
کرکټ سوله ده او پیغام یې هیله او خوشحالي؛ لطفآ هیلې مه وژني
په کابل کې د شپږیزې کرکټ په روانو سیالیو کې یوه ورځ د یوې معصومې ماشومې تصویر خپور شو چې د شپږیزې لیګ غوره مینه واله ګڼل شوې وه. نړۍ ته یې دا پیغام ورکوه چې افغانې نجونې هم د دې وطن اولاد دي او باید انساني حقوق یې ورکړل شي.
بله ورځ یو ښکلی تصویر راغی چې ټول افغانان په میدان کې د جمعې لمونځ کوي. د یووالي ننداره یې وړاندې کوله.
دا تېره ورځ په سترګو دوه معیوب ګلاليو ماشومانو له لوبغاړي محمد نبي سره ولیدل. داسې انګېرل کېده چې ګنې دوی د خپل ژوند مهمه ورکه پیدا کړې ده. دې تصویر کې ما بیا هم د یو مظلوم افغانستان د عزمت نښې او د اینده هیلې لیدلې.
بله ورځ د کرکټ نړیوال مبصرین له کابل د باندې د افغانستان د نورو سیمو لیدو ته تللي وو, د دې وطن د ښایست صفتونه یې کول او نړۍ ته یې رښتینی افغانستان ښوده.
هره ورځ زرګونه افغانان دا لوبې ګوري او خوشحالېږي ورته. دا او
ډېرې داسې نورې کیسې.....
کرکټ د افغانستان د سولې, هیلې, اتفاق, عزمت, هوډ, د اینده امیدونه او رښتینی تصویر دی. په کرکټ برید د افغانانو په هیلو, امیدونو او خوشحالیو برید دی. کرکټ لوبه ده او پیغام یې سوله او هیله. لطفآ سوله او هیله مه وژنئ, پرېږدئ چې نړۍ لږ تر لږه د افغانستان دا ښکلی تصویر خو وګوري.