No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اسلامی امارت مشر شیخ هِبت الله اخندزاده د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی، یوې لوېی غونډې کې یې گډون وکړ او خپله وینا یې ورته واوروله.

‏شیخ هبة الله د علماوو د لویې غونډې له گډونوالو د کامل اطاعت تعهد واخیست، د شریعت پر تطبیق، پر عدالت، خپلمنځي اتحاد، استقلالیت او داخلی پانگونو یې تاکید وکړ.

ده له بریا وروسته د شریعت تطبیق د امارت اساسی دنده وبلله.

‏شیخ شیخ هبة الله که څه هم حکومت د خلکو خادم وباله خو خلکو ته په مختلفو برخو لکه صحت، تعلیم او کار موندنه کې د دولت د خدماتو وړاندې کولو او پدې برخه کې پلانونو ته اشاره ونکړه.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ددې وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې تر لسو زیاتو اروپايي هېوادونو استازو سره د افغانستان پر وضعیت او له دې هېواد سره د نړۍ پر تعامل خبرې کړې دي.

: ‏د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله اورلګېدلی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې اورلګېدنه د ګازو په یوه شرکت کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې.

نوموړی زیاتوي چې د اطفایې پرسونل د اور وژنې لپاره په سیمه کې دی.

: ‏د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، شیخ هبة الله اخندزاده یو باصلاحیته پلاوی وټاکه هغه ته يې ویلي، چې ټول زندانونه وګورئ، که څوک بې ګناه بندي و، نو هغه فورآ ازاد کړئ او پر ځای يې هغه ظالم چارواکی بندي کړئ، چې دی يې بندي کړی دی.

‏حنفي زیاتوي، ا.ا کې محاکم بشپړ مستقل دي او هر پریکړه، چې محکمه وکړي، نو خامخا به تطبیق کېږي او د محکمې له حکم څخه هېڅوک مستثنی نه دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دیني علماوو په غونډه کې وویل، که څه هم ا.ا له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی، خو بیا هم د اسلام په رڼا کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

‏نوموړی زیاتوي، د دوحې له تړون وروسته ډېری افغانان له بې سرنوشتۍ سره مخ وو، خو د شیخ هبة الله اخوندزاده په عمومي عفوې اعلان سره دوی ته په کوردننه د عزت ژوند ورکولو حق ورکړ.

: ‏بلال کریمی، معاون سخنگوی امارت اسلامی در نشست خبری در باره دومین روز نشست عالمان دین در کابل گفت که سی کمیته امروز نظریات خود را تهیه می‌کنند و فردا ارایه خواهند کرد.‏

: نصیر احمد اندیشه، نماینده افغانستان در ژنو در نشست شورای حقوق بشر سازمان ملل که درباره افغانستان برگزار شده، می‌گوید که زنان و دختران افغان در بدترین وضعیت حقوق بشری قرار دارند، صدای آنان شنیده نمی‌شود و جامعه جهانی نیز مردم افغانستان را فراموش کرده است.

: ‏در روز دوم نشست عالمان دین، عبدالسلام حنفی، معاون دوم رییس الوزرا، بار دیگر از کسانی که مخالفت می‌کنند، خواسته است تا به کشور شان برگردند و آرام زندگی کنند. آقای حنفی از نیروهای امنیتی به عنوان "فرزندان رشید" یاد کرده و گفته است که آنان قادر به تامین امنیت کشور استند.

‏آقای حنفی افزوده است که محاکم در حال حاضر اسلامی است، امنیت تامین است، کشت کوکنار منع قرار داده شده، حق کسی تلف نشده و خانه‌ی کسی به زور گرفته نشده است و صدای هر مظلوم شنیده خواهد شد.

: ‏متقي، ټام ویسټ ته:

امریکا دې د فشار پر ځای تعامل او همکاري راسره وکړي.

خو ملا هبة الله وایي چي له هیچا سره تعامل نه کوو.

: ‏د بهرنیو‌ چارو‌سرپرست مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافير هوګو شورټر او مل پلاوي سره کتلي.

کتنه کې د بریتانیا پلاوي ویلي، غواړي له افغانستان سره  دوه اړخېزه اړیکې پراخه کړي.

‏دغه راز یاد پلاوي زیاته کړې، هېواد یې په افغانستان کې د تاوترېخوالي له لارې د سياسي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هیڅ چا ملاتړ نه کوي.

متقي بیا د افغانستان په اړه د بریتانیا له وروستي دريځ هرکلی وکړ.

: ‏خالد زدران سخنگوی پولیس کابل می‌گوید که در نتیجه انفجار بالون گاز در یک شرکت گاز فروشی در ساحه کوته سنگی از مربوطات حوزه سوم شهرکابل، آتش‌سوزی رخ داده است.

به گفته آقای زدران، تیم اطفاییه به ساحه رویداد رسیده‌ است و تلاش‌ها به‌منظور مهار آتش‌ به شدت جریان دارد.

: ‏اوکراين له سوريې سره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمر زلنسکي دغه اعلان پرون په یوه ویډیویي پېغام کې وکړ.

اوکراین وروسته له هغې له سوریې سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې  کوي،چې دمشق د اوکراین ختیځې سیمې لوهانسک او دونیڅک د خپلواکو سیمو په توګه وپېژندلې.

: ‏د کابل اوسېدوونکي له علماوو غواړي،چې باید د خلکو ستونزې وڅېړي.

 دوی وایي د نجونو زده کړې،بې کاري،اقتصادي ستونزې او د بې وزلۍ له امله کډوالي هغه ستونزې دي،چې باید ډېره پاملرنه ورته شوي وی.

دوی له نړیوالو سره د اړیکو بحث هم ډېر اړین بولي،چې باید  دغه ستره غونډه کې پرې مشورې وشي.

: ‏امریکا له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کوي.

ولسمشر جو بایډن ویلي،په نږدې راتلونکې کې به له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه اعلان کړي.

بایډن زیاته کړې،په دغو مرستو کې به پرمختللی دفاعي سیسټم او توغندیز ملاتړ  هم شامل وي.

: ‏امریکا ۲۳ لوی چینایي شرکتونه له روسیې سره د نظامي همکارۍ په تور تحریم کړل.

چین ویلي، امریکا باید نور دا لړۍ ودروي.

: ‏جنرال باجوه، د قطر له امیر سره لیدنه کې:

د پاکستان او قطر تاریخي دوستي، په پایداره شراکت بدله شوې ده.

: ‏ناسا: د نړۍ د تاریخ تر ټولو ستر دوربین نه اخیستل شوي د کایناتو نوي حیرانوونکي انځورونه به د جولای په ۱۲ مه خپاره کړو.

دغه په لس میلیارده ډالرو جوړ دوربین ته تمه ده چې دا به د کایناتو ډېر پټ رازونه، فلکي اجسام او ښکلاوې راوسپړي.

: ‏هند ـ ډیلی: د هند هغه کورنۍ چې له سلو کالو راهیسې په کې له طابت پرته بل مسلک لوستلو ته اجازه نه شته او هر غړی یې ډاکټر دی.

اوس دا کورنۍ ۱۵۰ ډاکټران او دوه روغتونونه لري، د دوی له روغتون څخه هیڅ ناروغ د پیسو نه لرلو له امله نه دی ایستل شوی.

یو ځوان په کې ادارې او منجمنټ ته تللی و.

‏خو کورنۍ طبابت ته مجبور کړ او اوس لوی جراح دی.

د دې کورنۍ نیکه لالا جیون مل د ګاندي په خبره خپلو څلورو زامنو باندې طب ولوست او داسې یې د ټولنې د خیر لپاره د یوې ډاکټرې کورنۍ بنسټ کیښود.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیې له قطر او متحده عربي اماراتو سره د کابل نړیوال هوايي ډ‌ګر د عملیاتو وړاندیز کړی او لا هم د افغان لوري ځواب ته انتظار ده. اردوغان، دا خبره پرون مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

: ‏فرانسې او اروپايي ټولنې لس ورځې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت سخته خرابېدا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا فوري پاملرنې ته اړتیا لري.

: ‏د اوکراین په اودیسه ښار کې د هستوګنې پر يوه سیمه توغندی لګیدلی چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان پکې وژل شوي دي. چارواکي وايي دغه توغندی د تورې بحیرې له استقامته توغول شوی چې شاوخوا ۳۰ نور کسان پکې ټپيان شوي هم دي.

: ‏د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د بېړنيو مرستو هڅې روانې دي او زیاتوي چې په تېره يوه اونۍ کې يې له ۲۵زرو خلکو سره مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی دی چې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

: ‏به ادامه کمک‌های پاکستان به آسیب دیده‌گان زمین‌لرزه اخیر در افغانستان، منصور احمدخان، سفیر پاکستان در کابل می‌گوید که به مقدار ۲۵۰ تن مواد غذایی و غیرغذایی به مقام‌های افغان در بندر غلام خان تسلیم داده‌ شد.

: ‏میشل باشله، کمیشنر عالی حقوق بشر سازمان ملل در نشستی که از سوی سازمان ملل در باره افغانستان برگزار شده بود، گفته است که همه (یکجا با زنان افغان) باید برای رعایت و حمایت از حقوق زنان و دختران در افغانستان کار کنیم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک