No-IMG

واخان دهلېز! دعوې دنګلې! معلومات او تبلیغات

خان محمد ستانکزی

 

واخان دهلېز چې په دری کې یې دالان واخان، په چینایي کې 瓦罕走廊 او په انګلېسي کې Wakhan Corridor بولي، د افغانستان د خاورې یوه نرۍ تړانګه ده چې چین ته غزېدلې او د تاجکستان ګورنو بدخشان کورواکې سیمه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیرله ګلګت بلتستان غرنۍ سیمې څخه جلا کوي.

واخان دهلېز د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې پروت دی، او د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرنې په اساس، هلته ۱۲۰۰۰ کسان ژوند کوي.

د واخان شمالي برخه چې واخيان او پامیریان په کې ژوند کوي د پامیر په نامه یادیږي. د پامیر لوړه څوکه ۷۶۴۹ متره جیګه پرته ده.

د پنج او پامیر سیندونه د واخان دهلېز له غرنۍ درې څخه سرچینه اخلي چې وروسته ترې ستر امو سیند جوړېږي. امو سیند چې لوېدیځوال یې اکسوس او عربان یې جیحون بولي د ۲۵۴۰ کیلومترو اوږدې لارې له وهلو څخه وروسته د قزاقستان او ازبکستان تر منځ پراته ارال جهیل ته ورتویېږي.

واخان د ورېښمو د تاریخي لارې یوه برخه وه، او له لرغونو زمانو راهیسې د ختیځې، جنوبي او منځنۍ اسیا تر منځ تلونکو خلکو پرې تګ راتګ کړی دی.

د نړۍ مشهور ګرځېدونکی شوان زانګ چې یو بودایي راهب وو د خپلو سفرونو په لړ کې له چین څخه له لیدنې وروسته په ۶۴۹ میلادي کال کې د واخان دهلېز په لاره راستون شوی دی.

ایټالوی ګرځېدونکی او سوداګر مارکوپولو هم په خپل وخت کې له دغې لارې څخه تېر شوی خو وایي چې د واخان دهلېز د نوم ذکر یې نه دی کړی.

ویل کیږي چې د واخان دهلېز سیمه کې د سړو د ډېرښت له امله د کال په یوازې ۵ میاشتو کې ژوند شونی دی، خو د اوسني عصر ټکنالوجي کولی شي چې په ډېره یخنۍ کې هم لارې وباسي او د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

ریچارډ نیستروپ او ډونالډ سیکین د افغانستان په هکله په خپل یوه شریک کتاب کې لیکلي چې، واخان دهلېز د ۱۸۹۳ کال د یوې هوکړې په اساس چې د برتانوي امپراتورۍ (برتانوي هندوستان) او افغانستان تر منځ وشوه او د ډیورنډ کرښه یې وکښله، رامنځته شو.

د هوکړې په اساس، دغه نرۍ خاورینه تړانګه د روسي امپراتورۍ (روسي ترکستان یا اوسني تاجکستان) او د برتانوي امپراتورۍ (برتانوي هندوستان یا اوسني پاکستان او د ګلګت بلتستان د جنجالي سیمې) تر منځ د حایل (بفر زون/Buffer Zone) په توګه وپېژندل شوه.

د واخان دهلېز ختیځ ته د چین سینکیانګ یا شینجیانګ سیمه پرته ده چې هغه وخت د قینګ د واکمنو د لړۍ له خوا اداره کېدله او اوس د چین د ولسي جمهوریت د خاورې برخه ده.

واخان دهلېز د افغانستان د بدخشان ولایت مهمه یا د پام وړ برخه جوړوي، او د یوه روایت په اساس د واخان دهلېز په لوېدیځه دروازه کې چې د افغانستان له اشکاشم ولسوالۍ سره نژدې پرته ده د واخان دهلېز پلنوالی یا سور ۱۸ کیلومتره دی.

خو په لوېدیځه برخه کې بیا د هغه پلنوالی له ۱۳ څخه تر ۳۰ کیلومترو پورې بلل شوی او دا هغه سیمه ده چې وایي پاکستان په کې سترګې ښخې کړي، خو د واخان په منځنۍ برخه کې تر ۶۵ کیلومترو پورې سور لري.

په ختیځ پای کې، واخان دهلېز دوه شاخه کیږي چې د چین او افغانستان تر منځ ۹۲ کیلومتره اوږد سرحد جوړوي.

واخجیر چې په جنوب ختیځ‌ شاخ کې ختیځ اړخ ته غزېدلی پروت دی د بدخشان له اشکاشم څخه خواوشا ۳۰۰ کیلومتره فاصله لري. د شمال ختیځ شاخ ختیځ ښکر له اشکاشم څخه ۳۵۰ کیلومتره فاصله لري.

په ګرده نړۍ کې د واخجیرسیمه داسې سیمه ده چې په لږه فاصله په کې د ساعت ستن درې نیم ساعته وړاندې یا وروسته کیږي. یعنې که په دغه تنګي کې د افغانستان لوري ته ساعت د سهار ۸ بجې وي، د چین لوري ته به د غرمې ۱۱:۳۰ بجې وي.

د سرحد چینایي لوري ته د سینکیانګ هغه کورواکې سیمه پرته ده چې په غرونو کې یې تاجکان اوسېږي او د تاجک تاشکورګان/تاشقرغان په نامه یادیږي.

د واخان دهلېز شمالي سرحد په لوېدیځ کې د پامیر سیند او زرکول جهیل او په ختیځ کې د پامیر غرونو له لوړو څوکو څخه تشکیل شوی دی. شمال لوري ته د تاجکستان ګورنو بدخشان کورواکې سیمه پرته ده او جنوب ته د هندوکش او قراقرم لوړغرونه پراته دي.

د دهلېز د جنوبي اړخ په اوږدو کې دوه غرني غاښي یا کوتلونه پراته دي چې دهلېز د هغه له ګاونډیانو سره نښلوي. د بروغول کوتل واخان د اوسني پاکستان له خیبر پښتونخوا سره نښلوي، په داسې حال کې چې ارشاد غاښی واخان دهلېز د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر له ګلګت بلتستان سیمې سره نښلوي.

ویل کیږي چې د دل سنګ غاښی چې هغه هم له ګلګست بلتستان سره نښتی دی، د استعمال وړ نه دی،‌ او ښایي دلیل یې دا وي چې د غرونو جوړښت یې ډېر پېچلی دی.

ختیځ غاښی چې د واخجیرغاښی دی له چین سره نښتی دی او د هغه هېواد او افغانستان تر منځ د اتصال مهمه لاره ده. ویل کیږي چې د افغانستان د بدخشان او د چین تر منځ له پخوا راهیسې تګ راتګ د همدغه کوتل له لارې کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اندېښنې په ډېرېدلو دي چې وایي د روسیې، چین او پاکستان تر منځ د افغانستان د واخان دهلېز په هکله پټې هوکړې شوي او وايي چې د افغانستان د واکمنو له خبرولو پرته پاکستان غواړي چې د واخان په هغې سیمه باندې چې پلنوالی یې لږ دی تاجکستان ته سرک تېر کړي او د دې کار لپاره یې سیمې ته خپل عسکر او تخنیکي ټیمونه لېږلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم تېر کال له دې شپو ورځو نه لږ مخکې په خپل وېب سایټ د افغانستان داسې نقشه خپره کړې وه چې له چین سره د افغانستان د نښتلو غاړه ترې پرې شوې وه او پاکستان په کې نېغ په نېغه له تاجکستان سره نښلول شوی وو خو په ټولنیزو او مروجو رسنیو د افغانانو له سختو غبرګونونو څخه وروسته روسانو هغه نقشه لیرې کړه او پرځای یې په نړۍ واله سطحه منل شوې نقشه خپره کړله.

یو شمېر فعالان وایي چې د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو مرکز هم د افغانستان داسې نقشه خپره کړې چې واخان ترې پرې شوی او پاکستان نېغه په نېغه له تاجکستان سره نښلول شوی دی.

زاویه نیوز خبري پاڼې چې ویل کیږي د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حمدالله محب پورې تړاو لري، نن د جولای ۲۴مه لیکلي چې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د چین سفیر سره د واخان له لارې د سرک جوړولو په هکله خبرې کړي، خو نورو سرچینو دا خبره رد یا تایید کړې نه ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تر اوسه په دې هکله د خلکو اندېښنې نه دي ځواب کړي خو یو شمېر تحلیلګران دا یوازې تبلیغات بولي او وایي چې پاکستان د اقتصادي لنګوال په حالت کې دی نو د داسې پروژو ترسره کول ورته اسان نه دي، خو نور بیا له چین او روسیې سره د پاکستان د تازه انډیوالیو په لړ کې هر څه شوني بولي.

د دې او دې ته ورته معلوماتو لپاره په فیسیوک کې رنګینه نړۍ/colorful world پاڼه لایک کړئ.

هېڅ معلومات بشپړ نه وي. که څه وړاندې وروسته په کې راغلي وي، هیله ده ومې بخښئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک