډډه وشي، وسله ئې غنيمت نه گڼل كېږي؛ بايد كورنۍ ته ئې وسپارل شي، كور ته ئې هيڅوك د ننوتلو حق نه لري، حتى هغه مهال هم چي د باغيانو مېرمني د بامونو له سر مجاهدينو ته ښكنځلى كوي.

هيله ده د اسلامي إمارت مسئولين له دې خبري خپل برائت اعلان كړي او ووايي: دا شخصي نظر دئ نه د إمارت دريځ او نظر.

ما څلورڅلوېښت كاله وړاندي؛ د ثور له كودتا وروسته؛ د نور محمد تركي وينا اورېده چي د مجاهدينو په خلاف خلقيانو ته وويل: اشرار داسي دي لكه لنډۍ لټكه؛ چي هر ځاى ئې مومئ سر ترې غوڅ كړئ؛ پلويانو ئې په څو اونيو كي په زرگونو هغه افغانان ووژل چي ژيره ئې درلوده، تسبيح ئې گرځولې، د ملا، مولوي، پير، فقير يا خان او ملك په نامه يادېدل.

په اسلامي نظام كي؛ اهل كتاب؛ يهود او نصارىٰ؛ او د دوى دين، معابد، سر، مال او عزت له تېري خوندي دي؛

په اسلامي نظام كي د اختلاف رأى لپاره پراخ مجال منل شوى؛ كه دا مذهبي وي، كه فكري او سياسي، د حل لار ئې احسن جدال ښودل شوي نه د سرونو غوڅول.

الله تعالىٰ فرمايلي:

وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 46   العنكبوت 46

او له اهل كتاب سره له دې پرته چي تر ټولو غوره وي په بله توگه مجادله مه كوئ، مگر د دوى له هغو سره چي ظلم ئې كړى، او ووايئ: پر هغه څه مو ايمان راوړى چي موږ ته نازل شوى او تاسو ته نازل شوى، او زموږ معبود او ستاسو معبود يو دئ او موږ ورته تسليم يو،

يعني له اهل كتاب سره د مسلمانانو او اسلامي نظام معامله، مجادله او مناقشه بايد په داسي توگه وي چي تر ټولو غوره وي، په استثناء د هغو چي ظلم ئې كړى، يعني شرك ئې كړى يا ستاسو په ضد ئې د زور زياتي او ظلم لار غوره كړې؛ همدا كافي وگڼئ چي هغوى پر الله تعالىٰ او د هغه پر كتاب ايمان او باور لري.  

•    دوى ته بايد ووايئ: موږ هم پر هغه قرآن ايمان راوړى چي زموږ لوري ته لېږل شوى او پر هغه كتاب هم ايمان لرو چي ستاسو لوري ته نازل شوى، زموږ معبود او ستاسو معبود يو دئ او موږ ورته تسليم يو.

•    كه غواړئ په دې پوه شئ چي له اهل كتاب سره د غوره مناقشې او مجادلې اسلوب به څنگه وي، نو قرآن چي د دوى په اړه كوم اسلوب غوره كړى او په كومه طريقه هغوى ته خطاب كوي، همدا تر ټولو غوره اسلوب دئ، په قرآن كي دا حكيمانه اسلوب مراعات شوى.

وروڼو خوېندو!

له دې جرگې بايد سمه او اعظمي استفاده وشي، د ملي اجماع رامنځته كولو او د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط؛ د يووالي او وحدت تأمينولو كار ترې واخيستل شي؛ لكه دا چي راتلونكي حكومت به څنگه جوړېږي، مشر به ئې څنگه ټاكل كېږي، د عزل او نصب عوامل او مرجع به ئې څه او كومه وي؛ له يوه به بل ته قدرت څنگه انتقالېږي؛ په اسلامي نظام كي د ښځو حقوق كوم دي او په ټولني كي ئې ونډه او مقام څه دئ؛ دا ټول بايد د شريعت په رڼا كي وي او داسي چي د ملت غوڅ اكثريت ئې تر شا ولاړ وي؛ او ټول ولس ئې د خپل ايمان او دين مطابق وگڼي او پرې قانع وي.

ورڼو خوېندو!

د تېري جمعې په خطبه كي چي ما د متوازن خارجي سياست په اړه څه ويلي وو؛ ځينو غرضي او دروغجنو كړيو په غلطه توگه تعبير او تبليغ كړه؛ په داسي حال كي چي دا زموږ پخوانى اصولي دريځ وو او دئ چي غواړو افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د خپلو ملي منافعو او ارزښتونو پر بنسټ متوازن او رغنده روابط ولري؛ نه د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د كوم لوري خوا ته ودرېږي او نه د هغوى سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه هېواد ته راانتقال كړي؛ كه د همداسي سياست پر بنسټ د هر هېواد سفارت په كابل كي پرانستل كېږي؛ موږ ئې نه يوازي مخالفت نه كوو بلكي ملاتړ ئې كوو؛ د كوم خارجي ناكام سياست چي موږ مخالفت كوو؛ هغه د تېرو نږدې پنځوسو كلونو حكومتونو هغه سياستونه وو چي كله كابل په مسكو پوري تړلى وو او كله په واشنگټن پوري؛ او همدا د تېر نږدې پنځه لسيزو جگړو او ناامنيو اصلي عامل وو

برادران و خواهران عزيز!

به پيآمد هاى جنگ بلخاب؛ نگران و مشوش بوديم؛ از اين كه زياد دوام نكرد و تلفات طرفين نيز بيشتر نشد؛ الحمد لله كه خلاف انتظار دشمنان پايان يافت.

شكى نيست كه اين حركت فقط براى آن آغاز شد كه پاى برادران هزاره ما را به يك جنگ نيابتى ديگر بكشاند؛ الحمد لله كه مردم بلخاب راه تعقل و هوشيارى را در پيش گرفتند و در جهت خُنثىٰ كردن توطئه دشمن؛ با درايت و عقلمندى عمل كردند و نقش سازنده اى در راستاى خاتمه فورى جنگ داشتند. كسانى كه آتش اين جنگ را افروختند و فريادهاى قيام مردمى و مقاومت تا آخرين مرمى سر مى دادند؛ و تلاش داشتند به اين جنگ رنگ قومى بدهند؛ كاملاً هويدا بود كه هيچ مقاومتى نخواهند كرد؛ و مردم نيز به حمايت  از آنان به جنگ نخواهند پرداخت؛ حال جنگى را كه خود آغازگر آن بودند؛ نسل كشى مى خوانند؛ و اين نيز در حالى كه تعداد كشته ها در اين جنگ چند روزه را خود آن ها؛ در حدود 30-40 تن گرفته اند.

از سوى ديگر؛ فرصت طلبانى كه منتظر بودند از اين داعيه جنگ؛ بهره دارى سياسى و مالى خود را داشته باشند؛ حمايت شان را از جنگ ابراز داشتند؛ و براى جنگ طلبان؛ رجز خوانى مى كردند؛ اكنون جنگى را كه مشوق و حامى آن بودند؛ نسل كشى مى خوانند!!

دعاء مى كنيم كه خداوند كريم؛ ملت مظلوم ما را از شر دشمنان داخلى و خارجى حفظ كند و افغانستان آزاد، سربلند، فارغ از جنگ و داراى حكومت واقعاً اسلامى به ملت شهيد پرور ما ارزانى و عنايت كند. آمين

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک