No-IMG

کاروان د معاصر شعر د کاروان سر لاری دی

د پيرمحمد کاروان په شعر کې د حواسو توافق

د فرانسي له لوی انقلاب سره د بشر په ژوند کې تغیر راغی، او دا تغیر نه یوازې دا چې په اقتصادي، اجتماعي او سیاسی برخه کې و، بلکې دا تغیر په ادبیاتو کې هم رامنځ ته شو. نوي ادبي مکتبونه جوړل شول، په ادب کې نوي مصطلحات او نوي ادبي صنعتونه رامنځ ته شول، که څه هم دغه ادبي صنعتونو په ژبه کې لرغونتیا لرله خو وچڼل شو او مصطلحات ورته وټاکل شول، یو له دغه نویو ادبي صنعتونو څخه چې سمبولستانو کشف کړ د حواسو توافق و. په دې مقاله کې د حواسو توافق (correspondence )په اړه لاندې پوښتنو ته ځواب ویلی شوی دی.

په شعري تصویر کې حواس څومره ونډه لري؟

ایا ټول حواس د رتبې له مخې یو له بل سره ورته دي؟

د حواسو توافق څه شی دی؟

د حواسو توافق پر مجاز که پر استعارې ولاړ دی؟

په پښتو ژبه کې د حواسو توافق هنر څومره مخينه لري؟

د دې مقالې موخه دا ده چې د پښتو ژبې لیکوالان او شاعران د حواسو توافق او د هغې ارزښت وپيژني،  څو وکولی شي په اسانۍ خپلې پنځونې متنوعه کړي، او شعري تصویرونو ته خوځښت او حرکت ورکړي.

د ادبیاتو لمن پراخه ده او د شاعر خیال د ژبنیز قاموس په کلمو کې نه ځاييږي، نو شاعر د یار د سرو غومبورو لپاره ګل ته، د اوربل لپاره شپې ته او د قد لپاره سروې ته لاس وغځوي او دغه کلمات استعاره کړي، خو په دې هم د شاعر د درونۍ نړۍ انځور سخت دی، نو اړ دی چې په خپلو خبرو، معانیو او تعبیرونو کې نوي ادبي او هنري تخنیکونه په ژبه کې د پراختیا او تنوع په موخه وکاروي، ځکه چې عادي ژبه د ځينو مفاهیمو له تعبیرونو څخه ناتوانه ده، د شاعر خیال برید او پوله نه لري، نو په ژبنيز قاموس کې يې کښېلول ستونزمن کار دی، یوه له دغه ادبي او هنري تخنیکونو څخه د حواسو توافق، د حواسو ګډوله، یا حس امیزي ده.

دا معاصره ادبي اصطلاح ده چې په انګلیسي کې correspondence بولي، دا اصطلاح په نږدې وختونو کې په اروپا کې وکارېدله. که په بشپړه توګه دې اصطلاح ته ځير شو، نو سمبولیزم او توافق له یوه اصله راوتلي دي چې هغه سمبول دی، د حواسو توافق په حقیقت کې د یوې نوي خبرې لپاره نوې ساه او نوې معنا ده، دا اصطلاح عربي او فارسي ته وژباړل شوه او په لسګونو کره کتونکو پرې لیکنې وکړې او د بلاغت په کتابونو کې دا اصطلاح عامه شو. بلاغت پوهان د استعارې د ماهیت او د حواسو د توافق د فرضيې په اړه بېلا بېل نظرونه لري، په فارسي ادب کې شفیعي کدکني صور خیال کې په پوره ځېرنه څېړلې ده، شفیعي کدکنې د حواسو توافق په استعاره کې شماري، ځکه چې د يوې حاسې صفات او افعال بلې حاسې ته انتقالیږي.

خو مصری ادیب مجدي وهبه د حواسو توافق د مجاز یو ډول بولي او ترمنځ يې علاقه او اړیکه نفسیاتي په ګوته کوي. دا چې په استعاره کې علاقه مشابهت دی او په مجاز کې په مشابهت نه ده ولاړه، خو د حواسو په توافق کې د رواني اغېز ګډه اړیکه شته. هغه په دې باور دی چې د ناپاکه خوړو او ناولي غږ ترمنځ مشابهت نشته، خو د مخاطب په ذهن باندې یو شان اغېز کوي، په دې برخه کې تر ټولو غوره څېړنه د ابو ادیب ده، نوموړي د جرجاني او د لوېديځوالو کره کتونکو او لیکوالانو نظرونه را اخیستي دي او بیا يې په غور څېړلي دي. که څه هم د استعارې بحث ډېر لرغونی دی آن له یونانه تر لوېديځه پورې پرې خبرې شوي دي. لوېديځ لیکوالان وايي چې د حواسو توافق د استعارې مهمه برخه ده چې تر ټولو مشهور يې سټفن اولمن دی، د استعارې په اړه د سټفن کتاب تر ټولو کره او منظم دی.

حواس هغه کړکۍ ده چې موږ پرې بیرونۍ نړۍ وینو، نو د هر ژوندي شي لپاره حواس مهم دي، په تېره بیا د انسان لپاره له هر چا زیات ارزښت لري، څو له بیروني نړۍ سره په اړیکه کې وي، اړتیا ده چې انسان د څيزونو له ښایست نه خوند واخلي. لکه څرنګه چې حاسې جلا دي، همدارنګه یوه حاسه پر بلې د ښکلا په برابرولو کې هم تفاوت لري، نو همدا ده چې د يوې حاسې پر بلې د غوره والي قضيه مطرح کېږي، پوښتنه دا ده چې ایا ټولې حاسې د ښکلا په برابرولو کې يو شان ونډه لري او ایا ټولې حاسې له یو يا څو هنرونو څخه یو شان اغېزمنې کېږي، که نه یواځې سامعې او بصرې حاسې دغه ځانګړنه لري؟

د حواسو ترمنځ د غوره توب خبره لرغونې یوناني فلسفې ته وځي، سقراط په خپلې لوړې هڅه کې د ښایست په اړه وايي: "زه ټولو خوندونو ته اشاره نه کوم، یواځې هغه یادوم چې د سامعې او باصرې د حاسو له لارې ترې خوند اخیستل کېږي". نوموړی د خپلې خبرې په دوام وايي: "که ووایو چې خواړه خوند نه لري، بلکې ښایسته دي او بوی يې خوند راخپلوي، بلکې ښایسته دی".( )

همدا نظریه بیا افلاطون او ارسطو ته انتقال شوه، دوی وايي چې باصره رئیسه حاسه ده، فارابي او کندي هم له دوی نه په تاثر وايي چې د باصرې او سامعې حاسه پر نورو غوره ده.

د دې حاسو د غوره توب دلیل دا دی چې موږ ټول فنون په سترګو وینو او په غوږونو يې اورو او دا ټول له احتکاک پرته ترسره کېږي، نورې حاسې له لمسولو پرته خپله وظیفه په سمه توګه سر ته نه شي رسولی.

که موږ د پښتو ژبې شعري نړۍ ته ورننوځو، نو پښتو شعر په هغو انځورونو ډېر ولاړ دی چې د باصرې پر مټ کښل کېږي، تر دې چې زموږ ړانده شاعران هم دغه حاسه کاروي، یو ړوند شاعر وايي:

ډاکوګان ګرځي دا د سرو زرو دکان وتړه

خلک دې غرق کړل د ظالم لورې ګرېوان وتړه

ړوند دغه تمثیلي تشبیه د باصرې پر مټ نه، بلکې د خپل دروني احساس پر مټ کښلې ده او په خپله تشبیه کې بریالی هم دی، خو دا په دې معنا نه دی چې په پښتو شعر کې له نورو حاسو نه ګټه نه ده اخیستل شوې، موږ د نورو حاسو پر مټ بلاغي تصویرونه د پښتنو شاعرانو په بېلا بېلو شعرونو کې موندلی شو.

د دروېش زهر زهر ژوند خو ستا په مخکې دی نن

خواږه د شونډو دې ور ګډ کړه لږ او شات یې کړه ته

د شامې حاسې پر مټ جوړ شوی تصویر به د رحمن بابا په دې بیت کې ولولو:

چې يې دلته باد پر زلفو برابر شي

په ختن کې شي ارزان قېمت د مشکو

خو ژبه دغه دوه حاسو (سامعې او باصرې) ته ورلنډه ده، انسان سندرې او غږونه اوري او پرې پوهېږي، لیکنو ته ګوري او په معنا يې پوهيږي. ارسطو وايي چې د لیکلو لومړۍ هڅه هم فکر ته د حواسو راستنېدل وو، ځکه چې دا ورته لنډ و، نوموړی وايي: "د لیک لومړۍ لاره له حواسو وه، که به موږ تور سړی ولیده او بیا به ورک شو، د هغه یاد به زموږ سره پاتې کېده ". دا چې دغه دوه حاسې ژبې ته نږدې دي، نو ژبې ته يې دا مجال ورکړی دی چې د دې دوه حاسو د نړۍ (مدرکاتو) کره او رښتونی تعبیر وکړي.

دا چې سامعه او باصره د ژبې دوه اساسي ستنې دي او له فکر سره مرسته کوي، نو د لفظي تعبیر لپاره ورته مرئیات تر نورو ښه تابع دي،  ځکه چې زموږ په ورځني ژوند پورې تړلي دي.

د حواسو ترتیب:

انسان چې دنیا ته راشي، نه څه پېژني او نه يې درک کولی شي، خو الله تعالی پرې د حواسو لوریېنه کړې او د دې پرمټ باندې شیان پېژني او درک کوي يې، نو لومړی غږ اوري او بیا شیان ویني، د سامعې حاسه  له باصرې مخکې ځکه ده  چې ماشوم له پيدا کېدو سره سم غږ اوري، د باصرې حاسه کله ناکله خپله وظیفه پرېږدي، خو تېز غږ کولی شي چې انسان له خواږه خوبه راویښ کړي، ځکه خو هم په قران کریم کې د سامعې حاسه له باصرې مخکې یاديږي، موږ د غږ مصدر په هر حالت کې اورو، خو شیان په هر حالت کې نه شو لیدلی.

خو دا چې د  باصرې حس زموږ په خیال باندې بې کچې تاثیر لري، نو ځکه د لیکوال او شاعر په پنځونو کې ډېر کاريږي.

کاروان وايي:

غوږ غوږ ومه چې غلی غلی یار غږېده

په زړه کې مې نری نری ستار غږېده

لامسه:

د لامسې حاسه له باصرې او سامعې وروسته درجه لري، ځکه چې له باصرې سره مرسته کوي، موږ لومړی شیان وینو بیا يې د را اخیستلو کوښښ کوو. ابن رشد د لامسې په اړه وايي: لامسه هغه حاسه ده چې پر مټ يې حرارت، لوندوالی او  وچوالی په لومړۍ درجه پېژنو او له دې څخه نور زېږېدلي کیفیتونه د دې په واسطه پېژنو( ). په دې حاسې سره ژوي له خطرونو ځان ژغوري، په پوستکي کې د لمس د حاسې وېش د دې حاسې په اهمیت او ارزښت دلالت کوي، بیا دغه حاسه د وجود په بېلا بېلو برخو کې د قوت او کمزورتیا پر بنسټ خوره ده، په هغه ځای کې ډېره ده چې د شیانو پر وړاندې ډېر کارول کېږي، لکه د ګوتو څوکې او د ژبې اطراف( )، نو شاعران هم په خپلو شعرونو کې د ، پوست، کلک، زیږ کلمې ډېرې کاروي چې دا د دې حاسې په اهمیت دلالت کوي.

کاروان وايي:

غاړه کې مې لاس یوسه چې روح لري او ساه لري

مړې مړې مرغلرې وړې پېيلې په تار څه مانا

دروېش درانی وايي:

څه لره د یار په زلفو لاس وهي

وا درویشه مار د لوبو شی نه دی ( )

د شامې او ذائقې حواس:

دا حواس له لامسې وروسته درجه لري. ابن رشد وايي: دا هغه قوه ده چې پر مټ يې موږ د بوی شوي شیانو پر معانیو پوهېږو، لکه خوږ بوی. د لوی فیلسوف ابن رشد له راوړي مثال څخه څرګنديږي چې ذائقې او شامې حاسو ترمنځ يې اړیکه تړلې ده.

ابن رشد په خپل کتاب (النفس) کې وايي: بوی ذایقې ته ورته دی،  نو ذایقه له شامې نه کره او دقیقه  ده، ځکه چې په په ذایقه کې لمس دی او لمس په ټولو حاسو باندې دقیقه او کره حاسه ده، نورې حاسې په انسان کې له ځينو حیواناتو نه هم کمزورې دي، خو د لمس حاسه په انسان کې له ټولو حیواناتو کره او دقیقه ده، طب دا کره کړې چې انسان کله په زکام اخته شي، نو د ذائقې حاسه يې کار پرېږدي، یا کمزورې کېږي او دا طبیعي ده چې د شامې او ذائقې ترمنځ اړیکه ده او همدا د ابن رشد او ارسطو وینا هم ده.

د مخلوقاتو ښکلا د باصرې پر مټ درک کوو، خو ښکلا سرکشه ده، باغي ده، خوند يې يواځې په لیدو نه تر سره کېږي، بلکې د لیدونکو په وجود کې د شاتو په څېر حرکت کوي.

که موږ په يو چکر باندې لاړ شو، په ګلونو مو سترګې لګېږي، وږمې حس کوو، په شنو وښو باندې کېنو، خوراک څکو، پر پاڼو د نسیم د لګېدو غږ اورو او هره حاسه خپله وظیفه اجرا کوي.

خو ځينې داسې مدرکات او ګډ محسوسات شته دي چې په کوم ځانګړي غړي يې نه شو درک کولی، بلکې یو پټ (ګډ حس) شته دی چې ټول حواس په کې راټولیږي او بیا د هغو محسوساتو د ادراک لپاره خپلې لارې بېلوي.

د ګډ حس په اړه ارسطو وايي: دا هغه محسوسات دي چې له یوې حاسې نه يې په زیاتو ادراک کېږي، ځکه چې ډېر صفتونه لري، لکه د سامعې او باصرې ترمنځ تعاون یا د باصرې او لامسې او یا هم د شامې او ذایقې ترمنځ تعاون او مرسته.

  د هرې حاسې لپاره خپل ځانګړي احساسات دي، نو د مختلفو خواصو ګډ محسوسات به څنګه درک کوو؟

په دې اړه ارسطو وايي: دا ناشونې ده چې د ګډو محسوساتو لپاره د حاسې يو غړی پیدا کړو، بېلګه يې: حرکت او سکون دی، شکل او مقدار دی، دا ټول موږ په حرکت پېژنو، موږ په حرکت مقدار پېژنو او شکل پېژنو، ځکه چې شکل یو مقدار دی او ساکن د حرکت په نه شتون پېژنو او عدد په اړیکه پېژنو، نو امکان نه لري چې د دې ګډو محسوساتو لپاره دې ځانګړې حاسه موجوده وي، نو په دې صورت کې يې داسې پېژنو، لکه خوږ چې په سترګو پېژنو (دا ادراک هله رامنځ ته کېږي چې په یو وخت کې موږ دوه محسوسه یو ځای احساس کړو، کله چې يو ځای وي، نو يو ځای يې پېژنو). همدا خبره لوی فیلسوف ابن رشد هم کوي، هغه وايي: دا پنځه قوې چې موږ یادې کړې، دا په ټوله کې يوه ګډه قوه لري، دا په هغه صورت کې وي چې ګډ محسوسات درک کړو، که دې کې ټول راټول شوي وي، لکه حرکت او عدد او که دوه په کې وي، لکه شکل او مقدار چې په باصرې او لمس درک کېږي( ).

نو يوه بله نفسیاتي قوه شته دی چې حواس یو له بل سره جمع کوي.

ارواه پوه عربي عالم یوسف مراد وایي

"موږ ډېر ځله د خپلو پنځوګونو حواسو د مدرکاتو ترمنځ توپیر کوو، او مختلط کوو یې نه، سپين رنګ د باصرې، د مرغۍ غږ د سامعې، د شاتو خوږوالى د ذائقې، د ګلونو وږمې د شامې، د ورېښمو نرموالی د لامسې د حس مدرکات دي، که د مدرکاتو په حسې اړخ تکیا وکړو، نو دا ټول سم دي، خو که نفسیاتي یا اروايي اړخ ته يې وګورو، نو بیا خبره بدله ده.." ( )

جرجاني وايي، د یوه متن ښکلا یواځې په لفظ او معنا کې نه ده، بلکې نظم هغه ژبنیز قانون دی چې د هر متن د ښکلا تر شا ولا ړ دی، د جرجاني د نظم نظريې پر بنسټ موږ ته د حواسو د توافق اهمیت په ډاګه کېږي، شعر چې کومه معنا وړاندې کوي، نو په نورو صیغو يې تعبیر سختیږي، دا چې د شعر وظیفه د یوه نفس بل نفس ته د یوې تجربې د اثر انتقال دی. دا چې ځينې مدرکات کولی شي ذاتي پېښې بل مدرک ته انتقال کړي، نو طبیعي ده چې شاعر هم د یوې حاسې مدرکات نورو حاسو ته استعاره کوي، شاعر نغمو ته نظر، غږ ته رڼا او بوی ته رنګونو انتقالوي، دعوه لري چې همدا حقیقت دی او په همدې باور دی، دا کوم تشبیهات او شکلي ورته والی نه دی، نوي ترکیبونه زېږي، شعر ته د تعبیر نوی ځواک ورکوي، ژبه پراخیږي او د شیانو ترمنځ اړیکې هم پراخیږي.

بودلیر وايي: "کره هنرمن او شاعر يې داسې انځوروي، څنګه چې يې ویني او احساسوي يې، باید خپل طبیعت سره وفا وکړي او باید له دې ځان وژغوري چې د بل لیکوال سترګې استعاره کړي، که هغه هر څومره لوی وي، که يې داسې وکړل، نو پنځونه به يې بېخونده وي".( )

د حواسو توافق

بشري نفس له متناقضاتو ډک لوښی دی، خواشیني، خوښي، مینه، نفرت، رښتیا، دروغ او داسې نور هغه متناقضات دي چې ډېر پېچلي نفسیاتي حالت او متنافر انفعالات لري، خو د دې تر څنګ بېلا بېلو تعبیرونو ته اړتیا لري څو انسان یو سکون ته ورسیږي، مشاعر او احساسات تړلي نه شي پاتې کېدی، باید ازاد شي، که تړلي پاتې شي، نفسیاتي ناروغۍ رازېږوي، نو دا به څنګه ازاديږي؟ او څه ډول به تعبیریږي؟ د شاعر نفس یو بشري نفس دی، نو د حواسو له توافق پرته بله ښکلې او اسانه لاره نشته، شاعر ویني چې په داخل کې يې داسې څه دي چې څرګندول يې غواړي، دا څرګندول باید رښتوني وي، داسې چې د ده په ذهن کې تمثیل شوي، نو باید هغسې يې ووايي چې څنګه يې احساسوي، مشاعر او حواس د شعور په بټۍ کې ویلې کېږي، د ټولو حواسو ترمنځ توپير ورکېږي، تر دې چې یوه حاسه د نورو حاسو دنده پرغاړه اخلي، مرئي شیان بوی کوي، اورېدول شوي شیان څکي....نو شاعر تر رواني اغېزو لاندې راځي.

همدا دا ده چې سمبولیستانو په سبک کې د حواسو توافق ډېر تر سترګو کېږي، که څه هم محمد غنیمي هلال وايي چې سمبولستانو ټول رمزي وسائل نه دي کشف کړي، بلکې دا په ژبه کې پراته و، دوی راټول کړل، ور زیات یې کړل، فلسفي رنګ يې ورکړ... خو په پښتو ژبه کې د حواسو د توافق مخينه لرغونې ده چې د شعور له ژورو رازېږېدلې ده.

په پښتو ژبه خدای پاک دا لوریېنه کړې ده چې هره ادبي اصطلاح يې په ژبنیز قاموس او ورځنۍ ژبه کې پرېمانه شته دي، د حواسو توافق هم په ژبه کې داسې اغږل شوی چې له حقیقت سره يې توپیر نه کېږي. موږ وايو: خوږ غږ دی، خوږ بوی دی، غمګین ماښام دی، دا کلمات په ژبه کې د ډېرې کارېدنې له امله موږ ته حقیقت ښکاري، خو د شفیعي کدکنې په خبره، د استعارې او د وهبه په وینا د مجاز یو ډول دی، موږ خواږه او تراخه د ذائقې په حاسه باندې پېژنو او غږ د سامعې په حاسې باندې درک کوو، نو دلته د سامعې حاسې پر ځای د ذائقې حاسه وکارول شوه، په خوږ بوی کې مو د شامې پر ځای د ذائقې حس وکاراوه، اوس که موږ په همدې ترتیب یوه حاسه د بلې پرځای وکاروو، دې ته د حواسو توافق وايي، په پښتو دا هنر زیات کارول شوی دی.

د پښتو ژبې یوه لرغونې ټپه ده چې:

سپوږمیه کړنګ وهه راخيژه

یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

سپوږمۍ په سترګو لیدل کېږي او هيڅ غږ نه لري،  شاعر په ټپه کې سپوږمۍ ته د کړنګ صفت ور اضافه کړی دی، د سامعې حس له مدرکاتو څخه يې غږ راوړی دی، شاعر ویلي شول چې سپوږمیه ځار دې شم راخېژه، له سپوږمۍ ځارېدل او د ګوتو رېبلو ترمنځ یو تلازم هم شته، خو د سپوږمیه کړنګ وهه په څېر ښکلا نه لري. د بودلیر په وينا، شاعر باید هغه څه ووايي چې دی یې حس کوي، د شاعر په نفس کې یو لوی نفسیاتي کشمکش روان دی، شپه ده، یار يې لو کوي، رڼا نشته، هره شېبه چې لور اچوي د دې زړه ورسره درزېږي چې اوس به لاس پرې کوي، نور يې صبر تمامیږي او غږ کوي چې سپوږميه کړنګ وهه، لمر او سپوږمۍ په طبیعي ډول اهسته اهسته راخېژي او کړنګ ناڅاپي وي، موږ په ورځنۍ ژبینز قاموس کې هم وایو یو کړنګ شو، یعنې ناڅاپه غږ شو، نو د شاعر له نفسیاتي حالت سره د کړنګ کلمه مناسبه راغلې ده، ځکه چې د سپوږمۍ راختلو ته يې بیړه ده او په کړنګ کې دغه مفهوم څرګند دی.

په پښتو شعر کې له نورو شاعرانو څخه د کاروان په شعر کې د حواسو توفق زیات ليدل کېږي، کاروان وايي:

ستا وړې وړې خبرې مې خوراک دي

شین طوطي یمه شکرې مې خوارک دي

په دې بیت کې د سامعې حس پر ځای د ذائقې حس کارول شوی دی، خبرې په غوږونو اورېدل کېږي، خوړل کېږي نه، خوړل د ذائقې پر حاسې پورې تړلې ده، که شاعر داسې ویلي وای:

ستا وړې وړې خبرې مې یادیږي، یعنې ستا د خبرو غږ مې یادیږي، نو شعر به بشپړ و، خو کومه هېښتیا چې د خبرو په خوراک کې پرته ده، په اورېدا کې نشته، په ادبیاتو کې يوه لرغونې مقوله ډېره مشهوره ده چې وايي: اکذبه اعذبه، تر ټولو زیات دروغجنه وینا يې تر ټولو زیاته خوږه ده، دلته له دروغو نه موخه د حقیقت خلاف عمل او ویل نه دي، انسان تل له تکراري او سولېدلو خبرو نه ستړی کېږي او یا ورته کوم ارزښت او پاملرنه نه کوي، نو تل هڅه کوي چې نوې خبره وکړي او که نوې نه شي کولی، نو زړه خبره په نوي انداز کې وکړي، که فرض کړو چې په يوه کوټه کې استاد په خوځنده چوکۍ د مېز تر شا ناست دی، کتابونه يې سر په سر پر مېز ايښي دي، په سپينه تخته يې لیکلي، د حواسو توافق... دا يوه تصویري جمله ده چې زموږ په مخ راګرځونه کې د پام وړ کومک نه شي کولی، خو که موږ په یو مجلس کې ناست یو او یو تن ناڅاپه غږ کړي چې کتاب وزرې وکړې او والوت، د مجلس ټول وګړي به هېښ کړي، د خبرو خوراک همداسې یو کیفیت لري، کاروان په يو بل بیت کې وايي:

ستا په خبرو کې خبرې شته سندرې نشته

خوند د باروتو په کې زیات دی خو شکرې نشته

په دې بیت کې یې د شامې حس پر ځای د ذائقې حاسه راوړې ده، دلته له شکرې سره په تناسب د ذائقې حس یاد شوی دی، که نه باروت په بوی پېژندل کېږي، نه په خوند، که شاعر د خوند پر ځای بوی راوړی وای، نو هغه خوند چې اوس په خوند کې شته، په بوی کې به نه و، ځکه چې په ګاونډ کې يې شکره هم د ذائقې پر حس پېژندل کېږي.

د باصرې د حس پر ځای د لامسې حس کارول

کاروان وايي:

کلي ته راشه سره او شنه ګلان د غره واغونده

بمونه مه اغونده تږي یو اوبه واغونده

راځه چې اوښکې سره وپيو په تار د موسکا

دغه رنګین غوندې ارمان زما د زړه واغونده

ها چې ژوندون یې د ورغوي په تڼاکو سور دی

ټکور ټکور يې کړه دردونه د هغه واغونده

د خویندو میندو سترګې تورې کړه دعا يې واخله

سپینه ګلابه د کاروان د خیال رانجه واغونده

شاعر په دې غزل کې د حواسو توافق په ډېره هنرې ژبه کارولی دی، په دې کې به دوه راسره اختلاف ونه لري چې ګلونه لیدل کېږي او خوند يې په لیدلو کې دی، شاعر څه شي اړ کړی چې ګلان اغوندې؟ ایا دا به منطقي وي چې ګل دې واغوستل شي؟ د شاعر په زړه کې له ګلانو سره مینه دومره زیاته ده چې غواړي جامې ترې وکړي، که يې داسې ویلي وای:

کلي ته راشه سره او شنه ګلان د غره ووینه

بمونه مه اغونده تږي یو اوبه ووینه

ایا دغه پورتنی خوند او لذت به په کې پاتې شوی و، هیڅ سلیم ذوق به راسره دا ونه مني چې دغه دوه بیتونه دې د ښکلا او خوند له مخې یو شي وي، دغو بیتونو ته چې خوند او ښکلا ورکړې، یواځې او یواځې د حواسو توافق ورکړې ده، که نه یو چاته د ګلونو د لیدلو دعوت هیڅ هنري ارزښت نه لري، دا هغه عامه معا ده چې په لارو او کوڅه کې پرته ده، شاعر او غیر شاعر متمدن او غیر متمدن يې یو شان پېژني.

په دوهم بیت کې وايي:

راځه چې اوښکې سره وپيو په تار د موسکا

دغه رنګین غوندې ارمان زما د زړه واغونده

په دې بیت کې شاعر د ارمان د اغوستو خبره کړې، ارمان نه اغوستل کېږي، ارمان معنوي شی چې په ژبه ترې تعبیر کېږي، خو شاعر يې اغوندي او ښکلا يې همدې اغوستلو زېږولې ده.

همدارنګه په پاتې بیتونو کې هم عین توافق یاد شوی دی، چې د شعر په نوښت او ښکلا کې يې مهم رول لوبولی دی.

د باصرې د حاسې پر ځای د سامعې حاسه کارول

کاروان یو بل ځای وايي:

په کې راټوله ټوله تا اورم

زه مې د خپل زړګي درزا اورم

کاروان د خپل زړه په درزا کې خپله معشوقه ویني، خو د لیدو پر ځای د اورېدو حاسه کاروي، ځکه چې د زړه درزا اورېدل کېږي، بلکې لیدل کېږي نه، نو د زړه د  درزا په تلازم د معشوقې اورېدل مناسب او پر ځای کارول شوی دی.

کاروان چې ټوله موده يې د ستورو رڼا لیدلې، نن د ستورو رڼا اوري، نو وايي:

ها پورې ستورې په خندا کې پټ دی

چوپې نارې يې د رڼا اورم

موسکا غږ نه لري په سترګو يې ادراک کېږي، خو کاروان د خپل یار په مینه کې دومره ډوب دی چې ان د هغه د مړو شونډو موسکا اوري:

دا چا په زړه باندې مې لاس ايښی دی

د چا د مړو شونډو موسکا اورم

د کاروان  په شعر کې د حواسو توافق د نورو شاعرانو په نسبت زیات دی، په کومو بیتونو کې چې د حواسو توافق راغلی، په ډېره هنري بڼه یاد شوی دی.

د حواسو توافق په ژبه کې لرغونې ريښې لري، خو د لومړي ځل لپاره دا ادبي صنعت د فرانسي له لوي انقلاب وروسته سمبولستانو کشف کړ، د حواسو توافق هغه هنر ته ویل کیږي چې شاعر یوه حاسه بلې ته استعاره کړي وي، د حواسو توافق په شعر کې خورا ارزښت او اهمیت لري،  شعر ته نوی رنګ او خوځښت ورکوي، د حواسو توافق په هنر کې هيښتیا پرته ده چې ډېر ژر د مخاطب پام راړوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک