No-IMG

قرآنکریم کې (مَلْجَأً) کلمه

قرآنکریم کې د (مَلْجَأً:پناه ځی) کلمه درې ځله په درې مبارکو آیتونو کې ذکر شوي.

التوبه:۵۷ او ۱۱۸ آیتونو کې او هم دالشوری په ۴۷ آیت کې.

قال الله تبارک وتعالی: لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغاراتٍ أَوْ مُدَّخَلاً لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَ هُمْ يَجْمَحُونَ. (توبه:۵۷)

ژباړه:که ئې کوم پناه ځی، څه سوړي یا د ننوتلو کوم ټاټوبی موندلی وی هرومرو به ئې هغه ته مخه کړې وه په داسي حال کي چي ځغستل به ئې.

(مَلْجَأً:پناه ځی)

که منافقین د پناه لپاره دغره په کومه سوړه کې ځان محفوظ وګڼي نو پرته له ځنډ به هلته منډي کړي، معنی داچې منافقین له مجبوریته او له بې وسي ځان مسلمان معرفي کوي، چې هر وخت  زمینه مساعده وګڼي خپل دکفر اظهار کوي.

د دې مبارک آیت دنزول په زمانه کې دهغه وخت منافقین بیلا بیل اهداف تعقیبول.

اول :هغه چې شتمنۍ او یو څه مشري ئې درلوده، پرې ښودلی نه شو، دوی به له مجبوریته ځانونه مسلمان معرفي کول، خو په پټه ئې هرې توطیې ته لارې برابرولې لکه عبدالله بن ابی بن سلولو.

دویم: هغه به چې داسلام په خلاف اظهار سره خپل کاذب سیادت په خطر کې لیده، دښمنانو ته د پناه وړلو په صورت کې خپله دښمني او کرکه څرګندوله په توطئیو او شیطاني کړنو لاس پوري کوو لکه (ابو عامر راهب ) چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د ابو عامر فاسق نوم ورکړی وو.

  د دې دوو تنو منافقینو خپل اولادونه په ځانګړي توګه(عبدالله او حنظله) د خپلو پلرونو مخالف او د سیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فدا کاره صحابه وو،(حضرت حنظله) د خپل پلار په خلاف د احد په غزا کې شهید شو چې د واده لمړنۍ شپه ئې تیره کړې وه(غسیل الملایکه).

ابو عامر منافق ګمان کوو چې په دې غزا کې حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په شهادت رسیدلی،جسد مبارک پسي ګرځیده چې په وینو سور بدن خپل زوی (حنظله) مبارک جسد ئې ولید.

حضرت عبدالله چې خبر شو پلار ئې دبني مصطلق غزا نه په راتلو حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته په غیاب کې سپکي سپورې خبري کړي،د مدیني په دروازه کې دتوري لاندي ونیو تر هغه ئې پرې نه ښود چې  حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ترې خلاص کړ.

دواړه منافقین دمدېني او سیدونکي داوس او خزرج دقوم مشران په عموم کې یو ئې سیاسي مشر او بل ې مذهبي مشر وو.

نن وینو چې د بیلارو عقیدو خاوندان وخت پیدا کړي د همدې مبارک ارشاد مصداق دي.

د دجالي فتنو ښکار دهوا او حوس په لومو کې نغښتلي سرګردانه

دپناه ځی په خاطردیو سنتي ټولنې منافق عناصرو چې وخت ئې پیداکړ څه کړنې ونه کړل؟ هم ئې ځانونه رسو او ریشخند کړل او هم ئې خپلې کورنۍ، قوم او هیواد.

داوسپني نیکر په اغوستو په بازار کې ګرځيدل او داسي څرګندول چې په یادولو ئې اندامونه ریږدي.

دپناه ځی په خاطر ئې عقلونه مسخه شول د الو تکو وزرونو پسي ونښتل او نور ډېرې نادودي چې هر سلیم عقل ئې مخالف دی.

تېره ورځ یو تن ځوان خپل دوه واړه زامن(پوټين او بارک اوباما) ویډو خپره کړه چې غوښتنه ئې کوله دوی استعداد لري او په هیواد کې د دوی استعدادونه ضایع کیږي.

ده تور پوري کړ چې د(پوټین او اوباما ) دنومونو په خاطر ژوند ئې په خطر کې دی.

بیا وايي چې د برېښنائې تذکرو په اخستلو کې ورته دنومونو ستونزه وه.

زیاتوي چې یو ګاونډي هیواد ته په تلو زورول شوی چې ولي اسلامي نومونو پرځای کفري نومونه غوره کړي.

همدا راز کله یو غربي هیواد  ته ورسیږي هلته دخپل دین ، هیواد او قوم دومره سپکاوی کوي چې هیڅ سلیم عقل ئې منلو ته تیار نه وي.

کله ځان د سیکولر په نوم، کله د هم جنس باز په نوم او نورو نومونو معرفي کوي.

دایو روښانه حقیقت دی چې هیواد کې دنوم په سر نه څوک تحقیر شوی اونه زورول شي.

یوشمېر خلکوپه خپلو اولادونو د حیوناتو نومونه اېښي لکه شینو، پیشو، زمری...

یوشمېرهوښیارو خلکو په خپل ځانو د تندر،طوفان،سیلاب، خاوره او... نومونه اېښي

ځینو نورو بیا جمعه، پنجشنبه، دوشنبه، لمر،سپوږمۍ،لښته، ډېران، برکت، چنارګل، چهار ګل اونور ورته نومونه حتی په همدې نومونو ئې تذکري اخستي، نه کومه ستونزه وه اونه پیغور.

یوشمیر پلرونو  دخپلو اولادونو نومونه د دروسانو او هندوانو نه په متاثر کیدو د رینا ،ریتا،نتاشاه او ورته نور نومونه اېښي

دبې حیايي اډیو او ویډو ګاني د هیواد د واکني حلقي دفاع وزیر، کورنیو چاروچارواکو او نور ډیرو څرګند او خپرې شوي چا ورته څه وویل؟

دالله بندګانو شرم او حیا مو ژوند خوندي کوي خپل راتلونکي نسل ته ځانونه مه شرموئ.

دخپلي کورنۍ، قوم ،ملت او هېواد نوم مه سپکوئ!، شکر وکړئ چې کورنې لرئ، نوم او پېژندګلوۍ لرئ، هېواد لرئ نوم او نښان لرئ، که هرچیرته مو ځای داوسیدو پیدا نکړ دخپل هیواد او خاورې غیږه مو درته خلاصه دی.

 په درواغو کلي نه جوړیږي، که جوړ هم شي ډاډ او بقا نه لري، تاسو به وروسته ډیر افسوس او سرګردانه اوسئ.

غربیان دومره ساده او بې خبره هم نه دي چې ستاسو په غلطو دعووو پوه نه شي که ومومني دمصلحت په خاطر به وي به دې معنی به نه وي چې ستاسو په درواغو غوليدلي.

ډیر داسي کسان وینم چې خپل دین ئې بدل کړ دیو کاغذ په خاطر ئې هر ارزښت پښو لاندي کړ بیا ذلیل او تر کلونو تېریدو بیاهم تش لاس او سرګردانه دي.

ځیني د اسنادو تر لاسه کولو سر بیره په کورني اختلافاتو او نورو ستونزمنو لانجو کې داسي ککړ شول چې مرګ غوره ګڼي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک