No-IMG

حکمتيار: د ساينس نهائي پرېكړه دا ده چي نه انسان څه پيدا كولى شي او نه څه له منځه وړلى شي

وروڼو خوېندو!

مخكي له دې چي د قرآن دا آيت وڅېړو اجازه راكړئ لومړى د هغه انځور په اړه څه ووايو چي په تېري اونۍ كي د أمريكا د ناسا فضائي آژانس؛ نندارې ته وړاندي كړ؛ دا رنگه انځور د كائنات د يوې وړې برخي؛ ډېر دقيق انځور وو؛ د جيمز وِب تلسكوپ له لوري اخيستل شوى وو؛ په دې تلسكوپ تر لس مليارد ډالر زيات لگښت شوى، 25 كلونه پرې كار شوى او په همدې تېري اونۍ او 11 جولاى كي ناسا وتوانېده د هغه لومړني انځورونه تر لاسه او خپاره كړي.

د دې تلسكوپ د جوړولو او فضاء ته د استولو اصلي موخه او مفكوره دا وه چي د كائنات د يوې نسبتاً پراخي برخي دقيق او رنگه انځور تر لاسه شي او له مخي ئې د هغي د بيگ بينگ (Big Bang) په نامه د هغه لومړنۍ چاودني له رامنځته كېدو سره سم؛ د رامنځته شوي كائنات ابتدائي حالت معلوم كړى شي؛ د همدې چاودني له كبله د دې كائنات د پيدايښت او پراخېدو لړۍ پيل شوې؛ او د عالم ټول ستوري او ستور ليكي رامنځته شوي؛ د بيگ بينگ نظريه وايي: د كائنات دا ټول اجرام چي نن ئې موږ د آسمان په غېږ كي گورو؛ تر چاودني وړاندي سره نښتي او يوه كتله ول؛ د دغي چاودني له كبله سره بېل شوي او نږدې  13.8 مليارد كلونه پرې تېر شوي چي اوسنۍ بڼه ئې غوره كړې.

جيمز وِب تلسكوپ؛ د جولاى په يولسمه؛ د عالم د يوې برخي لومړى رنگه انځور زمكي ته راواستاوو؛ داسي انځور چي د عالم د پراخوالي او عَظَمَت په درك كي له انسان سره ډېره مرسته كوي؛ په دې انځور كي داسي ستور ليكي تر سترگو كېږي چي له زمكي د 13 مليارد نوري كلونو په واټن لري پراته دي؛ په هغه کي تر سل مليارده زيات ستوري شته؛ خو په انځور كي داسي معلومېږي لكه د يوې وړې گوتي د نوك سر؛ په دې عالم كي له دوه تر څلور ټريليونه (له دوه تر څلوره زره مليارده) ستور ليكي شته؛ دا د څو كلونو تخميني شمېر دئ؛ معلومه نه ده چي په څو راتلونكو كلونو كي به څومره نور كشف شي؛ په عالم كي داسي ستوري شته چي ميليونونه كاله وړاندي له منځه تللي؛ خو موږ ئې رڼا اوس هم گورو؛ داسي ستوري هم له زمكي په دومره سرعت سره لري كېږي چي هيڅكله ئې نور تر موږ نه رارسي؛ له دې انځور كولى شو د كائنات عظمت درك كړو؛ او له مخي ئې پوه شو چي خالق به ئې څومره ستر او عظيم وي؛ هغه چي دا عالم ئې پيدا كړى او ساتنه او پالنه ئې كوي؛ هر څه د هغه حكم ته تابع او منقاد دئ او په همغه مسير كي درومي چي خپل خالق ورته ټاكلى. يقيناً چي دا ستر او مهم كار دئ؛ او د عالم په ښه پېژندو كي له انسان سره ډېره مرسته كولى شي.

دا تلسكوپ څو مهم وظائف لري:

1- د هغو لومړنيو جوړ شوو ستور ليكو (كهكشانونو) نور كشفول چي له بيگ بينگ وروسته او متصل جوړ شوي. 2- د ستور ليكو د جوړېدو او تكامل څرنگوالى مطالعه كول. 3- دا چي ستوري او سپوږمكۍ څنگه جوړ شوي. 4- حيات څنگه او كله رامنځته شوى او منشأ ئې څه ده او آيا له زمكي پرته نورو ستورو كي ژوي شته؟

جيمز وِب له زمكي نږدې  یو نیم ملیون  ۱٬۵۰۰٬۰۰۰ کیلومتر واټن كي او تر سپوږمۍ نږدې څلور برابره له زمكي لري مدار كي ځاى په ځاى شوى؛

تر دې وړاندي د هابل تلسكوپ له زمكي نږدې 400000 كيلومتر واټن كي مستقر شوى وو؛ د هابل تلسكوپ له لوري رالېږل شوي انځورونه د جيمز وب په څېر دقيق او واضح نه وو

جيمز وِب د نړۍ د ډېرو علمي مراكزو او مؤسسو په مرسته او گډ كار جوړ شوى

لس مليارده ډالر د ناسا له لوري پرې لگېدلي؛ د بريتانيا او كانادا فضائي آژانسونو هم تر يو مليارد زيات لگښت پرې كړى؛ نږدې 25 كاله وروسته وتوانېدل هغه بشپړ كړي او دا دئ لومړني انځورونه ئې زمكي ته راواستول.

په كار ده أمريكا او ولس ئې پر دې بې ساري علمي لاس ته راوړني افتخار وكړي؛ اما نه دومره چي جو بايدن په سپيني ماڼۍ كي او د ټولي دنيا په وړاندي وويل: جيمز وِب تلسكوپ وښوده چي أمريكا هر هغه څه كولى شي چي وئې غواړي!! نن ئې دا خبره وكړه او متصل ئې بله ورځ سپيني ماڼۍ مطبوعاتو ته وويل: ښاغلى جمهور رئيس په كورونا اخته شوى. يعني چي أمريكا د يوه داسي ويروس له مقابلې هم عاجزه ده چي په غير مجهزو سترگو نه ليدل كېږي؛ كه څه په زرگونو ځله ستر كړى شي.

حقيقت دا دئ چي ډېر كارونه داسي دي چي نه يوازي أمريكا او ولس ئې بلكي د نړۍ ټول انسانان ئې له كولو عاجز وو او دي.

ويلى شو چي د دې انځور ارزښت د علم د ستر او ضخيم كتاب؛ له يوې صفحې؛ فقط انځور اخيستل دي؛ په داسي حال كي چي لا معلومه نه ده په دې صفحې كي څه ليكل شوي!! دا داسي وگڼئ لکه چي څوک د امازون د ستر ځنگل چي نږدې شپږ مليون کيلومتر مربع مساحت لري؛ او نږدې 400 مليارده وني لري؛ کوم ماهر عکاس؛ په يوې وړې گوښي کي د څو ونو رنگه عکس واخلي او د همدې عکس په استناد ووايي: زه چي هر څه وغواړم؛ هغه کولى شم!! په داسي حال كي چي خبر نه دئ په دې ستر ځنگله کي څومره وني دي؛ د دې ونو د پيدايښت له څرنگوالي او نېټې هم سم او په بشپړه توگه خبر نه دئ؛ لا ډېر کار ته ضرورت لري چي پوه شي د دې ونو هره پاڼه کله او څنگه پيدا شوې؟ كه هره پاڼه يو ستور ليكي ونيسو؛ د پاڼي هره حجره يو ستورى وگڼو او ونه ئې د ستور ليكو يوه مجموعه؛ نو دې ماهر عكاس فقط د عالم يوه وړه برخه عكاسي كړې. الله تعالىٰ غرور نه خوښوي؛ د مغرور د كبر كاسه ژر نسكوروي؛ كه د شتمنۍ له كبله كبر او غرور وي، كه د زور ځواك غرور، او كه علمي غرور؛ قرآن انسان ته وايي: علم دي ډېر لږ دئ؛ دومره لږ لكه څوك چي په يوه ستر سمندر كي خپله گوته ننباسي او له څه لندبل سره ئې راوباسي؛ د ده د محدود علم په اړه فرمايي:

.... وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلا قَلِيلا 85 الإسراء 85

.... او تاسو ته اې انسانانو نه دئ دركړى شوى مگر لږ علم...

دا تلسکوپ غواړي کائنات په هغه حالت کي وويني چي عمر ئې نږدې 400 زره کاله وو؛ يعني د هغه مهال وړانگي کشف او ثبت کړي چي لا په کائنات کي هيڅ داسي څه نه وو پيدا شوي چي په سترگو ليدل کېږي؛ نه ستوري وو؛ نه ستورليکي او نه عناصر او مرکبات ئې؛ فقط يوه ستره چاودنه شوې وه او د ستور ليکو غير مرئي کتلې رامنځته شوې وې؛ دغو نامرئي کتلو 13.8 مليارد کاله وروسته؛ اوسنۍ بڼه غوره کړې. که تلسكوپ وتوانېږي د هغه مهال پاته شوې وړانگي کشف او ثبت کړي؛ نو انسان ته به جوته شي چي کائنات هغه مهال څنگه وو؛ څنگه له هغه ابتدائي حالت اوسني حالت ته اوښتى او کوم مراحل او پړاوونه پرې تېر شوي.  

جيمز وِب به دا هڅه هم کوي چي زمكي ته ورته داسي ستوري پيدا كړي چي حجم او د فضاء ترکيب او څرنگوالى ئې زمکي ته ورته وي؛ د اوبو بخارات او د كاربن داى اكسايد په شمول ټول هغه توكي ولري چي د زمكي په فضاء كي موندل كېږي؛ د دې معلومات له مخي به پر دغو ستورو مزيد څېړني کوي چي وگوري په دوى کي د ژوندون امکانات او بېلگي شته که نه؛ لس ستوري ئې په نښه كړي؛ جيمز وِب كولى شي د ستورو د سطح حرارت معلوم او ثبت كړي؛ د دې معلومات له مخي کولى شي تشخيص کړي چي آيا دلته هغه معتدله هوا او د حرارت مناسبه درجه چي د ژوو او ژوندون لپاره ضروري ده؛ شته كه نه.

دا تلسكوپ كولى شي زموږ د شمسي نظام وضعيت هم تر نظر لاندي ولري؛ په ځانگړې توگه هغه اجرام او شهابي تيږي چي د زمكي په لوري رادرومي؛ په ډېر زيات سرعت سره؛ كه مخامخ پر زمكي راپرېوځي نو ستره فاجعه به رامنځته كېږي او د زمكي لويه او پراخه برخه به ورانېږي؛ همغسي لكه چي څو مليونه كاله وړاندي د يوې شهابي تېږي په راپرېوتو سره د ډايناسورانو نسل له منځه ولاړ. انسانان كولى شي د دې معلوماتو له مخي د داسي فاجعو د مخنيوي په ارتباط لازم اقدامات وكړي

وروڼو خوېندو!

په هغه آيت كي چي ما د خطبې په سر كي تلاوت كړ؛ د جيمز وِب د مأموريت اړوند دوو قضيو ته اشاره شوې: 1- دا كائنات څنگه پيدا شوى؛ تر پيدايښت وړاندي په څه حالت كي وو؛ څه وشول چي د كائنات ټول ستوري او ستور ليكي راپيدا شي. 2- د ژوو د پيدايښت اصلي ماده څه ده؟

راشئ دې آيت ته لږ ځير شو؛ د آيت ترجمه داسي ده:

"آيا منكرينو دې ته پام نه دئ كړى چي آسمانونه او زمكه سره نښتي ول او موږ سره بېل كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟!"

په دې آيت كي څو مهمي لارښووني مومو:

په ډېر صراحت او وضاحت سره وايي چي په سر كي ټول كائنات؛ زمكه، لمر او د آسمان ټول اجرام؛ يوه كتله وه او الله تعالىٰ په يوې چاودني سره دوى بېل بېل كړل او اوسنۍ بڼه ئې وركړه. د (رِتْق) معنى پيوستون او يو له بل سره ښنتل (نښتل) ده، او د (فتق) معنىٰ په شدت سره بېلېدا او جلا كېدا ده؛ يعني د عالم هر څه كه دا په آسمانونو كي دي او كه په زمكي كي؛ په ابتداء كي ټول سره پيوست او نښتي ول او الله تعالىٰ سره جلا جلا او بېل بېل كړل.

د ټولو ژوو د پيدايښت لومړۍ او اساسي ماده اوبه دي؛ الله تعالىٰ ټول ژوي له اوبو پيدا كړي.

د ايمان راوړو لپاره د قرآن دغه دوه ويناوي كافي دي؛ قرآن دغه خبري څوارلس نيمي پېړۍ وړاندي كړې؛ ساينس نن پرې پوه شوى؛ د بيگ بينگ نظريه؛ او د دې نظريې پر بنسټ؛ فضاء ته د جيمز وِب تلسكوپ استول او دا انتظار درلودل چي دا تلسكوپ به د عالم د پيدايښت د لومړيو مراحلو انځورونه ثبت او زمكي ته مخابره كړي؛ او انسانان به په خپلو سترگو وگوري چي دا پراخ عالم په پيل كي ډېر ووړ وو؛ ورو ورو پراخ او ستر شوى؛ جيمز ويب نن په نورو ستورو كي د ژوو موندلو لپاره د اوبو موندلو لټه كوي او قرآن ډېر وړاندي همدا خبره كړې چي ټول ژوي له اوبو پيدا شوي؛ يعني د ژوو د پيدايښت او خلقت أساسي ماده اوبه دي؛ يوازي په هغو ستورو كي به موندل كېږي چي اوبه ولري.

ساينس وايي: دا عالم د نور د سرعت په اندازه؛ په هره ثانيه كي 300000 كيلومتره د مسلسل پراخېدو حالت كي دئ؛ يعني د پيدايښت له لومړۍ ورځي تر ننه په همدې سرعت پراخ شوى او اوسنى حالت ئې غوره كړى؛ هر څومره چي شا ته وگورو؛ عالم به تر نن ووړ ومومو؛ منطقي نتيجه دا چي 13.8 مليارد كلونه وړاندي بايد دا عالم د يوې وړې كتلې په اندازه وو. جيمز وِب به همدا حقيقت په يوه انځور كي زموږ مخي ته ږدي؛ خو قرآن همدا حقيقت څوارلس نيمي پېړۍ وړاندي؛ په دې الفاظو بيان كړى:

وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ 47  الذاريات 47

او آسمان مو په خپلو لاسونو جوړ كړ او مونږ (ئې) پراخوونكي يو.

يعني چي هر څه الله تعالىٰ پيدا كړي؛ له الله تعالىٰ پرته بل داسي څوك نشته چي څه پيدا كړى شي؛ د ساينس قاطع او نهائي پرېكړه دا ده چي نه انسان څه پيدا كولى شي او نه څه له منځه وړلى شي؛ د ده كار فقط دومره دئ چي يو څه په بل څه واړوي؛ لرگى سوزولى شي؛ خو په بشپړه توگه ئې له منځه نشي وړلى؛ په سوزولو سره ئې فقط په ايرو، غازاتو او حرارتي انرژي بدل كړى.

دا مبارك آيت د قرآن يو ستر علمي اعجاز زموږ په وړاندي ږدي او وايي: الله تعالىٰ دا آسمان جوړ كړ او هغه ئې پراخوونكى دئ.

يعني الله تعالىٰ دې عالم ته د پيدايښت له ورځي په پر له پسې او مسلسله توگه پراخوالى وركوي!!

ساينس وايي چي دا عالم د پيدايښت له لومړنۍ چاودني وروسته تر نن پوري په سريع او مسلسله توگه پراخېږي، ستورليكي په خپلو منځونو كي او د هر ستورليكي ستوري يو له بل لري كېږي او په دې توگه د عالم لمن پراخېږي، وايي: ځيني ستوري زموږ له زمكي په دومره سرعت سره لري كېږي چي نور ئې تر موږ نه رارسېږي. يعني د لري كېدو سرعت ئې د نور تر سرعت زيات دئ!! او دا همغه خبره ده چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې وه او علم نن پرې پوه شو!! هر با انصافه عالم او هر باشعوره انسان به په دې اعتراف وكړي چي دا د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک