No-IMG

شهید عبد الغفور او شهید داکتر عبد الشکور

د پلار او تره شهادت (۴۳) تلین په مناسبت:

دواړو ورونو(شهید عبدالغفور لالا او شهید داکتر عبدالشکور) د اسلامي نهضت تأسیس له پیل څخه، په مخلصانه توګه هلې ځلې وکړې، کور یې د دعوت او مبارزې په مرکز بدل شو، شتمني يې د نهضت په خدمت کې شوه، زنداني او شکنجه شول، د مبارزې هوډ یې لا پیاوړی شو، کشر په (۱۳۵۳) او مشر په (۱۳۵۴) هـ ش د کابل په دهمزګ کې زندانیان شول، د (۱۳) کسیزې کورنۍ پالنه یې بوډۍ مور ته پريښودله، تر یونیم کال وروسته مو سره ولیدل، یو په قلعه کهنه او بل په قلعه جدید کې و، د یونیم ساعت ملاقات وخت به مو نیم له یوه او نیم نور به مو له بل سره تیر کړ، د ثور له کودتا وروسته د څرخي پله نا تکمیله زندان ته انتقال کړای شول، هلته مو نور سره ونه لیدل، پاکې جامې او ضروري اجناس به مو د عسکر په لاس ورلیږل، د ۱۳۵۸جوزاء په (۸) ـ لکه دا نن ورځ ـ ماسپخین مهال د نهضت(۱۱۳) تنو ته وویل شول چې نن شپه تاسو خوشې کیږی، دوی پوه شول چې دا د شهادت اعلان دی، تیارۍ شروع شو(ځان مینځل، جامې بدلول، عطر، رانجه پورې کول) ولس ته وروستۍ پیغام د محمد نسیم طارق مسلمیار( د خالص بابا) زوی له خوا ولوستل شو، دلګي مشران او عمومي قوماندان تعین شول، د شپې په ۱۱ بجو د څلورمې زغروالې لواء له لوري د سترګو او لاسونو تړلو او موټرو ته د پورته کولو عملیات پیل شول، د تکبیر په ملکوتي غږ جګړه پیل شوه، د جوزا ۹ تر سهار ۸ بجو یې دوام وکړ، ټولو د شهادت جام نوش کړ، پاک جسدونه یې په کومه کنده کې تر خاورو لاندې کړای شول، پدې توګه د محبس ویاړلی قیام پای ته ورسید.

له ډیره وخته هڅه کوم چې مشخص ځای یې پیداشي، که اوسني چارواکي دا همت وکړي، دغه تاریخي مقبره را معلومه، څلی پرې ودروي، شهیدانو ته د اقل وفاء په توګه نومونه یې پرې ولیکي ښه به وي.

د تیر حوت په(۵) تاریخ د نهضت د ۱۳۵۶ کال دریو تنو اعدام شویو شهیدانو(مولوي حبیب الرحمن، داکتر محمد عمر، خواجه محفوظ منصور) چې د دهمزنګ محبس ترڅنګ هدیره کې خاورو ته سپارل شوي و، دعاء ته ورغلم، لاندې تصویر د همدې هدیرې دی.

د واقعې (۲۲) تنه شهیدان د لغمان ول:

مولوي عبدالرشید(الشنګ ګړګړ)، استاذ عبدالستارخان، استاذ سید احمد او نورالحق(مرکزعمرزائي)،استاذ نذیر خان(الینګارنیازی)، داکتر عبدالشکور او ورور یې عبدالغفور لالا(مرکز کوټه طور)،د شرعیاتو محصل مولوي محمد میر(مرکزملایانو کلی)، مولوي عبدالخلیل( الیشنګ کاسي ګړ)، ادبیاتو محصل غلام سخي واثق او ملا سحرګل (الینګار بدیع آباد)، شرعیاتو محصل فضل الرحمن او ګلرحمن (مرکزبصرام)، انجنیر عبدالعالم، عبدالعظیم او عبدالقیوم (مرکز چهار دهي)، حاجي سمیع الله(مرکز ده ملخ)، عبدالأحد(الیشنګ میاصاحب دیره)، محمدالله او محمد قائم(مرکز چهلمټی)، حافظ محمدمعصوم(مرکز مریم)، محمدطاهر(مرکز میدانی).

اللهم ارحمهم و احشرهم مع الأنبیاء و الصدیقین و حقق آمالهم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک