No-IMG

حکمتيار: ښه خو دا وه چي اسلامي امارت دې غونډي ته واضح اجندا ټاكلې وى

د لويي جرگې په خيمې كي د يوې بلي غونډي شاهد يو؛ تر دې وړاندي دلته په وار وار ډول ډول غونډي شوې؛ حكومتي غونډي، د اساسي قانون تصويب غونډه، له امريكا سره د امنيتي تړون اړوند غونډه، د انتخاباتي كمپاينونو غونډي، گوندي غونډي، تبليغاتي غونډي او همداسي نوري غونډي.

د اوسنۍ غونډي په اړه چارواكي وايي: دا د علماءو په غوښتنه جوړه شوې، غړي ئې له ولسواليو او ناحيو د ولس په خوښه غوره شوي، اجندا ئې په دوى پوري مربوط ده د حكومت له لوري كومه اجندا نه ده وركړى شوې؛ حكومت يوازي امكانات ورته برابر كړي او امنيت ئې تأمين كړى؛ په چارو كي ئې مداخله نه كوي؛ او د دوى پرېكړو ته به درناوى كوي.

اما دا چي حقيقت څه دئ؛ هم ولس پرې پوهېږي، هم د غونډي برخه وال او هم حكومت او مسئولين ئې.

ښه خو دا وه چي حكومت دې غونډي ته واضح اجندا ټاكلې وى او په صريحو الفاظو ئې ويلي وى:

حكومت له ځينو مهمو ملي قضاياوو سره مخامخ دئ؛ د خپلو حاميانو او موافقينو مشورو ته ضرورت لري، د همدې لپاره ئې دا غونډه رابللې.

د يوه مقتدر پارلمان جوړول او د هېواد لپاره نوى اساسي قانون تصويبول ئې د بحث له اساسي محورونو وى؛ حكومت ته د داخلي او خارجي مشروعيت تر لاسه كولو لاري چاري، د وسله والو مخالفينو په ارتباط تگلاره، له سياسي احزابو سره تعامل، د نجونو تحصيل، او دې ته ورته نور مهم مسائل په كې څېړل شوي وى.

آيا په دې سره حكومت او واكمنو كوم تاوان كولو؛ چي ټول حقائق ئې د ولس او نړۍ والو په وړاندي ايښي وى؟ او همدا خبري ئې كړې وى؟! په ټولي نړۍ كي معمول ده چي واكمن حزب؛ د خپل گوند غړي او موافقين رابلي او په مهمو مسائلو كي ترې مشورې اخلي؛ هر گوند ځان ته مقتدره شورىٰ لري؛ او په ټولو گوندي او ملي چارو كي همدا شورىٰ ورته تگلاري ټاكي.

إمارت اسلامي دې ته اړ دئ چي ووايي: ولي په دې غونډي كي مېرمني حضور نه لري؟ ولي سياسي گوندونه او مخالفين نه دي بلل شوي؟ په دې او دې ته ورته قضاياوو كي بايد خپل ليد لورى، دريځ او دلائل ئې وړاندي كړي، هم خپل غړي پرې قانع كړي او هم ولس او نړۍ وال؛ نه خو په زور كلي جوړېږي او نه د حقائقو په كتمان سره كومه مثبته نتيجه تر لاسه كېدى شي. پيغمبر عليه السلام فرمايلي: صدق انسان ژغوري او كذب ئې تباه كوي

د داسي سترو غونډو لپاره چي مصارف ايجابوي او ډېر امنيتي ځواكونه ئې د امنيت په تأمينولو مصروف كېږي؛ سنجول شوې، مناسبه، مشخص او رغنده اجندا نه ټاكل او ويناوال خپلي مخي ته پرېښودل؛ داسي ستونزي رامنځته كوي چي جبران ئې ډېر گران او ناشونى شي. په ځانگړې توگه چي پر ويناوالو ئې د عالم نوم پروت وي؛ خپلي خبري د خداى، پيغمبر او شريعت خبري گڼي او فتوىٰ وركوي. فتوىٰ ئې هم داسي چي د مخالفينو سرونه غوڅول د دين تقاضىٰ او د عالم فريضه بولي. په داسي حال كي چي شريعت موږ ته د دښمن، باغي، مفسد فى الارض، مخالف او معترض په اړه بېلي بېلي او متفاوتي لارښووني كړې؛ جنگ يوازي د جنگ كوونكو په خلاف او سر يوازي د هغه چا غوڅول چي د بل سر ئې غوڅ كړى وي؛ هغه هم د مقتول د وارث په غوښتنه؛ په اسلامي نظام كي حكومت او مسئولين ئې يوازي د هغه چا په خلاف د وسلې كارولو حق لري چي د نظام او ولس په خلاف ئې توره ايستلې وي او وسله وال اقدامات كوي؛ د باغي په اړه وايي: د جنگ په ميدان كي وژل كېدى شي، كه وتښتېدو بايد تعقيب نشي، كه تسليم شو يا اسير ونيول شو؛ له وژلو ئې بايد ډډه وشي، وسله ئې غنيمت نه گڼل كېږي؛ بايد كورنۍ ته ئې وسپارل شي، كور ته ئې هيڅوك د ننوتلو حق نه لري، حتى هغه مهال هم چي د باغيانو مېرمني د بامونو له سر مجاهدينو ته ښكنځلى كوي.

هيله ده د اسلامي إمارت مسئولين له دې خبري خپل برائت اعلان كړي او ووايي: دا شخصي نظر دئ نه د إمارت دريځ او نظر.

ما څلورڅلوېښت كاله وړاندي؛ د ثور له كودتا وروسته؛ د نور محمد تركي وينا اورېده چي د مجاهدينو په خلاف خلقيانو ته وويل: اشرار داسي دي لكه لنډۍ لټكه؛ چي هر ځاى ئې مومئ سر ترې غوڅ كړئ؛ پلويانو ئې په څو اونيو كي په زرگونو هغه افغانان ووژل چي ژيره ئې درلوده، تسبيح ئې گرځولې، د ملا، مولوي، پير، فقير يا خان او ملك په نامه يادېدل.

په اسلامي نظام كي؛ اهل كتاب؛ يهود او نصارىٰ؛ او د دوى دين، معابد، سر، مال او عزت له تېري خوندي دي؛

په اسلامي نظام كي د اختلاف رأى لپاره پراخ مجال منل شوى؛ كه دا مذهبي وي، كه فكري او سياسي، د حل لار ئې احسن جدال ښودل شوي نه د سرونو غوڅول.

الله تعالىٰ فرمايلي:

وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 46   العنكبوت 46

او له اهل كتاب سره له دې پرته چي تر ټولو غوره وي په بله توگه مجادله مه كوئ، مگر د دوى له هغو سره چي ظلم ئې كړى، او ووايئ: پر هغه څه مو ايمان راوړى چي موږ ته نازل شوى او تاسو ته نازل شوى، او زموږ معبود او ستاسو معبود يو دئ او موږ ورته تسليم يو،

يعني له اهل كتاب سره د مسلمانانو او اسلامي نظام معامله، مجادله او مناقشه بايد په داسي توگه وي چي تر ټولو غوره وي، په استثناء د هغو چي ظلم ئې كړى، يعني شرك ئې كړى يا ستاسو په ضد ئې د زور زياتي او ظلم لار غوره كړې؛ همدا كافي وگڼئ چي هغوى پر الله تعالىٰ او د هغه پر كتاب ايمان او باور لري.  

•    دوى ته بايد ووايئ: موږ هم پر هغه قرآن ايمان راوړى چي زموږ لوري ته لېږل شوى او پر هغه كتاب هم ايمان لرو چي ستاسو لوري ته نازل شوى، زموږ معبود او ستاسو معبود يو دئ او موږ ورته تسليم يو.

•    كه غواړئ په دې پوه شئ چي له اهل كتاب سره د غوره مناقشې او مجادلې اسلوب به څنگه وي، نو قرآن چي د دوى په اړه كوم اسلوب غوره كړى او په كومه طريقه هغوى ته خطاب كوي، همدا تر ټولو غوره اسلوب دئ، په قرآن كي دا حكيمانه اسلوب مراعات شوى.

وروڼو خوېندو!

له دې جرگې بايد سمه او اعظمي استفاده وشي، د ملي اجماع رامنځته كولو او د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط؛ د يووالي او وحدت تأمينولو كار ترې واخيستل شي؛ لكه دا چي راتلونكي حكومت به څنگه جوړېږي، مشر به ئې څنگه ټاكل كېږي، د عزل او نصب عوامل او مرجع به ئې څه او كومه وي؛ له يوه به بل ته قدرت څنگه انتقالېږي؛ په اسلامي نظام كي د ښځو حقوق كوم دي او په ټولني كي ئې ونډه او مقام څه دئ؛ دا ټول بايد د شريعت په رڼا كي وي او داسي چي د ملت غوڅ اكثريت ئې تر شا ولاړ وي؛ او ټول ولس ئې د خپل ايمان او دين مطابق وگڼي او پرې قانع وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک