درې ننگيالي بلوڅان چې ۸۴ انگريزي يرغلگر يې په يوازې ځان ووژل
روايت دئ چي د افغان انګليس په دوهمي جګړې ۱۸۷۹-۱۸۸۰ع په دوران کي دې دريو مري بلوڅو د انګریزانو خلاف جنګ کي له یوه غره څخه په ګټه انګرېزي يرغلګر تر بريد لاندي ونيول.
دوی درې وتوانېدل چي په یوازي سر ۸۳ انګریزان په نخښه او ووژني، چي بالاخره په کال ۱۸۹۱ع کال ونيول سول او په تورو اوبو کي له زندان او شکنجو وروسته انګریزانو اعدام کړه.
په دې څلور کلنه مبارزه کي انګرېزانو د دوی پر سيمه هر ډول د تګ راتګ بنديزونه ولګول او اخر ځل د زرګونو فوځيانو په ملګرتيا دوی په دې غره کي محاصره او ونيول.
ما اورېدلي چي د دوی دريو هر يوه پر سر سل هندۍ کالداري انعام هم ايښوول سوی وو. ياد عکس له پانسۍ څو ساعته د مخه اخيستل سوی دئ، ددوی نومان داسي ښودل شوي:
فقیر کالا خان، جلامب خان او رحیم علي
زموږ ددې اتلانو روحونه دي ښاد وي.
د عکس نېټه: ۱۸۹۱ع ، عکاس: ؟ ، ای: کوټه ، سرچينه: انډيا افس
د افغانستان تاريخ Afghanistan history