No-IMG

مه ژاړه زویه !

دې انځور ته مې كتل يو ورور په فيسبوك پخواني وختونه يي تازه كړي وه او دير په تأثر سره سره افسوس يي كړي وو.

دغه انځور څلور كاله د مخه دير ښه پيام درلوده خو اوس افسوس او تأثر سره بايد ووايم چې اكثريت نا هيلۍ شول.

رښتيا چې څلور كاله د مخه ز مونږ هم دير زيات هيلۍ  وي ، كله نثر ، كله د خوشحالي طنز ، كله شعر او كله ترانۍ سره ليكل خو خبر نه وو چې دا هسي يو خوب ، خيال او د حکمران صېب خبره آرماني حزب وو.

بلي هو ، دا هماغه حزب وو چې د هيواد په ختيځ ، لويديځ ، شمال او جنوب كې دير ښكلي ښكلي ځوانان او شخصيتونه درلوده ، د قلعه كرنيل نه تر پلچرخى زندان نه او د كابل د مركز نه تر لوي كندهار ، لوي پكتيا او لوي بدخشان ، هريوا ، مشرقي ، بلخ او جوزجان كې دير زيات نفوذ درلوده.

كله چې د پروان مولوي سيد باشي ، طالوت ، نيازي ، پادشاه ،  استاد فتح محمد ، څارنوال حجت او پهلوان واحد را ياد شي ، بيا ځان سره وايم حزب په بغلان كې بڼوال ، بشير بغلاني ، داكتر اسمعيل ، سید منصور آغا، انجنير سليم ، مامور غيور ، صوفي پاينده او عبدالبصير حقاني درلوده.

بيا يو وار په فكر او سوچ سره د تخار انجنير حامدالله ، انجنير شهادت يار ، سيد جمال وليد او قاضي كبير مرزبان را ته ياد شي.

د بدخشان مولوي خردمند ، استاد عبدالودود ، بهادر مدافع ، استاد عبدالحي شيدا او سيد علي خان څه كوي ، چې د مشرقي آدم خان ، زاهد ابراهيمى ، هجرت الله ، انجنير عبدالهادي ، فضل الحق مجاهد ، انجنير عبدالله ، كشمير خان ، انجنير شير محمد ، حاجي عبدالغفور ، عبدالله جان واحدى ، رسول خان ، انجنير غفار ، مولوی فقیرالله او انجنير قرار راته ياد شي.

په كندهار كې حاجي سركاتب او حاجي اسدالله او ميدان وردک كې ضابط ولي، داکتر آصف ، چار ګل نثار ، مولوی فیضان او تورن خوږمن د جنوبي محاذ ، جهاد وال ، مولانا فاروقي ، انجنير فيض محمد ، انجنير حضرت محمد او قومندان آرمان او بيا په لوگر كې داكتر ولي ، سميع خادم ، قومندان ابوبكر ، څارنوال بدر او انجنير زلمي سره سره كله د كابل او كوهدامن آمر وكيل خان ، كريم زاهد ، قومندان شاهد ، بريالي ، انجنير زلمي ، صوفي احمدالدين او استاد عارف خان راته ياد شي ، حاجي عبدالقادر ، آمر بشير خان ، صوفي نعيم او آمر نبى خان څه كوي چې كله كله د شكردري آمر ناصر او رحمانيار راته ياد شي !

دير افسوس  كوم كله د كندز په سيدجان جواد ، سيد حميدالله آغا او امين جهاد وال !!

د پغمان بلال نيرم او د چهار دهي نعيم ديدار او د مركز حوزي قومندان فضليار ، مدير نصرت او استاد اكبر راته ياد شي !

ځان سره وايم دا حزب ر ښتيا دير ښه كدرونه درلوده ، دا د شهيدانو كور ، كهول او جونګړه وه.

كله بیا استاد فريد ، د تگاب احمدي او جبل السراج كې انجنير امين طارق او عبدالستار مستوفي او د سمنگان قاضي جاويد او مولوي عبادي او نسيم مهدي راته ياد شي.

د استاد مخبت او استاد طالوت خبري ، د احمد شاه كاكړ جهادي ترانۍ ، د شهید احمدضیا وردګ انانسرۍ ، د استاد مزمل ليكني او د استاد سعيد تبصري ، د ذبيح الله قريشي ، استاد فریدون افراسيابى ، زبير شفيقي ، معروف فروغگر ، وحيد مژده ، نذير بشارت ، سعید اعزامي ، حامد ابراهیمي ، استاد حامد عزیزی ، فضل مولا لټون ، استاد فریور او نورو ليكوالانو تبصري او ليكني راته په ياد شي د استاد بيرنگ او استاد دلجو ، فضل مولا توره كي ، خواجه حمید راسخ او استاد ملنگيار شعر او شاعري راته ياد شي.

په بهر كې مهاجر زاد ، دكتور حليم كريم ، دكتور داود نسيمي ، دكتور مير عبدالعزيز ، دكتور اشرف امانيار ، دكتور فيض الله كاكړ ، استاد سيد خبيب ، انجنير آبرومند ، استاد عبدالواسع منصوري ، سيف الرحمن حليمي ، انجنیر امین کریم او داسي نور معزز مشران راته په ياد شي او بيا چې كله دكتور حنيف ، قاضي نجي الله او عبيدالله سيرت وفات شي ! بيا ژاړم ............ژاړم ...... !!!!!

مور راته غږ کړي بیا څه خبره ده هي زویه !

 بيا ولي ژاړي دا بيا څه خبره ده ؟

په آه او افسوس ورته وايم مور جانۍ ، دا ميليوني حزب ټوټي ټوټي شو داسي ټوټي ټوټي شو چې ملت ټوټي شول ، خلك ټوټي شول ، احزاب ټوټي شول ، افكار  ټوټي شول ، اُف فكر نكوم بيا يو ځاي شي ، ځكه کله چې موخې مجهول او ناملوم وي نو خامخا ځېني په مركز ، ځېني په ارگ ، ځېني په لر كلا او بيا ځېني ناچاره او ناتوان حزبيان ، ملت، قومونه او وګري په بر كلا انتظار ناست وي چې دا " اليس الصبح بقريب !؟ " كله دى او كله راځي ؟ !

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک