No-IMG

لومړي ځل لپاره د تقاعد سيستم عمر فاروق رض رامنځ ته کړ

لومړي ځل لپاره د تقاعد سستم نه المان رامنځ ته کړ، نه امریکا او نه غرب، دا نظام عمر فاروق رضی الله عنه رامنځ ته کړ

یوه ورځ عمر رض د مدینې په بازار کې روان و، یو سپین ږیری یې ولیده چې سوال کوي، پوښتنه یې ترې وکړه، مشره د کوم ځای یې؟

بوډا وویل، زه یهودي یم،  له خلکو سوال کوم، څو جزیه برابره کړم او بچو ته پرې څه واخلم

عمر په دریدلي غږ وویل، موږ درسره انصاف نه دی کړی، په زلمیتوب کې مو درنه جزیه واخیسته خو په بوډاتوب کې مو ضایع کړې، بیا یې بوډا له لاسه ونیوه، خپل کور ته یې بوتلو، خواړه یې ورکړل، د بیت المال مسئول یې راوغوښت، ورته یې وویل، ده او ده ته ورته خلکو ته له بیت المال نه لګښت ورکړه.

میاشتنی معاش یې ورته وټاکه او د تل لپاره یې ترې جزیه ساقطه کړه.

ببا عمر همدا کار له هغو صحابو کرامو سره وکړ چې عمر یې خوړلی و، ټول عمر یې دبیت المال نه ورته ځانګړی معاش وټاکه

مصادر..

كتاب أحكام أهل الذمه - ابن قيم الجوزي.

كتاب الأموال_  د بي عبيد القاسم بن سلام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک