No-IMG

حکمتيار: ز ما د متوازن خارجي سياست په اړه ځينو غرضي او دروغجنو كړيو په غلطه توگه تعبير او تبليغ كړه؛

د تېري جمعې په خطبه كي چي ما د متوازن خارجي سياست په اړه څه ويلي وو؛ ځينو غرضي او دروغجنو كړيو په غلطه توگه تعبير او تبليغ كړه؛ په داسي حال كي چي دا زموږ پخوانى اصولي دريځ وو او دئ چي غواړو افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د خپلو ملي منافعو او ارزښتونو پر بنسټ متوازن او رغنده روابط ولري؛ نه د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د كوم لوري خوا ته ودرېږي او نه د هغوى سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه هېواد ته راانتقال كړي؛ كه د همداسي سياست پر بنسټ د هر هېواد سفارت په كابل كي پرانستل كېږي؛ موږ ئې نه يوازي مخالفت نه كوو بلكي ملاتړ ئې كوو؛ د كوم خارجي ناكام سياست چي موږ مخالفت كوو؛ هغه د تېرو نږدې پنځوسو كلونو حكومتونو هغه سياستونه وو چي كله كابل په مسكو پوري تړلى وو او كله په واشنگټن پوري؛ او همدا د تېر نږدې پنځه لسيزو جگړو او ناامنيو اصلي عامل وو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک