No-IMG

شیخ بدر الدین الحسني

محمد اسماعيل رحماني

 

دا سړی شیخ بدر الدین الحسني نومیږي. د نسب لړۍ یې د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لمسي حسن بن علي رضي الله عنهما ته رسیږي. د خپل وخت ستر عالم، لوی ولي او ځیرک مربي و. شام کې چې اوسنیو عالمانو سره د نبوي حدیثونو د روایت څومره سلسلې دي، د ټولو دار و مدار پر ده ولاړ دی.

وایي چې دده لویه ځانګړتیا د نا اشنا پوهې او پرهېزګارۍ سره عجیبه خاکساري، د خالق تعالی د مخلوق سره بې کچې مینه او پر هغوی بېحده مهرباني وه. هیڅکله یې خدای تعالی یوازې د خپل ځان نه باله. نه یې سر کې ضمیر د (أنا) مستتر و.

دده ددغې ځانګړتیا بېلګې زښتې ډېرې دي. خو یوه یې ماته بېخي نادره ښکاره شوه. وایي چې د اختر په ورځ یې خپلو شاګردانو کې یو ستر عالم راوغوښت، ورته یې وویل: دا کڅوړې واخله او پلانۍ چکلې (ناموس فروشۍ) ته یې یوسه، هلته یې پر ټولو ښځو او نجونو ووېشه، ورته ووایه چې دا ناچیز شی درته بدر الدین الحسني رالېږلی، هیله ده چې په خپلو دعا ګانو کې یې یاد کړئ.

شاګرد یې حیران شو، ویې ویل چې وا مهربانه استاذه! دا تاسو څه وایئ؟ ددې لونګۍ او ږیري سره به زه هلته ورځم؟ دا شا وخوا خلک به څه وایي؟

شیخ ورته وویل: دا کار د خلکو لپاره نه بلکې یوازې د خدای لپاره وکړه، د خلکو په کیسه کې مه اوسه! خدای تعالی دې ویني چې ته د څه لپاره ځې. شاګرد یې زړه نا زړه د روپیو نه ډکې کڅوړې واخیستې او د یاد ځای پر لور روان شو. کله چې خپل منزل مقصود ته ورسېد، هلته شته نارینه او ښځینه یې په لیدو سخت حیران شول. ده ټولې ښځینه یوې کوټې ته راوغوښتې، لومړی یې پرې د روپیو کڅوړې تقسیم کړې، بیا یې ترې شیخ ته ددعا هیله وکړه.

د ښځینه ذات د عاطفې نه ډک زړه داسې ځای کې د ټینګي نه وي. مخ د واره د ټولو د سترګو نه د اوښکو باران پیل شو. لومړی یې مشرې او بیا ورپسې کشرانو ښځو خپل حجابونه واغوستل، هماغه ځای کې ددغه ناوړه کسب نه توبه ګارې شوې. ټولې خپلو کورونو  ته ددې لپاره ستنې شوې چې پاتې عمر کې به تېر زیان او تاوان جبرانوي.

          د مکې سفر آسان دی مرد هغه دی

          چې له ځانه سفر کاندي سفر دا دی

          چې توانګر د قناعت په خزانه شي

          بل توانګر په جهان نشته توانګر دا دی

          دا هنر نه دی چې خاورې څوک سره زر کا

          چــې زر خـــاورې کــا رحـمـانـه هـنـر دا دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک