No-IMG

بن سټوکس؛ د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي استعفا وکړه

د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي بن سټوکس له یوې ورځنیو لوبو څخه استعفا وکړه. د استعفا دلیل یې شل اوریزو او ټست سیالیو ته ډېر تمرکز بللی دی، خو یوه خبره دا هم کېږي چې ځان یې شل اوریزو تجارتي لوبو ته فارغ کړ. دی د هند د لوی تجارتي لیګ آی پي ال په تېر سیزن کې هم ونه لوبېده او ممکن سلګونه زره ډالر زیان یې کړی وي. بن سټوکس په خپلې وروستۍ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کې د جنوبي افریقا خلاف پنځه منډې وکړې او په پنځو اورونو کې پرې ۴۴ منډې وشوې.

په نیوزلنډ کې زېږېدلی د انګلنډ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د معاصر کرکټ ښه الراونډر بلل کېږي- هم توپ وهونکی او هم توپ اچوونکی. دی د نیوزلنډ په کرسچرچ کې زېږېدلی دی، دا هغه ځای دی چې څو کاله مخکې یو وسله وال په کې په یو جومات کې سلګونه مسلمانان شهیدان کړل.

بن سټوکس د یو فټ او په سټه روغ لوبغاړي ښه مثال ګڼل کېږي، د ده د ښه فټنس یوه بېلګه د ۲۰۱۹ د اګست په میاشت کې د استرالیا په خلاف لوبه بلل کېږي. دی به اوس هم د ټست لوبې کوي، خو غواړم له یوې ورځنیو لوبو څخه د ده د تقاعد په پلمه د استرالیا خلاف د هماغې لوبې یادونه وکړم د ۲۰۱۹م کال د اګسټ پر ۲۵ د انګلنډ د لیډز په تاوده موسم کې د انګلنډ او استرالیا ترمنځ د اشیز (ایرو) ټسټ لوبه وه.

د اشیز لوبې

د انګلنډ او استرالیا ترمنځ د اشیز یا ایرو ټسټ لوبې عجیب تاریخ لري. د ۱۸۸۲م کال په اګسټ کې په لومړي ځل استرالیا د انګلنډ پر خاوره د اووال په لوبغالي کې انګلنډ ته ماتې ورکړه. په سبا یې د بریتانیا یوې مشهورې ورځپاڼې سپورټینګ ټایم یو راپور خپور کړ. په راپور کې د انګلنډ پر ټیم ملنډې وهل شوې وې، کلکې نیوکې شوې وې او لیکل شوي وو: «د انګلنډ کرکټ مړ شو. جسد به یې وسوځول شي او ایرې به یې استرالیا ته انتقال شي.» څو میاشتې وروسته د انګلنډ ټیم استرالیا ته روان و، د هغه وخت کپتان یې هان له خپلو مینه والو سره ژمنه وکړه چې دا «ایرې» به بېرته انګلنډ ته راوړي؛ خو د استرالیا د هغه مهال کپتان مورداګ وویل چې هڅه به وکړي دا ایرې په استرالیا کې پاتې شي. باور دا دی چې د دغه وړوکي کپ په منځ کې ایرې پرتې دي‌ او دا ایرې د کرکټ د سوځول شوي بیلز(د ویکټو پر سر کوچني لرګي) ایرې دي چې اوس انګلنډ او استرالیا ته ارزښتناکې بلل کېږي. دا بیلز د کرکټ یو شمېر مینه والو سوځولی او ویل کېږي چې دا مینه والې ښځې وې. له هماغې ورځې وروسته دا ایرې کله په استرالیا او کله په انګلنډ کې وي. ۱

سټوکس د فټنس ښه نمونه

 د ۲۰۱۹ د اګست میاشت ده. هوا توده وه، انګلنډ ورو ورو د بري پر لوري مزل لنډاوه؛ خو تر سخت فشار لاندې و، په ۱۴۲ رنزونو یې درېیم لوبغاړی هم اوټ شوی و، هدف ۲۲۶ دی، بن سټوکس راغی او کیسه یې بدله کړه. لوبه په هماغه میدان کې وه چې افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته وبایلله. د انګلنډ او استرالیا ترمنځ د اشیز یا ایرو ټسټ لوبې عجیب تاریخ لري. د ۱۸۸۲م کال په اګسټ کې په لومړي ځل استرالیا د انګلنډ پر خاوره د اووال په لوبغالي کې انګلنډ ته ماتې ورکړه. په سبا یې د بریتانیا یوې مشهورې ورځپاڼې سپورټینګ ټایم یو راپور خپور کړ. په راپور کې د انګلنډ پر ټیم ملنډې وهل شوې وې، کلکې نیوکې پرې شوې وې او لیکل شوي وو: «د انګلنډ کرکټ مړ شو. جسد به یې وسوځول شي او ایرې به یې استرالیا ته انتقال شي

بن سټوکس چې میدان ته راښکته شو، ډېرو انګېرله چې ښايي استرالیا دا لوبه په اسانه وګټي. سټوکس د همدغه ټسټ په اول انېنګز کې په اتو منډو اوټ شوی و. لس منډې وروسته د انګلنډ کپتان او څلورم لوبغاړی جوزیف روټ هم وسوځېده؛ خو سټوکس هماغسې ولاړ دی او غواړي دا کیسه تر پایه ورسوي. دی په ډېر احتیاط لوبه کوي، له یوې خوا ګرمي، له بلې خوا د لوبې فشار، په میدان کې درېدل، منډې کول او دا هڅه هم کول چې بل لوبغاړی ‌ونه سوځېږي او تر ټولو مهمه د اشیز ټسټ لوبې ګټل. سټوکس بېټېنګ کوي؛ خو نور لوبغاړي ورسره یاري نه کوي او ژر ژر سوځېږي. مګر دی لکه غر هماغسې ولاړ دی او منډې کوي. د استرالیا بالر جوش هازلووډ  یو بال د بن سټوکس په هیلمټ(خولۍ) لګېږي او د هغه هیلمټ مات مات کېږي؛ خو سټوکس یې د بري او هدف ته د رسېدو له هوډه ایسار نه شو کړای. بن سټوکس ۳۳۰ دقیقې (پنځه نیم ساعته) بېټېنګ وکړ، ۲۱۹ بالونه یې ولوبول، ۱۳۵ منډې یې وکړې او استرالیا ته یې ماتې ورکړه. ده د استرالیا په دویم انېنګز کې ۲۵ اورونه هم کړي وو او درې لوبغاړي یې هم سوځولي وو. دروند بېټ په لاس، دروند هلمټ پر سر،‌ درانده پيټونه په پښو تړلي، پنځه نیم ساعتونه د نړۍ تر ټولو غښتلیو بالرانو مخې ته درېدل، په ګرمۍ او تر فشار لاندې په یو سخت حالت کې سلیزه کول او لوبه ګټل، ذهناً او جسماً د یوه پیاوړي، مسلکي‌ او نړیوال لوبغاړي د فټنس ښه تعریف کېدای شي. یو مسلکي او نړیوال لوبغاړی باید همداسې وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک