
کاروان صیب، زموږ د عصر د پښتو ژبې یو بې جوړې شاعر دی
په ټولنیزو رسنیو کې مې ولوستل چې یو شمېر افغانانو د جولاۍ ۳۰ د پښتو ژبې د شاعر پیر محمد کاروان په نوم کړې ده. هر چا چې دا کار کړی وي او یا یې نور هڅولي وي چې ویې کړي، کور یې ودان.
کاروان صیب، زموږ د عصر د پښتو ژبې یو بې جوړې شاعر دی او شاعري یې انسان د انسان پېژندنې، طبیعت پېژندنې، ښکلا، مینې، عاطفي، احساس، وطنپالنې او... یوې بلې نړۍ ته بیايي او په ډېرو مسائیلو باندې فکر کولو ته یې اړ باسي. ما په پښتو ژبه کې یوازینی شاعر چې ډېر لوستی، ښاغلی کاروان دی. «چنار خبرې کوي» ټولګه یې ما ته د پښتو شاعرۍ د یوې بیخي متفاوتي نړۍ دریڅه پرانیستله.
څو کاله مخکې مې په جلال اباد کې په یوې غونډې کې د یو مشر له خولې اورېدلي وو: که په یوېشتمې پېړۍ کې نړۍ ته د پښتو شعر او شاعرۍ د ښه مثال ښودلو لپاره بل څه نه وي، د کاروان صیب «چنار خبرې کوي» هم کفایت کوي.
کاروان صیب کرکټ ته هم شعرونه لیکلي دي، یو ځل مې ترې وپوښتل چې په شعر کې کرکټ او د کرکټ د مصطلحاتو کارول ثقیل نه دي؟
هغه وویل داسې خو ده، مګر کرکټ زما معشوقه ده: کرکټ یوه بختوره ناوې ده چې د افغانانو کور ته راغلې، ان شاءالله افغانان به پرې بختور او نیکمرغه شي. کرکټ راباندې ګران دی؛ د دې وطن دردمندو خلکو ته يې خندا او خوشحالي بخښلې، زموږ په زړونو کې يې یوالي، اتفاق او امیدونو ډیوه بله کړې ده.....
د پښتو شعر او شاعرۍ د یو مینه وال په توګه ځان بختور ګڼم چې کاروان صیب سره په یو عصر کې ژوند کوم. که بل څه نشئ کولای او د پښتو شعر مینه وال یاست، «چنار خبرې کوي» خامخا ولولئ:
چپ شمه که ووایم چې دنګه یار تا ښایم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه مانا؟