No-IMG

هر چا چې قرآن کريم ته شا کړې، هغه خدای شرمولی دی، ذليل او خوار شوی دی

يو ملګری مې وايي: هر چا چې قرآن کريم ته شا کړې، هغه خدای شرمولی دی، ذليل او خوار شوی دی

ما ورته وويل: نه، الله تعالی کريم، جميل او عزتمند ذات دی، هغه د چا شرمول نه غواړي، په ځانګړي توګه يې انسان ته په عقل ورکولو سره خصوصي عزت او شرف ورکړی دی، بيا يې د مزيد افتخاراتو او د دنيا او اخرت د کاميابۍ په خاطر يې ورته قرآن کریم نازل کړی دی. هو د الله تعالی اصول داسې دي چې هيڅ ډول بدلون او تغيير په کې نه راځي، اللّٰه تعالی انسان ته د نجات لار د قرآن په ذريعه ښودلې، خو که کوم انسان يې نه قبلوي، قرآن کريم شا ته غورځوي او د قرآن کريم د حامل رسول اللّه عليه السلام په لار نه ځي، نو دا انسان خپله ځان شرموي، دی خپل کرامت او لارښود ته په سپکه ګوري او څوک چې دا کار کوي، نو د الله تعالی اصول له ازله داسې جوړ دي چې هغه به شرمېږي، ذليل کېږي او خوارېږي.

هدانا اللّٰه جميعاً

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک