No-IMG

امریکا او روسیه؛ د نوې سړې جګړې تازه پرمختګونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له څو ورځو راهیسې د افریقايي هیوادونو په سفر وتلی. تر دې دمه یې مصر، کانګو او یوګنډا ته سفرونه تکمیل کړي. پرون دی ایتوپیا (حبشې) ته ولاړ او هلته یې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د افریقايي اتحادیې مشر سره وکتل.

په عمومي ډول رسنیزو بحثونو کې دغه سفرونه د روسیې او افریقايي هیوادونو تر منځ د تعلیم، ټکنالوژۍ او نظامي همکاریو پراخولو په باب دي خو ستراتیژیک اهداف بدل دي.

ستراتیژیکه لوبه څه ده؟

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې بايډن د منځني ختیځ یوه ناکامه دوره ووهله. په منځني ختیځ کې د امریکا پخوانی ستراتیژیک دوست سعودي عربستان بایډن ته په هغه شکل ښه راغلاست ونه وایه څرنګه چې امریکایانو فکر کړای ؤ. د تېلو،‌ انرژۍ او بشري حقوقو په مسئله هم د دوی بحثونه سره ګرم شول.‌ سعودي دا ځل په واقعي مانا امریکا ته خپل رډ مخ وښود.

د اسرائیلو او فلسطین په اړه د بایډن سفر له دې هم ډېر ناکام ؤ. هلته د دې سفر په منځني ختیځ کې د ده د بشر د حقوقو د محوریت پالیسي ده پخپله د پخو لاندې کړه. دی له همدې امله وپوښتل شو خو ځواب یې نه درلود.

همداراز بایډن وروسته له سفره هېڅ داسې په لاس کې نه درلودل چې د لاسته راوړنې په نامه یاد شي.

ورپسې فورا پوتین ایران ته ولاړ.‌ پوتین ایران ته د روسیې،‌ ترکیې او ایران شریک مجلس ته سفر وکړ خو په عین حال کې یې هلته د روسیې او ایران تر منځ د اړیکو په باب هم کاري مجالس درلودل.‌

پوتین د بایډن په شان له سعودي تش نه ولاړ. هغه ایران سره د تیلو او انرژي لوی قراردادونه امضاء کړل. دغه سفر کې ایران هم د امریکا پر وړاندې د یوکراین په جګړې موقف ونیو.‌ د بایډن پر پرتله د روسیې په بهرني سیاست کې دا روسیې لپاره لویه لاسته راوړنه وه.

دا پوتین له دغې سفر وروسته لاوروف د افریقا په سفر ووت. د افریقا له دغو څلورو هیوادونو سره د لاوروف ناستې اصلا دې هدف لپاره دي چې د امریکا په وړاندې د خپل اتحاد پښې وغځوي.

روسیه دا مهال افریقايي هیوادونو ته دا پیام ورکوي چې دوی پرته له کوم قید او شرط دوه اړخیزو ګټو لپاره دوی سره اړیکو ته ټټر وهي. د روسیې په پيام کې اضافه آفر دا هم دی چې دوی نه غواړي د اروپایانو او امریکایانو په شان خپل سیاسي نظام پر دوی وتپي.‌ دغه نکته کې چین او روسیې په نوي نړیوال سستم کې ډېر کامیاب دي.

مونږ نوې سړې جګړې ته د بانډونو او بلاکونو جوړولو په ډېره لومړه مرحله کې یو.‌ امریکا نوې په ډېر ضعیف مورال او کمزورۍ رهبرې دا ځل د سړې جګړې میدان ته کېوزي.

دا باید له پامه ونه غورځول شي چې د امریکا په وړاندې د نوې سړې جګړې اصلي حریف روسیه نه بلکې چین دی او دا مهال چین په دې ډېر خوشحاله دی چې روسیه او امریکا سره په اروپا کې مصروف وي. دغه حالت چین ته د پرمختګ او وړاندې تللو لوی فرصت برابروي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک