No-IMG

د تبوک غزا – دوهمه برخه

د (ملجأ)تفصیل: تبوک غزا

زموږ د استعاذي درس موضوع یواځي د(مَلْجَأَ:پناه) کلمه یادول و، خو دا کلمه چې د غزا(تبوک) اړوند ذکر شوي لازمه مو وګڼله چې دتبوک غزا چې دسختیو غزا په نوم هم یادیږي دالله سبحانه وتعالی په توفیق په تفصیل ذکر کړو.

تبوک غزا

قال الله تبارک وتعالی:لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ.(التوبه:۱۱۷)

ژباړه: یقیناً چي الله پر پیغمبراو هغومهاجرینو او انصارو باندي(له پیرزویني سره) رجوع کړې چي په یوه سخت حالت کي ئې له هغه متابعت کړی چي نږدي وه د دوی دیوې ډلي زړونه کاږه شي، بیا(په پیرزویني سره) پرې راوګرځید، یقیناً چي دی پرې ډیر مهربان زړه سواند دی.

دتبوک غزا ته قرآنکریم (سَاعَةِ الْعُسْرَةِ ) سخت حالت یا سخت وخت کې، په همدې اساس دتبوک غزا دسختیو غزا په نوم هم یادیږي.

دتبوک غزا ته د ځان برابرولو اوروانیدلو حکم سره په مدینه منوره کې خلک په شپږو برخو(مسلمانان په څلورو او منافقین په دوو ډلو) و ویشل شول .

دمنافقینو دوه ډلې

لمړۍ ډله: دمسجد ضرار په نوم ئې دشیطانت بټي جوړه کړي وه،چې توضیح او تشریح ئې وروسته راځي.

دویمه ډله: هغه چې ګومان ئې در لود په مسلمانانو همدا حالت ډیر بد دی دخپلو شومو پلانونو لپاره ئې وخت مساعد او مناسب اټکل کړ،په دې هڅه کې شول چې د مسلمانانو ترمنځ نفاق اور بل کړي ،په همدې اساس ئې منفي تبلیغات زیات کړل، تر څو دجنګ له ویري مسلمانان نافرماني ته وهڅوي.

منافقینو د ابو عامر په واسطه د رومي واکمنو او غسانیانو سره اړیکي ټینګې کړې وي او په دي امید و چې رومي او غساني لښکر به مديني ته راځي او د دوی ارمان به پوره کیږي، په همدي خاطر ئې هره ورځ دیهودي(مویلم) په کور کې سره راټولیدل او د رومي لښکرو لپاره ئې تبلیغات کول.

د مسلمانانوڅلور ډلې

لکه څنګه مو چې ذکر وکړ دوه ډلي د منافقینوچې پورته ئې یادونه وشوه اوڅلور ډلی نور چې دمخلصو مسلمانانو ذکر پکې دی په تر تیب یادول کیږي.

لمړی ډله: هغه ډله وه چې تبوک غزا ته د روانیدو حکم رسیدوسره سم، پرته له ځنډه په سر او مال قرباني ته تیار او اماده شول(الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ :هغو چې په یوه سخت حالت کي ئې له هغه متابعت کړی) دا ډله دمهاجرینو او انصارو فدا کاره ډله وه(رضی الله عنهم).

دویمه ډله: هغه صحابه کرام چې په لمړیو کې د تنګسا، ګرمي او نورو ستونزو له امله په ترد د کې واقع و، دالله سبحانه وتعالی په فضل او کرم زړونه ئې پاک اوعزم ئې ټینګ شو، په پوره میړانه او اخلاص دجهاد لپاره اماده شول،(مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ:نږدي وه د دوی دیوې ډلي زړونه کاږه شي)

دریمه ډله: دا ډله هم په دوو برخو ویشل شوه .

لمړی: دهغو بې وزله مخلصو مسلمانانو ډله وه چې دجهاد ولوله ئې درلوده په میړاني سره د حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) حضورته دهر ډول قربانیو سره حاضر شول او دجهاد په لیکو کې دشرکیدو عرض وکړ، خو دې ډلي سره نه توښه وه نه سپرلۍ اونه دجنګ اسباب ،وسايل او ابزار.

د دې لپاره چې سفر اوږد او ستونزمن و،حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) سره هم داسي څه نه و چې د دوی دسفر امکانات ئې پوره کړي وی،نو دویته ئې د پاتي کیدو اجازه ورکړه، دوي په ډیر افسوسو او د ناتواني په عالم کي پاتي شول.

دویم: یو شمیر نورصحابه ئې کرام چې د جهاد ولوله ئې درلوده او یوڅه امکانات ئې هم درلودل، خو په صحي توګه او یاهم دعمر زیاتوالي له امله د دې اوږد او ستونزمن سفر دسختیو دتحمل وړ نه بریښیدل، په همدي اساس دویته هم دپاتي کیدو مشوره ورکړل شوه.  

څلورمه ډله:هغه مؤمنان چې پرته له کومې ستونزي، یواځي دسستي له امله له جهاده پاتي شول،دوی وروسته سخت پښیمانه وو،په توبو او زاریو ئې له الله سبحانه وتعالی نه بخښنه غوښته،توبه ئې  قبوله شوه، خو دا ډله چې شمیر ئې لسو تنو ته رسیده هم په دوو برخو وویشل شول.

لمړی: د دې لسو تنو نه اوه تنو ئې خپل ځانونه په مسجد نبوي کې په ستنو پوري وتړل او لوړه ئې وکړه ،تر کومې چې د دوی توبه نه وي قبوله شوي او خپله رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) دوی نه وي پرانستلي دوی به همدلته تر اخر پاتي وي، الله سبحانه وتعالی د دوی توبه قبوله کړه.

دویم: دري تنه مخلص صحابه ئې کرام دي چې قرانکریم ئې یادونه کړې ده(وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا :او پر هغو دریو(هم) چي وروسته پاته  کړی شول)کوم چې د توبې قبلیدو حکم ئې وروسته اعلان شو، د دوی دواقعي تفصیل به دالله سبحانه وتعالی په توفیق په اخره کې بیان شي.    

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک