
غزل – بلينډه بدرۍ
حجرې مودې وشوې چې ګونګه اوسې
حجرې ، مودې وشوې ښه خوب کومه
حجرې ، مودې وشوې چې نه یې اورم
اوس خو دې هغه مجلسونه نیشته
رباب منګی او اتڼونه ورک دي
ترنم نه کیږي شعرونه نیشته
د سیاست تاوده بحثونه چوپ دي
هم د ملنګ اوږده نکلونه چوپ دي
اوس لکه څوک تاشونه نکوي نور
د کوټ شوې کوټ شوې نه راځي غږونه
نه اوس د چکې د ګیټۍ ټکا مې خوري غوږونه
اوس له کړکیو دې خټا د چیلم نه راخیجي
د بنګو بوی دې اوس تر هره کوره نه رسیږي
حجرې مودې وشوې چې ګونګه اوسې
حجرې مودې وشوې که خوب کومه
حجرې خو رنګ د طبیعت الوتی
له هرې شپې د شپې صفت الوتی
له ورځ د ژوند د کیف ښکلا الوتې
له مست ماحوله مو اروا الوتې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
