No-IMG

له سرو زرو ډکه ځمکه نه غواړم

     دا خبره سلطان عبد الحمید، یهودو ته کړې وه، راځئ نورو تفصیلاتو ته: د عثماني خلافت وروستی خلیفه سلطان عبد الحميد الثاني رحمه الله پخپلو یادښتونو کې لیکي: کله چې سلطان عبد الحمید الثاني له واکه ګوښه شو په هغه ورځ د یهودو اختر و. ان د دوی اړوند ورځپاڼو کې یې مبارکۍ خپرې کړې! ځکه ده فلسطین کې د اسرائیلي دولت جوړول نه منل، د نړۍوال سهیونیزم سرخېل هرټزل دوه ځله وړاندیز ورته کړی و، خو سلطان هغه رد کړی و.

      د سلطان عبد الحمید یادښتونو کې له ده نه داسې روایت شوی: زه په دې نه یم خپه چې له واکه ګوښه شوم، خو د اسعد باشا بې ادبه چلند خپه کړم، هلته چې ما وکتل ایمانویل ګراسو یهودی هم ناست و! ما پوښتنه وکړه چې د خلافت مقام کې دا یهودی څه غواړي؟! دا سړی مو د څه لپاره دلته راوستئ؟!

     ما هغوی ته وویل دې اتحادیانو پر ما ډېر ټینګار کړی، چې د فلسطین په سپېڅلې ځمکه د یهودو قومي حکومت جوړول ورسره ومنم، خو دا خبره ما په ډېر قاطعیت سره رد کړه. دوی دویم ځل بیا زما نه دا غوښتنه وکړه او د سرو زرو (150) ملیونه لېرې یې هم راته وړاندې کړې، خو ما بیا هم په سختي سره د دوی غوښتنه رد کړه. او بیا مې هغوی ته لیک ولیږه.

     په لیک کې مې هغوی ته ولیکل: که دا ټوله ځمکه له سرو زرو راته ډکه کړئ هم زه یې نه غواړم، ما له دېرش کاله زیات د اسلامي او محمدي امت خدمت کړی دی. زه دا سپکاوی مسلمانانو ته نه پریږدم او نه د خپلو نیکونو پر شرافت داغونه زغملی شم.

انځور کې سلطان عبد الحمید له هیواده د شړل کیدلو پر مهال. الله دې وبښي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟