No-IMG

د سري لنکا او پاکستان اقتصادي وضعیت پرتله او د IMF جیوپولیټیکس رویه!

اسد مبارز

 

د سري لنکا د اقتصادي سقوط له کیسې خو ټول خبر یاست؛ د سقوط اصلي کیسه یې د بهرنیو پورونو څخه پیل شوه، د روان کال لومړۍ ربعې (مارچ ۲۰۲۲) تر پایه باید سري لنکا نږدې شپږ میلیارده ډالر بهرنۍ پور بیرته ادا کړی وای خو ددوی مرکزي بانک سره یوازې ۱۰۹ میلیارد ډالر موجود وو او دوی نشوای کولی چې پور دې ادا کړي. له همدې ځایه یې د اقتصادي او ورپسې سیاسي سقوط پیل شو.

که د جنوبي آسیایي اقتصادي وضعیت ته وکتل شي نو پاکستان هم د سري لنکا په شان بد اقتصادي وضعیت لري؛ د پاکستان پر پور ولاړ اقتصاد ته په کتو ډیرو اقتصادپوهانو دا وړاندوینه کړې وه چې پاکستان به د اقتصادي سقوط سره مخ کیږي. علاوه له دې دا وړاندوینه هم ډیره کیدله چې د پاکستان د مرکزي بانک ذخیره به هم ختمه شي او دا تر نن پورې همداسې ښکاریدل؛ د مرکزي بانک سره یې شته ډالر یوازې د څو اونیو د وارداتو لپاره کیدل او بس.

اقتصادي پرتله!

د پاکستان او سري لنکا د تېرو څو کلونو اقتصادي معلومات که ولولو نو سري لنکا د خوښۍ، لوږې، او د اقتصادي ودې له پلوه د جنوبي آسیا هیوادونو او بالخصوص پاکستان او هند څخه مخکې وو. په ۲۰۱۸ کال کې د نوبل جایزې ګټونکی امارتیاسین پخپل کتاب کې لیکي چې د اقتصادي پلوه هند له پاکستان وروسته د جنوبي آسیا دویم کمزوری هیواد دی. دا په دې معنی چې سري لنکا له هند او پاکستان دواړو څخه په اقتصادي پلو قوي او مستحکم هیواد وو.

که د IMF څخه د مرستې له نظره یې وګورو؛ په تېرو دیرشو کلونو کې سري لنکا اته ځلې له IMF پور اخیستی دی او پاکستان بیا دادی دیارلسم ځل له IMF پور اخلي؛ دا ځل پاکستان ته د ایس ډي آر له مخې پور ورکړل شوی دی چې سود یې ډیر کم دی. د ایس ډي آر په اړه ما څه وخت مخکې د یوټیوب په ویډیو کې معلومات (https://youtu.be/k-6YvJ3oRFM) ورکړې وو.

د سقوط موده کې سري لنکا باندې ټول بهرني پورونه ۵۳ میلیارده ول او پاکستان باندې فعلاً ۵۱ میلیارده بهرنۍ پور دی؛ ممکن ځینې ملګري ووایي چې د پاکستان اقتصاد د سري لنکا څخه درې چنده ستر دی، صحیح وایي؛ نفوس یې هم له سري لنکا لس چنده ډیر دی او د سړي سر عاید (GDP Per Capita) له مخې که وکتل شي نو بیا یې پرتله کولی شي.

دواړو هیوادونو کې د پور/ کورني ناخالص تولیداتو فیصدي (Debt to GDP Ratio) زیات دی؛ د سقوط پر وخت د سري لنکا دا فیصدي ۱۱۹ فیصده وه او پاکستان کې هم نږدې ۸۰ فیصده ته رسېږي. ددې فیصدي له ۶۰ زیاتیدل یوه اقتصاد ته د خطر زنګ په معنی دی. د فیصدی له مخې دواړه هیوادونو ته د سقوط کیدو لپاره د خطر زنګ وهل شوی وو.

دواړو هیوادونو کې د تیلو بیې لوړې شوي؛ سري لنکا د تیلو په ورکړې محدودیت ولګول او یوازې په معلومه اندازه تیل یې خرڅول، پاکستان کې بیا د تیلو پر ورکړې محدودیت نشته البته د چایو پر استعمال یې محدودیت لګولی او له ولس یې غوښتي چې د چایو پر ځای تروې (شړومبي) وڅکي.

همدې وضعیت کې بالاخره IMF آماده کیږي چې پاکستان ته په تېرو دیرشو کلونو کې د دیارلسم ځل لپاره لاس ورکړي او له اقتصادي سقوط یې ژغوري. ماته ډیره جالبه ښکاري چې د سري لنکا ولمسشر د مارچ میاشتې څخه تر جون پورې IMF، چین او نورو هیوادونو ته د مرستې کولو لپاره عذرونه وکړل خو هیڅ همکاري ورسره ونشوه او بالاخره یې ولسمشر هیواد پرېښود او سري لنکا په اقتصادي او سیاسي لحاظ سقوط شوه. سوال دادی چې پاکستان سره نړۍ او بالخصوسIMF ولې تل مرسته کوي او له ماتېدو یې ژغوري؟!

لومړۍ پر چین غږیږو؛ چین هم د سري لنکا او هم د پاکستان ملګری دی، سري لنکا سره یې د دوستۍ مزې یوازې څو وروستیو کلونو کې غزیدلي وو او پاکستان سره خو له ډیر پخوا دوستي لري. په سري لنګا کې د چین هغسې ګټې نشته لکه څرنګه چې پر پاکستان کې چین ګټې لري؛ د سري لنکا د ولس رایه هم د چین پر اړه کمزوري وه خو برعکس پاکستانیان بیا چین ته د یوه اقتصادي پارټنر په سترګه ګوري. د سري لنکا ولسمشر وایي چې دوی په ورستیو کې له چین څخه ۱۰۲ میلیارد ډالر پور غوښتی وو خو غوښتنې ته یې تر اوسه ځواب نه دی ورکړل شوی.

پاکستان بیا د چین سربيره، امریکا، سعودي او متحده عربي اماراتو سره ښه دوستي لري او دا هغه هیوادونه دي چې تل یې پاکستان ته په سخته کې لاس ورکړی دی. پاکستان بیا سعودي ته فوځي مرسته هم کوي. د عمران خان ګوند بریالیتوب وروسته (۲۰۱۸) سعودي ۳ میلیارد ډالر، عربي اماراتو هم ۳ میلیارد ډالر پور مرسته پاکستان سره کړې وه او یو کال وروسته بیا چین ۳۰۵ میلیارده ډالر پور مرسته وکړه.

له دې ورهاخوا مهم د امریکا سره د پاکستان اړیکې دي چې د سوړ جنګ وروسته دا اړیکې غښتلې شوي؛ د شوروي اتحاد پر وړاندې پاکستان د امریکا متحد وو او تر ننه په سیمه کې د امریکا کلک ملګری پیژندل کېږي. همدا اړیکې دي چې چې د پاکستان د ۶ میلیارده ډالرو پور غوښتلو پر ځای د IMF اداره د ۷ میلیارده ډالرو پیکج پور د ایس ډي آر له مخې ورسره ومنل او پاکستان یې له اقتصادي سقوط څخه وژغورله.

افغانستان متأسفانه تر اوسه هیڅ ستراتیژیک ملګری پیدانکړ چې په سخته ورځ یې په کار شي؛ افغانستان کې د امریکا ګټې شته، د چین او روسیې ګټې شته؛ همدارنګه د پاکستان، هند او ایران ګټې هم شته خو دلته پر واک چارواکو تر اوسه ددوی د ګټو خوندي کولو کې تعادل ونشوای ساتلی؛ دا هغه څه دي چې تر اوسه هیڅ ستراتیژیک ملګری هیواد نلرو او تیر ته په کتو په هر هیواد مو چې تکیه کړې ده، هغه نو د لایق صیب خبره لکه شږه رانړېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک