No-IMG

حکمتيار: د كائناتو په اړه د قرآن کريم په ارزښت هغه ښه پوهېږي چي د عالم پيدايښت په اړه ئې ژور علمي تحقيقات كړې وي

دې ته مو بايد پام وي چي دا نظريه ځيني لوازم او مقتضيات لري او موږ دې ته اړ كوي چي په ځينو داسي خبرو باور وكړو چي بنسټ ئې همدا نظريه ده:

1- يوه ئې دا چي يو مهال به د عالم د اجرامو تر منځ موجود واټن ورو ورو زيات شي او داسي پړاو ته به ورسېږي چي د دوى تر منځ جاذبه به كمزورې شي او دا به د دوى په بېلېدو او جلا كېدو منتج شي؛ او دا همغه حالت دئ چي قرآن ئې د قيامت په نامه يادوي او وايي چي ستوري به توى او خواره واره شي؛ يعني د جاذبې هغه ځواك به كمزورى او له منځه ولاړ شي چي دا ستوري ئې په خپل خپل مدار كي ساتلي او د شلېدو او پرېوتو مخه ئې نيولې.

2- د دې نظريې بله تقاضىٰ او نتيجه دا ده چي كه موږ هر څومره له نن ورځي شا ته درومو نو عالم به تر نن ووړ او محدود مومو. محققين او د ژور علمي نظر خاوندان او څېړونكي دې حقيقت ته په پام سره چي كائنات په مسلسل او پرله پسې توگه پراخ شوى، دې نتيجې ته رسېدلي چي كه موږ هر څومره شا ته نظر وكړو او څو ميليونه كاله وړاندي د كائنات حجم معلوم كړو نو دا به راته جوته شي چي هر څومره شا ته درومو؛ د كائنات پراخوالى او حجم به ووړ مومو؛ او داسي پړاو ته به رسو چي ټول كائنات فقط يوه كتله وي؛ او دا همغه حقيقت دئ قرآن ويلى او ساينس تأييد كړى.

ساينسپوهان وايي: كه د اتُم د زړه (مركز) او هغو الكترونونو تر منځ چي په چاپير ئې راچورلي؛ موجود او اوسنى واټن لږ زيات كړى شي، نو زموږ د زمكي حجم به له اوسني مقداره په ميليونونو ځله زيات شي او كه دا واټن لږ له اوسني مقدار راكم كړو نو حجم به ئې د اوسني حجم مِليونمه برخه شي. په اتُم كي د الكترون او پروتون تر منځ اوسنى واټن د پروټون د جاذبې له ځواك او د الكټرون د فرار له ځواك سره تړاو لري، د دغو دواړو ځواكونو تر منځ موجود تناسب په دې منتج شوى چي تر منځ ئې اوسنى واټن وي، په دې ځواك كي تغيير د اتُم په حجم كي د تغيير باعث كېږي؛ او د اتُم په حجم كي معمولي تغيير د اجسامو د حجم د ډېر زياتوالي او كموالي باعث كېږي.

قرآن وايي چي دا كائنات له يوې كتلې پنځول شوى؛ ورو ورو پراخ شوى او اوسنۍ بڼه ئې غوره كړې؛ دا څه عادي او معمولي خبره نه ده، په ارزښت او اهميت ئې هغه څوك ښه پوهېږي چي د عالم د پيدايښت په اړه ئې ژور علمي تحقيقات او څېړني كړې، له كلونو كلونو تحقيق وروسته دغي نتيجې ته رسېدلى چي د قرآن په پورتني آيت كي ورته اشاره شوې، كه تاسو د قرآن دغه آيت د همداسي كوم ساينسپوه مخي ته كښېږدئ او ورته ووايئ: زموږ په دغه ديني كتاب كي څوارلس نيمي پېړۍ مخكي ليكل شوي چي آسمانونه او زمكه سره نښتي او پيوست ول او الله تعالىٰ سره بېل كړي؛ او دا عالم د پيدايښت له لومړۍ ورځي تر ننه په مسلسله توگه پراخېږي؛ نو يقيناً چي هغه به حتماً اعتراف كوي چي انسان نشو كولى له شلمي پېړۍ وړاندي؛ د عالم د پيدايښت په اړه داسي علمي او دقيقه وينا وكړي، هغه ته به دا خبره لږ تر لږه دومره حيرانوونكي وي چي د څه ويلو توان به ترې سلب كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک