No-IMG

حکمتيار: د لوى اختر په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ د افغان جهادونه او قربانۍ قبولې كړي

د محترم حکمتيار صاحب د لوی اختر د خُطبې متن (شنبی 18سرطان 1401).

الله اكبر الله اكبر لا اله الا الله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد

الحمد لله و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ

و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم :

وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِ‍ۧمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنٗا وَٱرۡزُقۡ أَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُم بِٱللّٰهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ ۚ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ البقره: ١٢٦ صدق الله العظيم

وروڼو خويندو!

گرانو هېوادوالو!

د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت طاعات، عبادات، د اسلام او آزادۍ په لار كي د دوى جهادونه او قربانۍ قبول او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو، فقر او د پرديو له سلطې او اشغال ئې د تل لپاره وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو آرمانونه ترسره كړي.

د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې او سيطرې سخت كړولي دي؛ بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې دعاء كوو؛ 

لكه چي ابراهيم عليه السلام د كعبي له جوړولو وروسته د خپل امت لپاره الله تعالى ته دعاء كړې وه او ويلي ئې وو: اې زما ربه! مكه يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې له مېوو روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى او د خلكو زړونه ورته رامات كړه؛ موږ هم نن همغه د خپل جد دعاء ستا په وړاندي تكراروو او د اجابت طمع لرو؛ افغانان په يوې پېړۍ كي د دريو زبر ځواكونو تر بريد لاندي راغلل؛ تا په خپل فضل او كرم؛ د دريو واړو په وړاندي هغوى ته بريا وركړه؛ مهربانه ربه! نن موږ ته دا سعادت راپه برخه كړې چي سرلوړى، له جنگونو فارغ او اسلامي افغانستان جوړ كړو؛ په دې هېواد كي چي د شهيدانو په وينو سور شوى؛ او د ولس ډېرو كورنيو تر يوه زيات شهيدان وركړي؛ ستا دين او هغه نظام قائم كړو چي په تېرو څوارلسو پېړيو كي ئې مظلوم اسلامي امت په انتظار كي دئ.

وروڼو خويندو!

إبراهيم عليه السلام؛ إسلامي امت ته؛ له خپل رب؛ د دوو الٰهي نعمتونو غوښتنه وكړه: امن او پراخ رزق؛ الله تعالىٰ ئې دعاء قبوله كړه خو له يوې استثناء سره او هغه دا چي كافر ته هم رزق وركوي؛ خو امنيت به يوازي د مؤمنانو په برخه كوي. يعني چي امنيت له ايمان سره تړلى دئ؛ واقعي امنيت به يوازي د هغو په برخه كېږي چي ايمان لري؛ هغه چي ايمان او غوښتنو ته ئې تمكين او التزام لري؛ يعني د قرآن له نظره؛ امن او پراخ رزق؛ دوه ستر الٰهي نعمتونه دي؛ دواړه يو په بل پسې او هممهاله راځي؛ همدا راز ناامني او فقر دوه ستر نقمتونه او عذابونه دي؛ يو له بل سره تړلي؛ چېري چي ناامني خوره شي او د جگړو اورونه بل شي؛ هلته به هرو مرو فقر هم خپل تور وزر پر ټولني غوړوي؛ او هلته چي ايمان او تقوىٰ وي نو امن به وي او د آسمان او زمكي د پراخ رزق دروازې به د خلكو پر مخ پرانستل كېږي. ايمان په امن او د رزق او روزي په وفرت او پراخي منتج كېږي او بې ايماني؛ ناامني او فقر رامنځته كوي

امن يوازي د جنگ نشتوالي ته نه وايي؛ واقعي امن هغه حالت ته وايي چي انسان له هر راز خوف او وېري خوندي وي؛ پر خپل سر، عزت، مال، معنوي ارزښتونو او آزادي؛ د هيچا له تېري او تعرض وېره ونه لري او له الله تعالىٰ پرته ئې بل چا ته سر ټيټ نه شي؛ خدايه! موږ دغسي امن غواړو؛ إن شاء الله د افغان ولس او اسلامي امت دا آرمان به تر سره كېږي؛ همغسي لكه چي د افغانانو نور ستر ستر آرمانونه تر سره شول؛ د دريو بدمستو او مغرورو زبرځواكونو ماته او زوال ئې په خپلو سترگو وليد.  

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

سولي ته د رسېدو او د بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي:

 

له نن وروسته مخكنۍ خونړۍ تجربې نه تكراروو؛ قدرت ته د رسېدو او په قدرت كي د پاته كېدو لپاره د خپل ورور په خلاف وسله نه كاروو؛

 

جگړه د تل لپاره پاى ته رسوو.

 

دا د ملت شرعي او انساني حق گڼو چي د زعامت الٰهي امانت هغه چا ته وسپاري چي د دې ستر او دروند امانت اهل وي. همغه به د زعيم په توگه منو او له مخالفت به ئې ډډه كوو چي د ملت اكثريت ئې د زعيم په توگه مني؛

 

په خپل هېواد كي نه د پرديو وسله وال حضور منو او نه د هېواد په كورنيو چارو كي د پرديو مداخلات.

 

په آزاد او مستقل افغانستان كي به واقعي اسلامي نظام قائموو او د ژوند ټول فردي او اجتماعي قضايا به د الله تعالىٰ د دين مطابق تنظيموو؛ د ټولو پرېكړو وروستۍ مرجع به د الله تعالى دين وي.

 

وروڼو خويندو!

امريكا ته چي تېر شل كلن جنگ ئې پر افغانانو تحميل كړ؛ څو خبري لرو:

1.    افغانان او افغانستان خپلي مخي ته پرېږدئ او زموږ په كورنيو چارو كي خپلي لاسوهني بندي كړئ. ښه به وي چي تاسو افغانستان د ناټو د متحدينو له فهرست وباسئ؛ دا ځكه چي دې ملگرتيا موږ ته له جگړو او په جگړو كي د افغانانو له وژني او د افغانستان له ورانۍ پرته بل څه نه دي راكړي؛ ستاسو متحدين؛ افغان ملت نه؛ بلكي هغه وو چي تاسو په خپلو جهازونو كي راوړل او ديسانت مو كړل او پر افغانانو مو مسلط كړل؛ هغه امنيتي تړون مو هم فسخ كړئ چي پر خپلو افغاني مزدورانو مو لاسليك كړى وو.

2- د افغانستان د زمكني او فضائي حريم له نقضولو ډډه وكړئ؛ او پر ښارونو د ډرون الوتني متوقف كړئ.

3. ولي د افغانستان په گاونډ هېوادونو كي د افغانستان په ارتباط اډې جوړوئ؟ له مخكنيو تېريو مو څه تر لاسه كړل چي بيا د هغي ناكامي تجربې تكرار ته زړه ښه كوئ؟

4. ولي مو وسله والو مخالفينو ته دفترونه وركړي؟

5. ولي مو د مخكني رژيم د اردو، امنيتي ځواكونو، استخباراتو او مطبوعاتو پرسونل انتقال او په جنگي ډلو كي تنظيم كړي؛ ټولو ته مو په امريكا او د امريكا ملگرو هېوادو كي دفترونه وركړي؟

6. ولي په بي بي سي، امريكا غږ، افغانستان انټرنيشنل؛ او نورو زړو او نويو رسنيو كي د نظام ضد ډلو په گټه او د اوسني نظام په خلاف پراخ دروغجن او زهرجن تبليغات كوئ؟

7. ولي افغانستان انټرنيشنل د همدې نظام په خلاف د پراخو او مسلسل تبليغاتو لپاره رامنځته شو؟

8. ولي د بې وزلو افغانانو په نامه داسي مشروط مرستي رالېږئ چي د حكومت نفي كول ئې اصلي موخه وي؛ او دا شرط وضع كوئ چي هيڅ مرستي بايد د حكومت له لاري افغانانو ته ونه رسېږي؟

9. اوسني حكومت ته په كار ده چي داسي مشروط غرضي مرستي ونه مني او بهرنيانو ته اجازه ورنه كړي چي په خپله خوښه او خپل سر او هر چا ته چي وغواړي څه وركړي؟

10. ولي د افغانستان بانك د شتمنيو په اړه د خپلي خوښي شرائط وضع كوئ؛ پانگي د افغانانو دي او اختيار ئې د امريكا په لاس كي!!

برادران و خواهران عزيز!

آنان كه مى پندارند؛ از طريق جنگ؛ به اهداف شان خواهند رسيد؛ و هواداران شان به اين خواب و خيال اند؛ به آنان مى گوييم؛ شكستهاى شوروى و ناتو و مزدوران شان؛ براى هر انسان خردمند و عاقل؛ تجربه هاى آموزنده اند؛ انتظار حمايت مجدد غرب؛ برويت ستايشهاى مبالغه آميز آنان؛ از مزدوران شان؛ مبادا باعث فريب تان شوند؛ تجربه هاى تاريخى همواره نشان داده كه استعمارگران؛ دوست و دشمن دائمى ندارند؛ براى منافع استعمارى شان هر كسى را به آسانى قربانى كرده اند و تنها گذاشته اند؛ با تغيير موسم جامه و لهجه عوض كرده اند و معيار هاى دوستي و دښمني را تغيير داده اند؛ كسانى كه بر حمايت هاى  آنان حساب باز كرده اند و موضعگيرى هاى شان را برويت آن تعيين نموده اند؛ خيلى زود به اشتباه شان برده اند؛ و به همه ثابت گرديده كه اين ها خيلى ساده و بى تجربه بوده اند. بدترين معامله با مهاجرين؛ معامله با كمونست هاى مهاجر به كشور اتحاد شوروي بود!! يعني كه مزدور پست؛ نزد بادارش؛ هيچ ارزشى ندارد

برادران و خواهران عزيز!

حزب اسلامي افغانستان همواره در كنار مردم خود بوده و در راه نجات كشور از جنگ و رسيدن به صلح از هيچ اقدام و قربانى دريغ نه ورزيده؛ دوستى اش براى خدا بوده و دشمنى اش براى خدا؛ در برابر هر اشغالگر محكم ايستاده و از استقلال و آزادى كشور خود دفاع نموده؛ به هر گروه افغانى كه خواهان نجات كشور بوده؛ دست برادرى و وحدت دراز كرده است. هر كى هدفش اقامه نظام واقعى اسلامى باشد؛ حزب اسلامى را در كنار خود و همسنگر استوار و محكم خواهد يافت؛ همسنگر داو طلب و رضاكار؛ بدون طمع پاداش.

به ملت خود اطمئنان مى دهيم كه به تلاشهاى خود در جهت استحكام هر چه بيشتر وحدت ملى، زير پرچم شكوهمند و پر افتخار اسلام، رسيدن به صلح پايدار و مطمئن ادامه خواهيم داد؛ إن شاء الله افغان ها به بقيه آرمان هاى بزرگ شان نيز نائل خواهند شد و در افغانستان آزاد، مستقل و فارغ از جنگ؛ ثبات و امنيت دائمى و مطمئن تأمين خواهد شد. و ما ذلك على الله بعزيز

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

دوهمه خطبه

الله اكبر الله اكبر لا اله الا الله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد

الْحَمْدُ لله نحمده و نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نؤمن به و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِالله مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مِنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (45) وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا (46) وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا (47) وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا

الله اكبر الله اكبر لا اله الا الله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ بارك الله لنا و لكم في القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هوالغفور الرحيم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک