No-IMG

جيمز ويب د کايناتو ابتدا راباندې ويني

د جيمز ويب فضايي ټيليسکوپ يوه حيرانوونکې او فوق العاده ځانګړنه دا ده چې د کايناتو په خورا ليرې او ژورو څنډو کې د موجودو ستورو په اړه به نوي معلومات راکړي. د کايناتو عمر 13.8 ميليارده کاله دی، يعنې تر بيګ بينګ يا لويې چاودنې وروسته 13.8 ميليارده کاله تېر شوي. ستورپوهنه وايي چې د کايناتو لومړني او تر ټولو پخواني ستوري تر بيګ بينګ 150 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي. هابل ټيليسکوپ کولای شول هغه لومړني ستوري وويني چې د کايناتو تر تخليق 500 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي وو خو جيمز ويب د خپلو خورا ځواکمنو هيندارو او پېچلي ساينسي جوړښت په برکت کولای شي د کايناتو تر تخليق 200 ميليونه کاله وروسته زېږېدلي لومړني ستوري وويني، هغه ستوري چې رڼا او ځلا يې زموږ تر لمر 100 ميليونه وارې زياته ده. دا په دې معنا ده چې جيمز ويب مو د کايناتو د تخليق د پيل خورا ابتدايي مراحلو ته بيايي او داسې څه راباندې ويني چې مدهوش به مو کړي او د کايناتو د جوړښت او عظمت په اړه به زموږ د فکر زاويه او محدوده بدله کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک