No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏منابع در وزارت خارجه می‌گویند که رییس‌جمهور غنی، لطیف بهاند، سفیر افغانستان در روسیه را برکنار کرده‌است.

: ‏منابع: سرپرست بانک مرکزی ده تن از کارمندان بلندپایه دیگر این بانک را برکنار کرده‌است.

: ‏حکومت تاکنون ۴۰۰زندانی جنجال برانگیز طالبان را آزاد نکرده‌است.

: ‏خانوادۀ یک جوان که از سوی 'زورمندان' در بغلان کشته شده‌است عدالت می‌خواهد.

: ‏نگرانی‌ مسؤولان رسانه‌ها از تلاش‌ها برای 'سانسور رسانه‌یی' مذاکرات صلح.

: ‏وزارت صحت عامه می‌گوید که ۸۶ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا در ۲۴ ساعت گذشته در کشور، ثبت شده‌است که با ثبت این رویدادها، شمار رویدادهای مثبت به ۳۷,۴۲۴ رسید.

این وزارت می‌افزاید که ۹ بیمار کووید نزده در ۲۴ ساعت گذشته جان باختند و ۲۰ تن دیگر، بهبود یافته‌اند.

: ‏د پروان ولایت مرکز صیادانو کلي کې د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ یو افسر د طالبانو لخوا وژل شوي.

د کاپیسا امنیه قومندانۍ ویاند، شایق شورش وايي قومندان سلیمان نن سهار داسې حال کې وژل شوي چې له دندې د کور په لور روان و.

د پروان امنیتي مسوولینو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏وزارت امور داخله می‌گوید که طالبان در جریان دو هفتۀ گذشته در ۲۹ ولایت کشور باعث جان باختن ۱۲۱ غیرنظامی ‌و زخمی‌شدن ۳۳۶ تن دیگر، شده‌اند.

: ‏عادل‌شاه عادل، سخن‌گوی پوليس بلخ می‌گوید که در درگيری شب گذشته ميان نيروهای دولتی و طالبان در روستای تيمور سرای مرکز این ولایت، چهار تن از نیروهای امنیتی و هشت طالب كشته شدند و دو تن دیگر از نیروهای امنیتی زخم برداشته‌‌اند.

: ‏کندهار کې د سپین بولدک ـ چمن لاره د افغانستان او پاکستان د صادراتو او وارداتو پرمخ پرانیستل شوه.

یاد ولایت کې د سرحدي ځواکونو کمېسار،  شریف الله غرزی وايي دواړو غاړو تېره ورځ پرېکړه کړې چې پر یاده لاره له دواړو خواوو د صادراتي او وراداتي توکو ترانزیټ وشي.

: ‏دفاع وزارت وايي چې تره ورځ وسله‌والو ترهګرو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ ته په غزيدلي لاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید کړی چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۸ غړي وژل شوي او ۴ یې ټپیان شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي.

‏هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې د خوشې شویو بندیانو امینت خوندي نه دی.

: ‏وزارت داخله می‌گوید که دو منسوب ارشد حوزه ۸ پولیس شهر کابل، برکنار شده‌اند.

در یک خبرنامه این وزارت آمده‌است که این دو، پس از دیدار رییس‌جمهور غنی و مشاور امنیت ملی از حوزه ۸ و دستور رییس‌جمهور به برکناری رهبری این حوزه، برکنار شدند.

: ‏کندهار کې ماین چاودنې نن سهار د ۳ ښځو او یوه ماشومان ژوند اخیستی دی او ۶ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د یاد ولایت امنیتي مسوولین وايي چې پنجوايي ولسوالۍ کې له سرغاړې ماین سره د ملکي کسانو موټر برابر شوی چې پایله کې یې څلور ماشومان، یوه ښځه او یو سړی ټپیان شوي دي.

: ‏تخار ولایت کې نا معلومو وسله والو یو ښوونځی سوځولی دی.

د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې نن سهار نا معلوم وسله وال د ابو عثمان تالقاني لیسې ته داخل شوي دي او لیسې ته یې اور ورته کړی، چې ځينې برخې یې ددې اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې دي.

: ‏ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د جوړېدو لپاره فرمان صادر کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د ولسمشر غني ددې فرمان په اساس د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.

‏د فرمان په اساس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري او دغه شورا په خپله د ولسمشر غني په مشرۍ غونډې ترسره کوي.

: ‏وزارت صلح: قطر بايد زمنیه حضور رسانه ها را در مذاکرات بين الافغانی فراهم سازد.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په وروستیو څو اوونیو کې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې کمې شوې خو د پراختیا ګواښ یې لا هم موجود دی. د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې په خبرو کې د هېواد په شعیه وګړو غږ وکړ چې د محرم مراسم باید په سرپټو ځایونو کې ترسره نه کړي.

: ‏اردوغان: ترکیه چشم طمع به هیچ کشوری ندارد درعین حال به هیچ کشوری اجازه نقض حقوق و منافع خود را نمی دهیم.

مسبب افزایش تنش در مدیترانه ترکیه نیست، بلکه پندارهای رومی-یونانی هستند که حقوق ترکیه و جمهوری ترک قبرس شمالی را نادیده می‌گیرند.

رویکرد یونان درباره دریای اژه و مدیترانه منفی است. ادعای یونان مبنی بر حق حاکمیت بر آب‌های اطراف جزیره مئیس که در فاصله 2 کیلومتری خاک اصلی ترکیه و 580 کیلومتری خاک یونان قرار دارد، به هیچ عنوان منطقی و عاقلانه نیست.

: ‏وزیر دفاع ملی ترکیه: در قبال ارمنستان که پیش چشمان جامعه جهانی نسل‌کشی خوجالی را مرتکب و قره‌باغ کوهستانی را اشغال کرده ‌است، در کنار جمهوری آذربایجان ایستاده ایم.

: ‏گارد ساحلی ترکیه 103 پناهجو را از خطر مرگ نجات داد.

: ‏قدردانی وزیر صحت لبنان از اقدام سریع ترکیه برای کمک‌رسانی.

: ‏پاکستان وايي له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا کار کوي. د پاکستان ولسمشر  ډاکټر عارف علوي ویلي دوی هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. د نوموړي په خبره د عمران خان په مشرۍ حکومت تل هڅه کړې له ټولو ګاونډیو په تېره له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

: ‏ازبکستان، افغانستان او امریکا په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یادو هېوادونو د لوړپوړ چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي.

: ‏په اروپا کې د کرونا دویمې څپې خلک اندېښمن کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په المان، فرانسه او هسپانیه کې د کرونا دویمه څپه پيل شوې ده چې خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي. الماني چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د کرونا ددویمې څپې د پيل لامل د خلکو بې احتیاطي ده.

: ‏ټایم نشریه لیکي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال ملا برادر پخپله له مایک پمپیو د حاجي بشیر د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. زلمي خلیلزاد ددې تر څنګ چې د حاجي بشیر د خوشي کولو غوښتنه کړې، ملا برادر ته یې ډاډ ورکړی چې هغه به ازادېږي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې پخوا مسکو خو اوس تهران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي. دده په خبره دوی په سیمه کې پر ټولو شته واقعیتونو خبر دي او په دې پوهېږي چې طالبان سیمه ییز ملاتړي لري او امریکا ټولو ته خپل نیت روښانه کړی دی.

: ‏وروسته تر هغه چې سعودي عربستان، پاکستان ته ورکړی یو میلیارد ډالر پور بېرته واخیست او د نورو ۶.۲ میلیارد ډالره پور او تېلي مرستو درولو خبره یې وکړه،د پاکستاني پوځ مشر قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته ځي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې،د باجوه د سفر موخه د اړیکو عادي کول بلل شوي دی.

: ‏د ستراتیژیست وایي،امریکا د روسیې په څېر افغانستان کې خپله ماتې تجربه کړه.د ستراتیژیست په نامه اسټرالیایي انسټیټیوټ د افغانستان په اړه راپور کې لیکلي چې امریکا اوس په هغه موقف کې ده چې کلونه پخوا دلته روسیې لرل او د هغوی په څېر هڅه کوي یوازې د خپلو سرتېرو وتو ته زمینه برابره کړي.

: ‏د عراق د ګډو ځواکونو قومنداني د ترکیې د هوایي ځواکونو له لوري د عراق په شمالي سیمه کې وروستۍ بمبارۍ غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دوی ته دې په ټیټه سترګه نه ګوري ځکه هېواد یې د هر ډول ګواښ ځواب ویلو ته پوره چمتوالی لري.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې د لبنان پلازمېنه بېروت کې درنې چاودنې هېښ کړی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، اردوغان مکرون نه دی چې د استعمار په لټه کې دی، بلکې دی دا خپله دنده بولي او د یادې غمېزې تر پایه به لکه د یو ورور په څېر د لبنان د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

: ‏د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند وایي د پاکستان پوځ د پښتنو وژلو ته مجبور کړی و.

احسان الله احسان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي کله چې د پاکستان حکومت ونیولو، نو بېرته یې ازاد کړ او په پېښور کې یې دفتر ورکړ.

‏د پاکستاني طالبانو دغه غړی وایي پاکستاني حکومت ترې وغوښتل چې د یوې وژونکې ډلې مشري وکړي چې په بدل کې به یې پاکستان دده قضیې ختموي او مالي مرستې به ورسره کوي.

‏احسان وایي پاکستاني پوځ یو لېست ورکړ چې له مخې یې باید په لېست کې شامل کسان، چې ډېر پکې د پښتنو قومي مشران، پښتانه متخصیصین، مدني فعالان، لیکوالان او ځينې خبریالان شامل وو.

نوموړی وايي له همدې امله له پاکستاني پوځ وتښتېد او د وژونکې ډلې مشري یې و نه منله.

: ‏مولود چاووش‌اوغلو، وزیرخارجه ترکیه در پیامی در صفحۀ تویترش از دیدارش با مارشال عبدالرشید دوستم، معاون پیشین ریاستجمهوری افغانستان نگاشته‌است و گفته‌است که در این دیدار بر حمایت ترکیه از مردم افغانستان در روند صلح تأکید کرده‌است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟