No-IMG

ولې ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتیار دسولې مشورتي لویې جرګه کې برخه وانخيستله؟

صلاح الدين

 

حکمتيار د ځوانۍ راهيسې له هغه سیاستوالو څخه شمېرل کېږي چې همېشه يې د الله تعالی په مرسته قوي، غښتلی او د ولس له ارادې منبعث موقف نيولی او تر آخره پر خپل موقف پاتې شوی دی، او همېشه يې د اشغالګرو سره په جګړه کې په اول خط کې پاتې شوی، او تر هغې يې دوام ورکړی چې جنګ یې یواځينۍ د حل لار ګڼلې، او کله چې مقابل طرف سولې ته غاړه ايښې مدبرانه سوله یې کړې، د نجیب پر مهال هم همداسې وو، او اوس هم.

نوموړی که هغه مهال د روس دښمن وو، نوم یې تور لیست په لومړي سر کې ځای درلود، او د په لومړي خط کې جنګېدلو، قربانې يې ورکولې، نن هم د امریکا په تور لیست کې شامل دی، داسې معامله یې ونکړه چې د امریکا لپاره روس سره جنګېدلو او چې امریکا راغله ترې چوکۍ واخلي او غوښنه برخه واخلي. بلکې د استقلال دپاره جنګ ته یې دوام ورکړ، تر هغې د خپلو امکاناتو د وس په اندازه یې مقابله وکړه چې امریکایانو د وتلو پرېکړه وکړه.

 د سولې مشورتي جرګې په هکله هم د هغه نظر همدا وو چې ۵۴۰۰ بندیان مو خوشې کول جرګه مو نه راغوښتله، دوستم ته مو مارشالي ورکوله جرګه مو نه راغوښتله، دوه سره پنځوس فیصده حکومت مو شريکولو جرګه مو نه راغوښته او د ۴۰۰ بندیانو راخوشې کولو لپاره چې باید راخوشې شي جرګه راغواړئ، باید بندیان همداسې خوشې کړئ، د هغه په فکر جنایتکاران اوسمهال د قدرت پر ګديو ناست دي، هغه افغانان چې د خپل هيواد د استقلال په خاطر یې مبارزه کوله نیول شوي دي، باید د عزت سره خوشې شي، او خاصکر چې دولت ته کوم بل اپشن پاتې هم نه دی، پرته له دې چې خوشې يې کړي.

حکومت له امریکا غوښتل چې د دې څلور سوه بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې د دوی پنځه کاله حکومت تضمین کړي، هغوی دا ضمانت نه شو ورکولی، له دې امله جنجال رامنځ ته شو، جرګه يې راغوښتله، په دې خاطر چې د فیسبوکیانو د پیغورونو ځان وژغوري ځان ته لږ د اوړو پوزه جوړه کړي،  جرګه یې راوغوښتله او مخکينۍ فیصله يې ترې راوويسته.

په داسې نمایشي جرګو کې باید د حزب اسلامي ښاغلی مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار هيڅکله شرکت و نه کړي، په داسې دوره کې چې ټولو ته واضحه معلومه ده چې د امریکایانو توپ او ټانک په زور حکومتونه دي هيڅکله باید داسې مشران له امتیازاتو برخمن نه وي، همدا یې په سپېڅلتيا دلالت کوي، پاک سیاست باندې دلالت کوي.

ځينې وارخطا کېږي چې ګوندې مونږ بېخي یو طرف ته پاتې شو، نه مو حکومت کې برخه واخيسته، او نه قضایاوو کې دخيل يو، آیا غواړو چې په داسې ناکامو، شرمېدلو، وېشل شوو، د معاملو په نتیجه کې لاس ته راغلي حکومتونو کې برخه واخلو، ایا غواړئ داسې مجلسونو کې برخه واخلو چې هغه ناکامې څېرې يې پر مخ بیایي چې ټول عمر یې فقط د درواغو وعدې کړي دي او ولس یې پېژني.

که دې غونډه کې مشر برخه اخيستی وای، ایا تاسو به خوشحاله وئ چې د امر الله صالح او داسې نورو اشخاصو سره ناست وي، او داسې وينا واوري چې پرته د اشرف غني بې ځایه چيغو، د کرزي د ماشومانه خبرو پرته پکې څه نه وي.

زما په نظر حکمتيار ډېر قوي موقف لري، همدا وجه ده چې پاک خلک ورسره پاتې کېږي، هغه چې د سختو ورځو او شپو ملګري وي، د اسانتيا ملګري ډېر دي. حکمتيار پرون هم داسې غونډو کې شرکت نه دی کړی او باید بیا هم په داسې غونډو کې برخه وانخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟